ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: جګړه پای ته ورسېده نور باید افغانان د خپل هېواد ابادولو ته مټې بډ وهي

شنونکي: جګړه پای ته ورسېده نور باید افغانان د خپل هېواد ابادولو ته مټې بډ وهي

author avatar
23 Dec 2021 - 16:28
شنونکي: جګړه پای ته ورسېده نور باید افغانان د خپل هېواد ابادولو ته مټې بډ وهي
author avatar
23 Dec 2021 - 16:28

فراه (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د پژواک له خوا د جوړ شوي او د فراه «دنیای نو» راډیو له خوا د خپاره شوي ګردي مېز ګډونوالو د افغانستان پر اوسني امنیتي وضعیت خوښی وښوده، ویې ویل چې نور باید افغانان په ګډه د خپل هېواد ابادۍ ته مټې رابډ وهي.

دغه ۳۵ دقیقه یي ګردی مېز – چې پژواک خبري اژانس د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او ډنمارک سفارت په مالي مرسته جوړ کړی و- د «سولې ته رسېدل او د سیمه ییزو شخړو حل» تر عنوان لاندې لومړی تېره ورځ دوه بجې او بیا نن لس بجې د فراه د «دنیای نو» راډیو پر څپو خپور شو.

دیني عالم او قومي مشر تازه ګل خان، مدني فعال انجنیر ضیاالدین نورزي او قومي مشر حاجي امیرجان اغا د دغه ګردي مېز مېلمانه وو.

حاجي تازه ګل خان، افغانستان کې د جګړې پای ته په اشارې وویل چې اوسنی وضعیت د افغانانو په خیر دی او اړینه ده چې مثبته ګټه ورڅخه واخیستل شي.

دی وایي چې پخوا به خلک په جنازو او فاتحو پسې نه رسېدل، خو اوس جنګ درېدلی او د جګړو له امله وژنې نشته او دا هغه څه دي چې افغانانو یې غوښتنه کوله.

ده دا هم اړینه وبلله چې د قومي مشرانو، اندونو او وړاندیزونو ته غوږ ونیول شي، ټول افغانان یو او بل وزغمي، تر څو هیڅ افغان ونه وایي چې ګواکې په هېواد کې ژوند سخت دی.

هغه په خوښۍ سره وویل چې فراه کې قومي او سمتي تضادونه نشته او زیاته یې کړه: «موږ له خپل نظام سره کار کوو، تر څو سوله پیاوړې شي او د جنګ ریښې وچې شي.»

د بحث بل ګډون وال انجنیر ضالدین نورزي وویل:«موږ راتلونکې ته هیله من یو، مخکې د افغانستان وضعیت جګړه ییز و، په کلتوري لحاظ موږ سخت خسارات ولیدل، یو تعداد رسنیو او بنسټونو د پردیو لپاره کار کاوه، خو اوس له نیکه‌مرغه د هغوی زهرجن تبلیغات درېدلي دي، که چېرې حالت همداسې دوام وکړي، موږ ډېر پرمختګ کولای شو.»

دی وایي، ډېرو هېوادونو وروسته له هغه چې له جګړو وتلي، ښه پرمختګ یې کړی او تمه ده چې افغانستان هم ښه پرمختګ وکړي.

هغه وړاندیز کوي چې په ټولنه کې کې د ناسمو عادتونو مخه ونیول شي او د تعلیمي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره کار وشي، تر څو هېواد پرمختګ او خلک په سوله، امن او سوکالۍ کې ژوند وکړي.

د مېز بل ګډونوال حاجي امیر جان اغا وویل:« نور د دې ځای نشته چې افغانان تاوتریخوالي ته لمن ووهي، سوله راغلې ده، باید یو له بل سره ګډ کار وکړو.»

د ده په اند، حکومتي چارواکي باید د مشرانو له نظرونو او تجربو استفاده وکړي او حکومت دې ځوانو کادرونو ته مسوولیتونه وسپاري، تر څو چارې ښې تنظیم شي او ټولو افغانانو ته د سوکاله ژوند چاپیریال برابر شي.

ده د عمومي عفوې اعلان ته اشاره وکړه او پر ټولو هغو افغانانو یې افغانستان ته د راتګ غږ وکړ چې بهر ته تللي.

هغه وویل چې په تېرو څلورو لسیزو کې افغان ولس ډېر تاوانونه لیدلي او قربانۍ یې ورکړي، خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې یو بل په غیږ کې ونیسي او د وروڼو په څېر په ګډه د خپل هېواد ابادۍ ته مټې رابډ وهي.

Visits: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.