ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: له افغانستان سره بشري مرستو اقتصادي ستونزې تر یوه بریده کابو کړې دي

شنونکي: له افغانستان سره بشري مرستو اقتصادي ستونزې تر یوه بریده کابو کړې دي

author avatar
29 Dec 2021 - 13:42
شنونکي: له افغانستان سره بشري مرستو اقتصادي ستونزې تر یوه بریده کابو کړې دي
author avatar
29 Dec 2021 - 13:42

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د اقتصادي چارو پوهان، په اوسني وضعیت کې له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستې ګټورې ګڼي او اړینه بولي چې نړیوالې ټولنه له جګړوځپلي افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې هم مرستې وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو، وروسته له هغه چې د افغانستان پخوانی حکومت د تېرې زمري میاشتې په پای کې ړنګ شو او ځای یې نوي سرپرست حکومت ونیو، د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه او پر دغه هېواد ځینې نور محدودیتونه هم ولګول شول.  له دې سره افغانان له اقتصادي ناورین سره مخ شول، خو له څه مودې راهیسې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو موسسو له خوا له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ پیل شوې ده. د دغو مرستو د وېش لړۍ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې روانه ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ذکریا حيدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نوي حکومت په راتلو سره، یو شمېر پانګوالو خپلې پانګې له هېواده بهر کړې، بانکونه، چې د يو هېواد د اقتصاد د ملا د تیر حيثیت لري، د نغدو پيسو د کمښت له ستونزې سره مخ شول.

د ده په وينا، کله چې بانکونه له اقتصادي ستونزو او د نغدو پیسو له کمښت سره مخ شي، د هېواد اقتصادي وضعيت له ستونزو سره مخ کيږي.

دی وايي: «د نوي سرپرست حکومت په راتلو او ناڅاپه د اقتصادي وضعیت بدلون د خلکو د فقر کچه له شاوخوا پنځوس سلنې څخه تر نوي سلنې لوړه کړه؛ شمېرې ښيي چې دا مهال نږدې نوي سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او داسې وضعيت کې د نړيوالو د لومړنيو توکو بشري مرستې ډېرې ګټورې دي.»

حيدري وايي چې د هېواد اوسني وضعيت ته په پام، که له افغانستان سره په بشري برخه کې د نړيوالو مرستې نه وای، نو افغانان له لوی اقتصادي ناورين سره مخ کېدل.

دی زياتوي، د اقتصادي ناورين په رامنځته کېدو سره قوانین تر پښو لاندې کيږي، عامه نظم ګډوډېږي، د خلکو ژوند ګواښل کېږي او امنیتي وضعیت هم ورسره خرابیږي.

هغه وايي، د افغانستان حکومت دې له نړۍ سره د ښه تعامل لرلو هڅې وکړي او نړیواله ټولنه دې له دغه هېواد سره د بشري مرستو تر څنګ، د بنسټيزو پروژو په پلي کولو کې هم مرستې وکړي، تر څو دغه جګړوځپلی هېواد له اقتصادي ستونزو ووځي او د ځان بسياينې پر لور ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسنیو افغان چاروکو، په وار، وار ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو لرلو ته چمتو دي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاده پرتمينه وردګ، له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستې د هېواد د اقتصادي خوځښت لپاره مهمې او ګټورې بولي.

هغه وایي:«د اقتصادي چرخش او فقر د کموالي لپاره هر ډول مرستې، که هغه هر چا ته ورسېږي، موثرې او ګټورې وي؛ ځکه که يو کس ته څه ورکړل شي بل کس ته هم څه رسېږي او اقتصادي خوځښت رامنځته کېږي.»

پرتمینه وایي، روان وضعيت ته په پام که چېرې د نړیوالې ټولنې يادې بشري مرستې نه وای شوې نو له اقتصادي پلوه به د افغانانو وضعیت نور هم خراب شوی و.

د پوهنتون دغه استاده، هېواد ته د بهرنيو موسسو بشري مرستې د افغانانو د اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره يو غنیمت ګڼي، خو زياتوي: «هر کار چې د پلان مطابق او په پوره تدبير تر سره شي، موثريت يې څو چنده کيږي؛ داسې ګنګوسې شته چې د مرستو په وېش کې درغلۍ کیږي؛ زما غوښتنه له طالبانو دا ده چې عمري عدالت په پام کې ونيسي او حق په واقعي ډول حقدار او اړمنو کسانو ته ورسوي.»

د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند بلال کريمي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته ویلي چې حکومت د مرستو د وېش لړۍ ډېر په رڼه او منظم ډول مخته وړي او مرستې تر ټولو ډېرو مستحقو کسانو ته وېشل کیږي.

هغه وایي، د ځينو کسانو داسې ادعاوې چې د مرستو د وېش لړۍ شفافه نه ده، نه تاییدوي، خو زیاتوي چې که احياناً په کوم ځای کې شفافيت نه وي رامنځته شوی؛ خلک له قانوني لارو قانوني منابعو ته مراجعه کولای شي چې له هغې لارې خپل حق وغواړي.

پرتمینه، د افغانستان د تېر حکومت پر اقتصادي تګلارو نيوکه کوي او وایي، شونې وه چې په تېرو شلو کلونو کې په بنسټيز ډول د افغانستان اقتصادي وضعيت پياوړی شي، خو د اقتصادي ثبات لپاره بنسټيزې چارې څومره چې اړينې او ممکنې وي؛ تر سره نه شوې.

هغه د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې خلکو ته د کار لارې چارې برابرې کړي، په ادارو کې مسلکي کسان وګوماري او د بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره د نړيوالو مرستو د راجلبولو هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د مالیې وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له استازي سره په ناسته کې د دغه سازمان له مرستو د مننې تر څنګ، له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه، ویې ویل چې که افغانستان کې ستونزې ډېرې شي، نو دا به نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ په زیان وي.

Visits: 98

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.