ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني شنونکي: حکومت دې بېړني اصلاحات راولي

ځیني شنونکي: حکومت دې بېړني اصلاحات راولي

author avatar
21 Nov 2022 - 14:24
ځیني شنونکي: حکومت دې بېړني اصلاحات راولي
author avatar
21 Nov 2022 - 14:24

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د چارو ځیني شنونکي، په افغانستان کې پر بنیادي اصلاحاتو غور اړین بولي او وایي، نوی اساسي قانون او بیا یې له مخې حکومت جوړ شي او د ټاکنو پر لور دې ګام واخیستل شي.

د افغانستان سرپرست حکومت د شنونکو پر دغو څرګندونو تبصره نه ده کړې، خو بېلابېلو چارواکو له دې وړاندې په وار ـ وار له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، وایي چې اوسنی سرپرست حکومت ټولګډونه دی خو د لا ټولګډونوالي لپاره یې هڅې کوي او د اصلاحاتو رامنځته کېدو او نوي اساسي قانون جوړولو لپاره هم اقدمات کوي.

د نوي نظام رامنځته کېدو لپاره بحث ته اړتیا ده

د اسلامي حراست ګوند مشر استاد محمد اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسنی وضیعت دا اېجابوي چې ځیني اصلاحات باید رامنځته شي.

دی وايي: «اسلامي امارت دې ټولو هغه کسانو ته په نظام کې ونډه ورکړي چې په تېرو شلونو کې دوی سره په مقابله کې نه وو، تر څو دغه خلک فکر وکړي چې له نظامه محروم نه دي.»

هغه زیاته کړه، د داسې اسلامي ولسواک نظام غوښتونکی دی چې ټول افغانان په کې ونډه ولري، نظر او وړاندیز وړاندې کړي او شرعي غوښتنو ته یې ځواب هم وویل شي.

د محمد اکبري په وینا، افغانستان د نوي اساسي قانون جوړېدو ته جدي اړتیا لري او په اوس وخت کې د نوي حکومت رامنځته کېدو لپاره هم بحث او استدلال ته اړتیا ده.

چارواکي دې د نوي حکومت د جوړښت برنامه اعلان کړي. 

د پوهنتون استاد او سیاستوال ډاکټر فضل‌الهادي وزین هم پژواک ته وویل چې افغانستان بېړنیو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

دی وايي: «د اساسي قانون تسوید او تصویب، د اساسي قانون له مخې د حکومت جوړښت او د نورو قوانینو اعلانول او د نوي حکومت د برنامې اعلان باید لومړیتوب ولري.»

هغه زیاته کړه چې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو پرانیستل او د ټولنې لپاره اقتصادي اصلاحات باید د نویو اصلاحاتو په سر کې وي.

له ملي یووالي څخه پر ملاتړ دې ټاکنې وشي

د سیاسي چارو شنونکي قاضي نجیب‌الله جامع پژواک ته وویل، د دې وخت راغلی چې پر مهمو، بنیادي او معنالرونکو اصلاحاتو جدي او اساسي غور وشي.

دی وايي: «پیل یې باید د نجونو د ښوونځیو له ژر تر ژره خلاصون، د اساسی قانون له اعلان، د لویی جرګې له راغوښتلو، په کابینه کې له تغییراتو، له ملي یووالي څخه پر ملاتړ او د انتخاباتو لور ته پر تګ ولاړ وي.»

پژواک په دغه راپور کې ټول شامل موضوعات د حکومت له ویاند مرستیال بلال کریمي سره شریک کړل، خو تر اوسه (له غرمې وروسته دوو بجو) یې ځواب نه دی ورکړی.

خو د اسلامي امارت بېلابېلو چارواکو له دې وړاندې په وار ـ وار له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. دوی وایي، اوسنی سرپرست حکومت ټولګډونه دی خو د لا ټولګډونوالي لپاره یې هڅې کوي او د اصلاحاتو رامنځته کېدو او نوي اساسي قانون جوړولو لپاره هم اقدمات کوي.

Visits: 362

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.