ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د دوو قبیلو ترمنځ سل کلنه شخړه حل شوه

نورستان کې د دوو قبیلو ترمنځ سل کلنه شخړه حل شوه

author avatar
6 Dec 2022 - 17:56
نورستان کې د دوو قبیلو ترمنځ سل کلنه شخړه حل شوه
author avatar
6 Dec 2022 - 17:56

پارون (پژواک ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۱): په نورستان کې د کاموز او کشتوز قبیلو ترمنځ هغه سل کلنه شخړه چې څه باندې ۶۵۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، د جرګې او خبرو له لارې حل او نن يې پرېکړه اعلان شوه.

کامدېش ولسوالي د نورستان په ختیځه دره کې د لنډي سیند ترڅنګ د ګاونډ چترال او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته سیمه ده چې د نورستان د نورو ولسوالیو په پرتله یې اب و هوا نسبتاً معتدله او ګرمه ده. کامدېش د دغې ولسوالۍ لوی او مرکزي کلی ګڼل کېږي چې وګړي یې د تاریخي روایاتو پربنسټ د مرکزي نورستان د واما ولسوالۍ د کامګل د سیمې او یا هم د ننګرهار له کامې څخه اوسني استوګنځای ته راغلي او هلته له مېشتو قبیلو سره د جنګ جګړو په ترڅ کې يې دغه سیمه نیولې ده .

کشتوز د کامدېش په ګاونډ او د همدې ولسوالۍ اړوند کلی دی چې د کامدېش په پرتله یو څه اندازه کوچنی او کم نفوسه کلی دی چې اوسېدونکي یې د تاریخي او عنعنوي روایاتو پربنسټ د مرکزي نورستان کانتیوا درې ته مخامخ ختیځ لور ته د کښت په نوم له سیمې څخه اوسني استوګنځای (کامدېش ولسوالۍ) ته را کوچېدلي او پېړۍ پېړۍ هلته مېشته شوي دي .

د کامدېش ولسوالۍ د کاموز او کشتوز قبیلو ترمنځ د اوبو د سربند او د «بدابیټ» د غره د ځمکو او پولو پر سر شخړه چې یوه سلیزه یې پوره کېږي، په کې سلګونو ځوانانو یا ژوند بایللی او يا يې هم د بدن غړي له لاسه ورکړي دي .

یاده شخړه د لومړي ځل لپاره د نڅینګل خوړ کې په هغه چینه رامنځ ته شوې ده چې د کشتوز د خلکو په ملکیت کې واقع ده، خو له اوبو څخه یې د دوی د وینا په اساس له پخوا څخه کامدېشیانو استفاده کړې ده.

د کامدېش یو اوسېدونکی او پخوانی خبریال عبدالخالق اخلاقي وایي، دغه شخړه د کفر له وخته را پدېخوا را روانه ده، خو په تېرو نوي کالو کې یې دواړو غاړو ته زيات تاوانونه اړولي دي .

د نوموړي وینا، شل پنځه ویشت کاله وړاندې د یادې شخړو ایرو ته تېرو جګړه ييزو شرایطو یو ځل بیا هوا ورکړه چې په پایله کې یې د کشتوز کلي لومړی پر اور او وروسته په ایرو بدل شو او همدارنګه د کامدېش خلکو هره ورځ د دوی په کروندو کې د خښ شویو ماینونو له امله د بدن غړي او یا هم ژوند بایله .

د نورستان د وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی مدیر اکرم خان چې کلونه وړاندې یې د کامدېش او کشتوز ترمنځ په جرګه کې ګډون کړی و، له پژواک اژانس سره په خبرو کې دغه شخړه لرغونې شخړه وګڼله چې سرچینه يې جهل او ناپوي بولي.

د نوموړي په خبره، که چېرته دواړو غاړو په هماغه وخت کې د جرګې پرېکړه منلې وای، نو اوس به د سلګونو ځوانانو د وینې تویېدو مخنیوی شوی وای .

دی وایي، د کامدېش او کشتوز لانجه په ډېرو معمولي او عادي خبرو پېښه شوې ده، ځکه چې د اوبو سربند او د دواړو کلیو ترمنځ پولې او حدودات واضح دي، مګر بیا هم دواړه غاړې وخت ناوخته یو پر بل تجاوز کوي او شخړه لا هم د خلکو ژوند ګواښي .

مدني فعال او د کشتوز اوسېدونکی بشیراحمد جلالي وایي، په دغه جګړو کې د دوی کلیوالو ته سخت زیانونه رسېدلي دي چې جبران به یې لا هم کلونه وخت ونیسي .

د ده په خبره، د کامدېش او کشتوز ترمنځ لومړې پرېکړه په ۱۳۱۰ ل کال کې شوې ده چې په (سیزده، ده «۱۳۱۰») باندې شهرت لري او د هغه وخت شاهي رژیم اسنادو او مدارکو ته په کتو يې یوه شرعي وثیقه جوړه کړې ده چې په اسنادو کې ثبت هم ده، خو بیا وخت پر وخت له هغې سرغړونه وشوه چې پایله یې یو ویجاړ کلی او معلول ولسونه دي .

جلالي زیاتوي، د کشتوز او کامدېش ترمنځ په کراتو کراتو شخړې شوې دي چې په پایله کې یې د کشتوز خلک نهه ځله کډوال شوي او درې ځله یې ټول کلی سوځېدلی چې اوسمهال هم کنډواله پروت دی او نږدې درویشت کاله وړاندې ورڅخه د ده په وینا درې زره وګړي مهاجر شوي دي او اوس د هېواد په داخل او بهر کې په سختو شرایطو خپل ژوند تېروي .

بل لور ته د کامدېش یو اوسېدونکی جمیل خان وایي، په تېرو درویشت کاله جګړه کې د دوی کلیوالو ته هم د سر او مال درانده زیانونه اوښتي دي .

هغه زياتوي، اوس ورته کره شمېره نه ده څرګنده، مګر همدومره ویلی شي چې د دوی له درې سوه څخه ډېر کسان په مخامخ جګړه، ماینونو او یا هم په غلچکیو بریدونو کې یا ووژل شول او یا یې هم د خواږه بدن اندامونه د تل لپاره پرې کړل شول .

د ده په وینا، جګړه د حل لاره نه پخوا وه او نه هم اوس ده، خو د ځینو خلکو ضدونو او سیاسي او ګوندي اختلافاتو د دغې جګړې اور ته لا شدت ورکړ او زیان د دوی په څېر د غریبو خلکو په برخه شو.

د يادې شخړې د هواري د اوسنۍ جرګې وياند فضل هادي مرال وايي، دغې جرګې څلور میاشتې دوام وکړ چې مشري يې د وایګل قومي مشر مدیر عین الله خان کوله .

د نورستان د شهیدانو او معلولینو ریاست آمر عارف الله نورستانی وایي، د دغې شخړې منفي اغېزې به ژر له منځه ولاړې نه شي، خو دی خوښ دی چې د نورو خلکو ژوند په امن کې شي .

د نوموړي په خبره، د تېر کال د احصایې په اساس چې دوی ترسره کړې ده، په ټول نورستان کې څه باندې نهه سوه معلولین ثبت شوي دي چې له څلور سوه څخه زیات معلولین د همدغه کامدېش د کلي دي چې په ځمکو او څړځایونو کې د خښ شویو ماینونو په پایله کې یې د بدن غړي له منځه تللي او اوس د نورو تر اوږو بار دي .

د سیمې د اوسېدونکو په خبره، دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت په منځګړتوب د دغو دواړو قبیلو ترمنځ پرېکړه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د تېر جمهوریت پرمهال د ولسمشر سلاکار اسد الله وفا په مشرۍ د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه یوې جوړې شوې جرګې څو کاله په همدې موضوع جرګې مرکې وکړې او په ۱۳۹۹ کال کې یې پرېکړه هم اعلان کړه چې یواځې د کاغذ پرمخ پاتې شوه او عملي بڼه ورنه کړای شوه .

په تېرو څلورو لسيزو کې کې بېلا بېلو ګوندونو او ولسي جرګو هم د دواړو قبیلو ترمنځ د منځګړيتوب هڅه کړې ده، خو مطلوبه پایله یې ترلاسه نه شوه، نو تېر ته په کتو اوس هم اټکل نه شي کېدای چې دغه پرېکړه به په بشپړ ډول عملي شي او که څنګه؟

د جرګې وياند مرال وايي، په اوسنۍ جرګه کې د نورستان ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه پر قومي مشرانو او سپین ږیرو سربېره یو شمېر دولتي چارواکو هم برخه درلوده او د پرېکړې د اعلان پر وخت د اوسني سرپرست حکومت د قومونو او قبایلو چارو وزیر شیخ نورالله نوري هم نورستان ولایت ته سفر کړی و او د پرېکړې د اعلان پرمهال یې په تالار کې ګډون درلود .

د قومونو او قبایلو چارو وزیر د سرحدونو ساتل او د ولسونو ترمنځ د همدا ډول روغې جوړې کول د خپل وزارت دنده وبلله او د حکومت په استازولۍ يې د دغې جرګې د شاملو قومي مشرانو او سپین ږیرو ستاینه وکړه .

د جرګې مشر او نورو غړو د نورستان ولایتي اداره د دې شخړې د پای ته رسېدو په برخه کې وستایله او د والي او مسؤولو چارواکو همکاري يې د دغې شخړې په پای ته رسېدو کې مهم فکتور یاد کړ.

د مرال د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د کامدېش له کلي څخه ۱۶۰ تنه وژل شوي او ۳۵۰ تنه ټپيان شوي او معلول شوي وو .همدارنګه د کشتوز له قبيلې څخه ۹۴ کسان وژل شوي شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي وو .

همدارنګه د جګړې دواړو غاړو ته هم درانده مالي تاوانونه اوښتي و چې د کشتوز قبیلې ته له شپږ میلیارده افغانیو څخه پورته او د کامدېش قبیلې ته هم له څلور میلیارده افغانیو څخه لوړ تاوان رسېدلی و .

د جرګې لس ماده ییزه پرېکړه د دواړو لوریو څخه ومنل شوه او یو له بل سره غاړه په غاړه شول .

د جرګې د پرېکړې د نهمې مادې په اساس به د کشتوز خلک د حکومت له خوا بېرته خپل کلي کې مېشت کېږي او حکومت به ورته د ژوند لازمې اسانتیاوې لکه سرپناه، ښوونځي او روغتونونه جوړوي .

د یادونې وړ ده چې د دغې شخړې لومړنۍ جرګه د محمد نادرشاه په سلطنت کې شوې وه (۱۳۱۰) چې تر ډېره پر خپل ځای وه، خو په تېر څلویښت کلن ناورين کې ترې سرغړونه وشوه چې خلک په کې له دغه ډول برخلیک سره مخامخ شول.

Visits: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.