ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حسین قرباني: که جګړه نه وای، اوس به له معلولیت او بې‌وزلۍ نه کړېدم

حسین قرباني: که جګړه نه وای، اوس به له معلولیت او بې‌وزلۍ نه کړېدم

author avatar
31 Jan 2023 - 19:25
حسین قرباني: که جګړه نه وای، اوس به له معلولیت او بې‌وزلۍ نه کړېدم
author avatar
31 Jan 2023 - 19:25

نیلي (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): حسین قرباني هغه معلول چې د ژمي په سړو شپو او ورځو کې له سهاره تر ماښامه د ځان او خپلې څلور کسیزې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه د وېلچر په وسیله د کابل ښار په سړکونو کې کرېډټ‌کارتونه پلوري وايي، که جګړه نه وای، اوس به له معلولیته نه کړېده.

د ملي اردو په لیکو کې له ۸ کلنې دندې وروسته، کله چې حسین قرباني غوښتل له جګړې لرې د دایکنډي مرکز نیلي ښار په یوه څنډه کې په خپل کور کې ارام ژوند ولري، خو بخت ورسره یاري ونه کړه، د اروزګان په چهارچینه کې پر لاره د ماین چاودنې قرباني شو او بدن یې له ملا کښته د تل لپاره کار پرېښود.

هغه ته جګړه اوس هره شپه پر یوه ويرونکي خوب بدله شوې ده.

حسین قرباني د دایکنډي مرکز نیلي اصلي اوسېدونکی دی او دا مهال د کابل ښار په یوه څنډه کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.

نوموړي پژواک ته وویل: «اته کاله په ملي اردو کې وم، تازه مې ترخیص اخیستی و چې نور په خپل کور کې د مېرمنې او اولادونو ترڅنګ کار او ژوند وکړم، په یوه موټر کې سپور وم چې د اروزګان په چهارچینه ولسوالۍ کې ماین وچاودېد او زما ژوند یې تباه کړ.»

قرباني زیاته کړه، ټولې بدمرغۍ او ستونزې د جګړې زېږنده دي، که جنګ نه وای، ده او د ده په څېر نور معلول کسان به اوس له معلولیته نه ځورېدل.

معلولیت او ترې ځورېدل، د هغه نه ختمېدونکې کیسه ده چې له ۸ کلونو راهیسې ترې رنځېږي.

نوموړي زیاته کړه، کله چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې ماین چاودنې ترې د بدن یوه برخه واخیسته نو د ده او د کورنۍ ژوند یې خورا ستونزمن شوی دی.

هغه څرګنده کړه چې وجود ورسره یاري نه کوي او یوازې د وېلچر په وسیله تګ کولا شي.

د هغه په خبره، مېرمن او اولادونه یې ټولې ستونزې ورسره ګالي او همکاري ورسره کوي.

نوموړی وايي: «کله چې دغه ورځ راباندې راغله نو له ژونده ناهیلی شوم، د کورنۍ غړي مې په تګ راتګ کې راسره مرسته کوي، د باندې مې بیايي، واقعا له ژونده زیات ستړی شوی یم.»

حسین قرباني ټینګار کوي چې ټولې خوښۍ په روغ وجود کې نغښتې دي او دی هیله‌من دی چې شته سوله دوام وکړي او د ده په څېر نور څوک د جګړې او ناامنۍ زیان ونه ویني.

له معلولیته پر رنځ وړلو سربېره، خپلې کورنۍ ته د یوې ګولۍ ډوډۍ پیدا کول هم د هغه د ژوند یوه ترخه کيسه ده.

هغه وايي، یوه مېرمن او دوه ماشومان لري چې د هغوی د لګښتونو پوره کولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دی.

حسین زیاته کړه، د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره یې څو کاله په نیلي ښار کې لاسي توکي پلورل؛ خو هېڅکله ونه توانېد چې د کورنۍ لګښتونه په سم ډول پوره کړي.

هغه وویل: «که د اوس په شان سوله تأمین وای او جګړې راته ژوند نه وای تباه کړای، اوس به مې کار کاوه، د کورنۍ لګښتونه به مې پوره کول، اړتیا نه وه چې له خلکو مرسته وغواړم.»

هغه کابل ته مخه کړه څو ښایي هلته یې دغه نا ارامه ټپ ته ملهم پیدا شي.

قرباني څرګنده کړه، له کله راهیسې چې په کابل کې اوسېږي، یوازې یو وېلچر یې له سره صلیبه ترلاسه کړی خو موسسو هېڅ مرسته ورسره نه ده کړې.

هغه زیاته کړه، ۵ زره افغانۍ میاشتنی معاش چې د شهیدانو او معلولینو له وزارته یې ترلاسه کوي، د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره یې بسنه نه کوي.

په دغه ساړه ژمي کې د هغه ترخه کیسه ډېره دردوونکې ده.

حسین وايي، د ژمې په دې سړو شپو او ورځو کې هر سهار د وېلچر په وسیله د کابل ښار په سړکونو کې کریډټ‌کارتونه پلوري څو له دې لارې د خپلو اولادونو د ژوند چارې پر مخ یوسي.

هغه څرګنده کړه چې په سړه هوا کې په سړکونو کط د کرېډېټ‌کارت پلورلو توان نه لري، خو د ژوند له ناچارۍ یې زغمي.

پر دې ټولو سربېره، هغه خوښ دی چې له ناامنۍ وېره نشته او کولای شي په ارامه فضا کې خپل کار ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د سون‌توکو پېرلو توان نه لري، ‎ کله یې له ګاونډیانو او کله په ورځني ډول د سون لپاره لرګي اخلي څو د ځان او د کورنۍ غړو د تلف کېدو مخه ونیسي.

په ورته مهال، د حسین مېرمنې ریحانې پژواک ته وویل، له هغه ورځې چې خاوند یې معلول شوی د ژوند ټولې چارې پر هغې تپل شوې دي.

هغې زیاته کړه: «که څه هم زه کار نه کوم او کار نشته، خو اولادونو ته د ډوډۍ موندلو لپاره ډېره هڅه کوم، موږ له خدای پرته بل څوک نه لرو چې راشي له موږ سره د یو شي مرسته وکړي.»

هغه له خلکو او حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

همداراز، دغه ځوان معلول وايي، کله چې خپلو اولادونو ته مناسبې جامې وانه خیستلای شي نو ډېر دردېږي.

که څه هم معلولیت د ژوند ټولې بدمرغۍ د قرباني پر اوږو بار کړې، خو د سولې له ټینګښته خوښ دی.

هغه له حکومته هم غواړي چې له معلولینو سره د مرستې او همکارۍ برخه کې هڅې وکړي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې له ټولو خلکو وغوښتل چې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د یو بل منلو او یووالي له لارې له حکومت سره همکاري وکړي.

Visits: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.