ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ تر چتر لاندې د افغانستان سینما

د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ تر چتر لاندې د افغانستان سینما

author avatar
14 Feb 2023 - 17:36
د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ تر چتر لاندې د افغانستان سینما
author avatar
14 Feb 2023 - 17:36

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره ځینو خلکو فکر کاوه چې نور نو سینما په هېواد کې کوم ځای نه لري، خو د اټکل خلاف په دغه موده کې نهه فلمونه تولید شوي او په اریانا سینما کې یو فیسټیوال هم ترسره شوی؛ سینماګران بیا دغه شمېر کافي نه بولي.

رسمي اسناد ښيي چې شاه امان‌الله په ۱۹۲۸ زېږدیز کال کې اروپا ته په سفر کې د لومړي ځل لپاره یو سینمايي پروجکټور افغانستان ته راوړ او په همدغه کال کې په لومړي ځل په پغمان کې یو فلم نندارې ته وړاندې شو.

وروسته د ډیموکراسۍ په لسیزه کې (له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۷۱) ډېرو سینماګانو کار پیل کړ او د لمریز کال د ۷۰مې لسیزې تر لومړیو په هېواد کې له ۳۰ ډېر سینمايي سالونونه موجود وو چې ډېری یې وروسته له فعالیته ولوېد او یا هم د کورنیو جګړو له امله ویجاړ شول.

په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رييس قاري ولي‌ګل جواد وايي، اوسمهال په کابل ښار کې پنځه سينماګانې شته چې له ډلې یې يوازې د اريانا سينما فعاله ده او پاتې نورې يې د تېر حکومت پر مهال تړل شوې وې.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د فلم، موسیقۍ او ټلویزیون کتل منع وو، خو اوس سربېره پر دې چې فلم کتل منع نه دي، بلکې په دغه موده کې د افغان فلم له خوا –چې یو دولتي بنسټ دی- نهه فلمونه جوړ شوي او د کابل ښاروالي وايي، د سینماګانو پراختیا او فعال ساتلو لپاره به هڅې کوي.

د افغان فلم د تولید او تخنیک امر عبدالعظیم کریمي -چې له څه باندې شلو کلونو راهیسې په دې اداره کې کار کوي- وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره افغان فلم توانېدلی چې د «زندان بګرام، پل کمپني، شاهراه سالنګ، دیوارهای استنادی کابل، کارکردهای ریاست افغان فلم، یک روز کاری قوماندان امنیه، باغبان دولتي، ساتونکی و نهم سنبله» په نومونو نهه فلمونه تولید او نندارې ته وړاندې کړي.

د هغه په ​​وينا، په هېواد کې له تحول سره يو شمېر سينماګرانو هېواده پرېښود او پاتې محدود شمېر يې ځیني کارونه پیل کړي، خو اقتصادي ستونزې شته دي.

کريمي زياته کړه، سينما او فلم جوړونه له پيسو پرته امکان نه لري او تر اوسه د سرپرست حکومت له خوا د فلمونو تولید او جوړولو لپاره کومه عادي او پراختيايي بودجه په پام کې نه ده نيول شوې.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د فلم جوړولو برخه کې کوم ممانعت شته یا نه؟ وویل، تر اوسه یې د حکومت له خوا کوم بندیز نه دی لیدلی او که څوک له کومې ستونزې سره مخ شوی وي، شاید په خپل سر ډول پرته له قانوني لارې او پرته له دې چې افغان فلم په جریان کې کړي، د فلم جوړولو لپاره یې اقدام کړی وي.

له بلې خوا، د سینماګرانو اتحادیې مرستیال رحمت‌الله خوستی وايي چې د ملي ټلویزونو په همکارۍ د «راه پاک» سریال تولید او د «دید نو» فیسټیوال ترسره کېدل د سینما په برخه کې هغه دوه مهم موضوعات وو چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته ترسره شول. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د سینما وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی.

د هغه په ​​وينا، پخوا به داسې سريالونه خپرېدل چې له افغاني ټولنې او فرهنګ سره برابر نه وو، په ځينو مواردو کې ان د يوه مليت، ژبې، قوم او سمت سپکاوى کېده، خو اوس داسې موارد نشته.

خوستي دې ته په اشارې سره چې په تېرو وختونو کې به ډېری خلکو سریالونه نه کتل، ځکه چې له افغاني کلتور سره یې سمون نه درلود، زياته کړه: «بايد خپل افغاني توليد ولرو څو د خپل افغاني کلتور استازیتوب وکړي.»

هغه څرګنده کړه، د اسلامي امارت لپاره افغاني او اسلامي فرهنګ مهم دي او هغوی حاضر دي چې د همدې مطابق فعالیت ولري.

په ورته مهال، سینماګر میراحمد قادري دې ته په اشارې چې سیاسي بدلونونو تل په هېواد کې سینما له ګواښ سره مخ کړې وي وې ویل، په هر حکومت کې د سینما برخې ته کمه پاملرنه شوې ده.

خو هغه زیاته کړه: «موږ نه درېږو او کوښښ کوو چې په دغه لاره کې کار وکړو؛ ځکه د یوه هېواد کلتور د هغه هېواد استازیتوب کوي چې د سینما له لارې ښودل کېږي.»

قادري په داسې حال کې چې ویل یې، د سینما اوسنی وضعیت هغه ته د منلو نه دی زیاته کړه، اسلامي امارت دې له کړو ژمنو سره سم سینماګرانو ته د کار زمینه برابره کړي او په فرهنګي برخو کې دې پانګونه وکړي.

د قادري په خبره، کله چې امارت بیا واکمن شو، ډېری کسانو فکر کاوه چې د سینما، کلتور او تلویزیون په نوم به څه پاتې نه شي، خو نن ټول په دغو برخو کې د کار کولو شاهدان دي.

بل‌پلو، سینماګر او کارګردان سید حبیب‌الله سادات دې ته په اشارې سره چې په اوس وخت کې له سینما څخه مالي ملاتړ ډېر کم شوی، له کلتوري بنسټونو او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له سینما ملاتړ وکړي.

هغه همداراز زیاته کړه، په دومره موده کې دغه اندازه تولید شوي فلمونه بسنه نه کوي او باید د سینما برخې ته لا زیاته پاملرنه وشي او ډېر فلمونه تولید شي.

په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رییس ولي‌ګل جواد وايي، په ټول کابل ښار کې ۵ سینماګانې شته چې ټولې د پخواني حکومت پر مهال له کاره لوېدلې او یا ویجاړې شوې دي، خو یوازینۍ فعاله سینما د اریانا سینما ده چې په هغې کې ځیني فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې هیڅ یوه سینما نه ده ویجاړه شوې او اسلامي امارت د هغې مخالف نه دی، یوازې هغه موضوعات باید خپاره نه شي چې د خلکو فکر ته زیان رسوي او د پردیو د کلتور د دودېدو لامل کېږي.

جواد زیاته کړه، د سینما په برخه کې د اسلامي امارت پالیسي قطعا د هغې له منځه وړل نه دي، یوازې هڅه کوي چې منفي ټکي له منځه یوسي او سینما په ریښتینې توګه د افغاني او اسلامي فرهنګ استازیتوب وکړي.

د هغه په خبره، د اطلاعاتو او کلتور، امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو ترمنځ یوه ګډه کمېټه رامنځته شوې څو پر فرهنګي موضوعاتو ډېر کار وشي.

جواد زیاته کړه، د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق اوس ښځو ته په سینما کې د کار اجازه نشته خو که کومه شرعي خنډ نه وي، هغوی ته به هم په راتلونکي کې د کار اجازه ورکړل شي.

په همدې حال کې، یو شمېر هېوادوال او مدني فعالان وایي چې سینما د خلکو د ذهنونو په روښانولو کې مثبت اغېز لري.

مدني فعال وحید احمد الکوزی وایي، سینما له معنوي او فرهنګي اړخه پر ټولنې مثبت اغېز لري او د یوې ټولنې د خلکو د ذهنونو راویښولو لپاره کولای شي مثبتې اغیزې ولري.

د هغه په خبره، سینما هم د خلکو د راټولېدو او تفریح لپاره یو ځای دی او هم هنرمند کولای شي هلته خپل هنر لیدو ته وړاندې کړي.

بل‌پلو، د کابل اوسېدونکی رحمت‌الله وایی، پخوا چې سینما فعاله وه د منفي ټکو په شتون سره یې ډېر مثبت ټکي هم درلودل او خلکو ترې ډېر څه زده کول.

هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې فرهنګي برخو ته لا زیاته پاملرنه او د سینما فعال ساتلو او پرمختګ لپاره ډېره هڅه وکړي.

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.