شنونکي: افغانستان کې امنیت ټینګ شوی خو ا.ا یې باید د پایښت لپاره ځیني ګامونه پورته کړي
ځينې شنونکي وایي، افغانستان کې له تحول وروسته امنیت ټينګ شوی خو ا.ا باید د امنیت د پایښت لپاره په خپلو ځینو سیاستونو کې بدلون راولي، نرم دریځ غوره کړي، له ملت سره تعامل وکړي او تخصصي حکومت رامنځته کړي.
















