ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: هېوادونه دې له افغانستان سره د تفاهم او همکارۍ لار غوره کړي څو له انزوا ووځي

شنونکي: هېوادونه دې له افغانستان سره د تفاهم او همکارۍ لار غوره کړي څو له انزوا ووځي

author avatar
27 Feb 2023 - 17:58
شنونکي: هېوادونه دې له افغانستان سره د تفاهم او همکارۍ لار غوره کړي څو له انزوا ووځي
author avatar
27 Feb 2023 - 17:58

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): ځیني شنونکي وايي، اسلامي امارت ته د سفارتونو سپارل د رسمیت پېژندنې «یوه بڼه» ده، نور هېوادونه دې هم د تفاهم او همکارۍ لار وټاکي او په دې سره به افغانستان له انزوا ووځي.

د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې له کابله اووه ډيپلوماټان تهران ته ولاړل څو په دغه هېواد کې له نوي شارژدافیر فضل احمد حقاني سره یو ځای د افغانستان د سفارت چارې سمبال کړي.

یاد وزارت وايي، اسلامي امارت تر اوسه پاکستان، ترکمنستان، چین، قطر، ترکیې او روسیې ته خپل استازي استولې دي. دغه راز د افغانستان سرپرست حکومت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته سهیل شاهین ټاکلی و، خو دغه سازمان تر اوسه نه دی منلی.

د سیاسي چارو شنوونکي نجیب الله جامع په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې اسلامي امارت ته د ځینو سفارتونو سپارل د رسمیت پېژندنې یوه بڼه ده او ښيي چې اوسنی حکومت د سیمې له ځينو هېوادونو سره هوکړې ته رسېدلی دی.

دی وايي: «واکمن حکومت باید د حکومتولۍ له تګلارې بیا د دولت تر اډانې پراخ تغییرات راولي او تل مو په یوه ملي، پر عدم تشدد ولاړ او بین الافغانی حل ټینګار کړی. په تهران او بل هر ځای کې سفارتونه باید پر کابل د واکمن حکومت له لورې اداره شي.»

هغه زیاته کړه، افغانستان کې د تېرې نیمې پېړۍ «سیاسي انارشي او کاواکه نظامونه» د دې سبب شوي چې د افغانستان ډیپلوماټیک کور «د مشخصو، متعصبو او د افغانانو له وحدت او هویت څخه منکرو ډلو» په اختیار کې پاتې شي.

د جامع په وینا، د افغانستان له ټولو سفارتونو باید ګوندي عناصر لرې شي او پر ځای یې ملتپال افغانان مسوولیت واخلي، خو حکومت دې هم افغانانو ته د اساسي حقونو ورکړې، اساسي قانون جوړولو او ټاکنو برخو کې اقدمات وکړي.

د افغانستان پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وايي، کومو هېوادونو چې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي منلي، د ۱۹۶۱ کال د ډيپلوماټیکو او سیاسي اړیکو نړۍوال کنوانسیون خلاف دي.

ده وویل، که دغه کار ته په عامه کچه وکتل شي نو دا نااعلان شوې رسمیت پېژندنه ده.

هغه زیاتوي: «دا تقریباً یوه لاسته راوړنه ده، په اوسني وخت کې افغانستان له انزوا خلاصېږي، له نړۍ سره یې اړیکې جوړیږي او نوره نړۍ به هم وهڅول شي چې داسې کړنې وکړي.»

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نړۍوالو تحولاتو ته په لیدو، سیمه له جدي ننګونو سره مخ ده، خو د حل یوازېنۍ لار منطقوي همکاري او تفاهم دی.

دی وايي: «د ایران له خوا د افغان سفارت د فعالیت زمینه سازي د وضعیت د درک په معنا او د ستایلو وړ اقدام دی.»

مشعل هیله ښودلې چې د سیمې نور هېوادونه هم له افغانستان سره د تفاهم او همکارۍ لار انتخاب کړي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو شاوخوا یونیم کال تېرېږي، خو تر اوسه کوم هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ملګرو ملتونو ادارې او د ځینو هېوادونو سفارتونه کابل کې فعالیت لري.

Visits: 166

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.