[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې د افغانستان سفارت ته یې نوي ډیپلوماتان لېږلي، بلخوا د سفارت پخواني ډیپلومات ویلي چې دوی سفارت د ایران حکومت ته سپارلی دی.
د دغه وزارت له خوا د کب په ۷مه د شپې ناوخته یوه ټویټ کې په ایران کې مېشتو افغانانو ته خبر ورکړی چې په تهران کې به د افغانستان سفارت فعاليتونه د نوي شارژدافير او ډیپلوماتانو له ګومارنې سره سم په ښه روحيه او تعهد د دواړو هېوادونو درنو وګړو ته د خدمترسونې چارې په عادي توګه دوام پیدا کړي.
سرچینې زیاته کړې، د بهرنيو چارو وزارت غواړي په ډاګه کړي چې د ډيپلوماتيکو کادرونو بدلون يو معمول چاره او د هر هېواد مشروع حق دی.
بلخي ویلي: «باوري يو چې په نوو ګومارنو سره به د سفارت په چارو کې د شفافيت او همدارنګه د دواړو مسلمانو، دوستو او وروڼو هېوادونو د مناسباتو په ټولو برخو کې د پراختيا شاهدان و اوسو.»
بلخوا د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي په ټویټر کې لیکلي چې د دوشنبې په ورځ به فضلمحمد حقاني په تهران کې د افغانستان د سفارت مسوولیت پر غاړه واخلي.
هغه زیاته کړې چې له حقاني سره به د بهرنیو چارو وزارت تجربه لرونکو ډیپلوماتان ملتیا کوي.
د نوموړي په وینا، د نوو ډيپلوماتانو کار پیلېدو سره به هلته هېوادوالو ته شفاف خدمات پیل شي.
بلخوا په تهران کې د افغان سفارت یو ډیپلومات حامد رهګذر امریکا غږ ته ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې پر اساس د افغانستان د پخواني حکومت سفیر نن په تهران کې د سفارت دروازه وتړله او کیلي یې ایراني چارواکو ته وسپارله.
هغه زیاته کړې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ د افغانستان د پخواني حکومت سفیر عبدالقیوم سلیماني احضار کړ او هغه ته یې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
رهګذر ویلي، ایراني چارواکو سلیماني ته ویلي چې تهران غواړي د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.
هغه زیاته کړه: «پر همدې اساس د افغانستان سفارت، د ډیپلوماتانو ډلې او عبدالقیوم سلیماني پرېکړه وکړه چې سفارت به د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارو او کوربه هېواد به یې په اړه پریکړه وکړي.”
د افغانستان د پخواني حکومت دغه ډیپلومات وایي، سفارت نن مازدیګر څلور بجې وتړل شو او ټول وسایل او وسایط یې د ایران حکومت ته وسپارل شول او ټاکل شوې چې د سفارت کیلي د ایراني چارواکو
له خوا د اسلامي امارت استازي فضلاحمد حقاني ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره اونۍ ویلي وو: «د یو ډیپلومات د ماموریت پای ته رسېدل او د سفارت سرپرستي بل ډیپلومات ته سپارل د سفارت حقوقي وضعیت د بدلون په معنا نه ده.»
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا د افغانستان کورنۍ معامله ده او دوی پکې دخیل نه دي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی ته د سفارت اسناد او یا وسایل نه دي سپارل شوي.
تر اوسه هيڅ هېواد د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی خو دا مهال د افغانستان ډېر سفارتونه د تېر حکومت ډيپلوماتانو له خوا اداره کېږي خو بیا هم په وروستیو څو میاشتو کې چین، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د سرپرست حکومت د ادارې ډیپلوماتان منلي دي.
[/restrict]
Views: 168
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن