ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې کروندګر د ګازرو حاصلاتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

کندهار کې کروندګر د ګازرو حاصلاتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
21 Feb 2023 - 11:15
کندهار کې کروندګر د ګازرو حاصلاتو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
21 Feb 2023 - 11:15

کندهار (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): په کندهار کې ګڼ شمېر کروندګرو- چې پخوا یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل- سږ کال یې ګازرې کرلې خو وايي، بیه یې ټیټه ده او بازار نه لري.

د لالا په نوم د ارغنداب یو کروندګر وايي، پر خپله څلور جریب ځمکه یې ګازرې کرلې، شپږ میاشتې یې پرې خواري کړې خو اوس بازار نه لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کاله مخکې یې کوکنار کرل خو چې د کوکنارو کر منع اعلان شو، سږ کال یې ګازرې کرلې چې اوس ان خپل سر هم نه جوړوي.

هغه زیاته کړه: «د کوکنارو ګټه ډېره وه؛ د هغو کرل خو بندل شول، اوس مو زردکې کرلې دي خو بازار نه لري، یو کیلوګرام تر ۵ یا ۶ افغانۍ بالا نه خرڅېږي.»

د ده په وینا، که په کندهار کې د ګازرو جوس یا مربا جوړولو فابریکې جوړې شي، کېدای شي بیه يې ښه شي او دوی ته هم ګټه وکړي.

د کندهار ښار ۸مې حوزې اړوند د ګوندګان سیمې یو کروندګر خان‌محمد وایي، سږ کال د ګازرو حاصلات ډېر ښه دي خو دا چې بیه یې ډېره ټيټه ده نو ځکه دوی یې ګټې ته تمه نه لري.

هغه زیاته کړه: «موږ دغه پارسلان بازار ته وړو چې ۱۲ یا ۱۳ کیلوګرامه زردکې کېږي خو تر ۷۰ افغانۍ بالا بیه نه لري، نو دا چې دا شپږ میاشتې زموږ خوارۍ ته وګورې، ګټه خو څه چې هغه خپل سر هم نه جوړوي.»

دا چې سږ کال ګازرې ډېرې کرل شوې او بیه یې هم ټیټه ده نو د کوچنیو ماشنیونو په وسیله یې د جوس ایستلو او د کندهار ښار پر واټونو یې په لاسي کراچیو کې خرڅلاو هم ډېر شوی دی.

د ګازرو یو جوس پلورونکی عبدالمنان وايي، پخوا یې د انارو جوس پلوره، اوس د ګازرو جوس پلوري چې د ورځې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ پیدا کوي.

هغه زیاته کړه: «ما د جوس یو کوچنی ماشین ورته ایښی دی؛ د ورځې کله درې سوه، کله څلور سوه یا یو څه ډېرې پيدا کوم، بس په همدې کې خدای روزي راکوي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال پر شاوخوا ۱۰۰۰ جریب ځمکه ګازرې کرل شوې چې له تېر کال سره کوم خاص توپير نه لري.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس‌الرحمن موسی پژواک خبري اژانس ته وویل، د ګازو او نورو کرنیزو توکو د ښه بازار لپاره پانګه‌وال کولای شي فابریکې جوړې کړي څو رُب، مربا او جوس تري تولید کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ له کروندګرو سره د کرنیزو توکو په برخه کې همکاري کوو، مشورې ورکوو او د هغوی لپاره مرستې راجلبوو خو د بازارموندنې په برخه کې باید د کرنیزو توکو لپاره فابریکې جوړې شي څو له زردکو او مېوو ډول ډول محصولات تولید شي.»

ارغنداب، پنجوايي، دامان، تخته‌پل، ژېړۍ او ډنډ د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې ګازرې ډېرې په کې کرل کېږي.

روغتیاپالان وايي، ګازرې د ښه خوند ترڅنګ د پوستکي د ښکلا، د سترګو لید د ډېروالي او یو شمېر ناروغیو مخنیوي کې ګټورې دي.

Visits: 379

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.