ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول ناسم سیاسی چلند دی

شنونکي: د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول ناسم سیاسی چلند دی

author avatar
26 Sep 2021 - 15:40
شنونکي: د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول ناسم سیاسی چلند دی
author avatar
26 Sep 2021 - 15:40

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۰): شنونکي د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول ناسم سیاسي چلند بولي، وایي امریکا باید دغه بندیز لرې کړي او د افغانستان نوی حکومت هم سر له اوسه د احتمالي اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

وروسته تر هغه چې طالبانو د وږي په ۲۴ مه کابل ونیو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان څه باندې نهه میلیارده امریکایي ډالره شتمني کنګل کړه.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې پر بانکي فعالیتونو محدودیتونه وضع شوي، بانکونه خلکو ته په اوونۍ کې تر شل زره زیاتې افغانۍ او شرکتونو ته هم په میاشت کې په څلورو پړاوونو کې تر ۲۵ زره زیات ډالر نه ورکوي.

دغه وضعیت خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي. وړمه ورځ خلکو کابل کې لاریون وکړ او د امریکا له متحده ایالتونو یې وغوښتل چې د افغانستان پر شتمنۍ لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

امریکا د افغانستان د پانګې د کنګل کېدو واک لري؟

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو استاد چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري آژانس ته وویل، د پیسو نړیوال صندوق «IMF» هغه اداره ده چې د نړۍ د ټولو مرکزي بانکونو چارې سمبالوي او د هر هېواد مرکزي بانک اړتیا لري چې د دغه صندوق غړیتوب ولري، تر څو په بدو حالاتو کې ترې پور واخلي او له نورو هېوادونو سره سوداګریزې معاملې وکړي.

هغه وایی چې د پیسو نړیوال صندوق کې تر ټولو لویه ونډه د امریکا متحده ایالتونو ده؛ نو ځکه کولای شي د یاد صندوق د غړو هېوادونو شتمنۍ کنګل کړي.

دی وایي چې امریکا د یاد صندوق له ځینو نورو غړو هېوادونو سره په سلا دا پرېکړه کړې چې د افغانستان شتمني دې تر هغه ګنګل پاتې شي، چې په دغه هېواد کې نوی سرپرست حکومت په رسمیت و پېژندل شي.

د اقتصادي چار بل پوه او د پوهنتون استاد معروف مسلمیار هم وايي چې امریکا د دې صلاحیت لري چې د افغانستان پانګه کنګل کړي.

د ده په وینا، یادې پیسې د افغانستان تېر حکومت چې د امریکا له خوا په رسمیت پېژندل شوی و د امانت په توګه د امریکا په بانکونو کې ایښې وې او د افغانستان نوی سرپرست حکومت تر اوسه د امریکا او نړیوالۍ ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ نو ځکه امریکا له حقوقي پلوه استدلال کولای شي چې دغه پیسې د هغه حکومت په واک کې ورکوي چې د دوی او نړیوالۍ ټولنې له خوا په رسمیت و پېژندل شي.

ولې امریکا د افغانستان پانګه کنګل کړې ده؟

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یاد شوی استاد د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول ناسم سیاسی چلند بولي وایي، امریکا د افغانستان د شتمنۍ په ګنګلولو سره غواړي د افغانستان پر نوي حکومت اقتصادي فشار راوړي، تر څو د نوي حکومت د پېر قدرت کم کړي او د افغانستان د بانکدارۍ سیستم هم په داسې کچه فعالیت ونه لري، چې نوی حکومت یې له لارې له نورو هېوادونو سره سوداګري ولري.

د هغه په اند، که چېرته نوی حکومت کنګل شوې پانګې ته لاسرسی پیدا کړي، نو د ښې حکومتولۍ لپاره به د اړتیا وړ توکي له نورې نړې وپېري، خو امریکا دا مهال نه غواړي چې د افغانستان نوی حکومت دې دا ډول وړتیاوې ولري.

معروف مسلمیار هم ورته څرګندونې کوي، وایي چې د امریکا د مالیې وزارت یوه پخواني سلاکار ویلي چې د افغانستان پخواني حکومت له امریکا سره ستراتېژېکې اړیکې درلودې، چې نوی سرپرست حکومت یې نه لري او د افغانستان د پیسو ګنګلول نوی حکومت له ګڼو ستونزو سره مخ کولای شی او امریکا هم غواړي له دې لارې په نوي سرپرست حکومت یو ډول فشار راوړي.

د ده په وینا، امریکا ځکه د افغانستان په اړه داسې پرېکړه کړې چې سرپرست حکومت د خلکو اقتصادي ستونزې حل نه شي کړی او په دې توګه یې مشروعیت په یو ډول تر پوښتنې لاندې راشي.

د راپورنو له مخې، د امريکا دریځ دا دی چې د افغانستان کنګل شوې پیسې به هغه وخت ازادوي چې طالبان ټولګډونه حکومت جوړ کړي او بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبانو د کابینې ډېر سرپرست غړي اعلان کړي، وایي چې دغه کابینه تر ډېره ټولګډونه او بدلون منونکې ده. هغوی وایي هڅې کوي چې کابینه کې نور مثبت بدلونونه هم راشي؛ خو خلک نیوکې ورباندې کوي، وایي چې دغه کابینه ټولګډونه نه ده او ښځې په کې ونډه نه لري.

طالبانو ویلي چې د ښځو او په ټوله کې بشري حقونو ته ژمن دي، له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، خو نړیوال دې پر هغوی د فشار راوستو لار نه غوره کوي او که هر هېواد دا کار وکړي نو یوازې به پاتې شي.

«د سیاسي دلایلو له مخې د پانګې کنګل کول غیرمنصفانه دي»

مسلمیار وایي د پیسو نړیوال صندوق په داسې حال کې د افغانستان د پیسو د ګنګل کېدو لامل افغانستان کې نامعلوم سیاسي وضعیت بللی، چې د یو هېواد د پیسو د کنګل کېدو په اړه سیاسي ملحوظات په پام کې نیول غیرمنصفانه دي؛ ځکه چې له داسې کړنو سره خلک له اقتصادي کړکېچ سره مخ کیږي.

دی زیاتوي چې مرستندویه بنسټونه او هېوادونه باید په خپلو مرستو کې سیاسي مسایل په پام کې ونه نیسي.

د ده په اند، ځینې کسان وایي چې د افغانستان شتمني دې د اوس لپاره همداسې کنګل پاتې شي، خو دا د تېر حکومت هغه لوړپوړي چارواکي دي چې دا مهال له هېواد څخه بهر دي او غواړي پر نوي سرپرست حکومت له دې لارې یو ډول فشار راوړل شي.

مسلمیار وایي چې امریکا باید د افغانستان پر پانګه لګولي بندیزونه لرې کړي او د افغانستان له اقتصادي وضعیت سره دې سیاسي چلند نه کوي؛ ځکه چې سیاسي اختلافات د بشري ټولنې برخه دي او هر هېواد یې یو له بل سره لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مالیې وزارت وړمه ورځ دوه جوازونه صادر کړل چې له مخې یې د امريکا حکومت، نادولتي موسسې او د ملګرو ملتونو په څېر ځینې نړیوال ټولنې کولای شي له طالبانو سره مالي راکړه ورکړه ولري او افغانستان ته د خوړو، درملو او طبي توکو د صادراتو معاملو ته لار هواروي.

د پانګې کنګل پاتې کېدل ستونزې راولاړوي  

معروف مسلمیار وایي، که امریکا د افغانستان پر ګنګل شوې شتمنۍ وضع شوی محدودیت لرې نه کړي نو کېدای شي افغانستان ته له بهر نه واردات په ټپه ودریږي، د توکو بیې ډېرې لوړې شي، د افغانۍ بیه ډېره راولویږي او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد هم ورته څرګندونې کوي او پر یاده پانګه د لګیدلي بندیز لرې کول د افغانانو لپاره ډېر اړین بولي.

 سرپرست حکومت باید اړین ګامونه پورته کړي

د کاردان پوهنتون استاد وایي، مخکني حکومت د افغانستان له یادو ګنګل شوو پیسو کار نه اخیست؛ ځکه چې د نړیوال بانک، پراختیایي بانک او اسلامي بانک ځینې پروژې په افغانستان کې پلې کېدې، په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې د افغانستان اړتیا پوره کوله او که چېرته به اړتیا وه نو د افغانستان بانک به ډالر لیلام کول.

هغه زیاته کړه:«اوس چې هغه پروژې هم نشته او د افغانستان بانک د لیلام اعلان هم نه کوي، نو د ډالرو کمښت راغلی او دغه کمښت نوی حکومت له دې لارې پوره کولای شي چې خپل صادرات زیات کړي، صادرات په ډالرو وکړي، یا هم یو کان کوم هېواد ته په قرارداد ورکړي، هغه ډالر سرای شهزاده ته انتقال کړي او یا هم له نورو هېوادونو پور واخلي … دغه لارې ورسره شته چې کار ترې واخلی.»

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد، یوه اوونۍ مخکې ویلي د افغانستان ځينې پيسې د نړيوالو او نورو بهرنيو کړيو له خوا کنګل شوي، د بودیجې د نه بشپړېدو لامل شوي.

خو زیاته یې کړه: «موږ د هېواد له سر تر سره عوايد نه دي راټول کړي او د ټولېدو په حال کې دي، یعنې افغانستان دومره هم فقیر نه دی چې هیڅ نه لري، موږ عوايد لرو، ګمرکات لرو او د عوايدو له لارې کولای شو خپله بودیجه کې پيسې ولرو او خپل د حکومتدارۍ لګښت او داسې نور عاجل لګښتونه ترې پوره کړو.»

ده دا هم ویلي چې د سوداګرۍ وزارت او نورو وزارتونو لپاره سرپرستان ټاکل شوي، هغوی به خپل کار کوي او له دې سره کېدای شي پانګونه وده وکړي، سوداګري روانه شي او کومې مالي ستونزې چې تصور يې کيږي؛ ډېر ژر حل شي.

Visits: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.