ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د ایران غونډه کې ښایي د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره وړاندیزونه وشي

شنونکي: د ایران غونډه کې ښایي د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره وړاندیزونه وشي

author avatar
26 Oct 2021 - 16:36
شنونکي: د ایران غونډه کې ښایي د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره وړاندیزونه وشي
author avatar
26 Oct 2021 - 16:36

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): شنونکي وایي، کېدای شي د ایران په غونډه کې د سیمې هېوادونه د افغانستان د نوي حکومت رسمیت پېژندنې ته ځیني وړاندیزونه ولري او له یاد حکومته وغواړي چې د شیعه ګانو امنیت خوندي او له داعش سره مبارزه جدي کړي.

د ځینو په اند کېدای شي په یاده غونډه کې د سیمې هېوادونه له امریکا وغواړي چې د افغانستان پانګه له کنګله وباسي.

ټاکل شوې چې سبا د تهران په کوربه توب د افغانستان د شپږو ګاونډيانو (چین، روسیې، پاکستان، ازبکستان، او ترکمنستان) د بهرنیو چارو وزیرانو حضوري غونډه وشي.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې په دې غونډه کې به افغانستان کې د سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لپاره د یوه ټولګډون حکومت پر جوړولو، د داعش ډلې ګواښ او د دې ډلې لپاره د سیمې هېوادونو له لوري پر یو ګډ لیدلوري بحث کېږي.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دې غونډې ته د افغانستان کوم استازی نه دی بلل شوی.

پژواک خبري اژانس د دې غونډې په اړه له ځینو شنونکو سره خبرې کړې دي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سید فهیم سادات وایي چې په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته د سیمې هېوادونه پر څو برخو وېشل شوي؛ یو هغه هېوادونه دي چې یاد حکومت ته بدیل پیدا کوي؛ دوېیم هغه هېوادونه دي چې که بدیل پیدا نه شي نو دا حکومت به پر رسمیت پېژني.

دی وايي: “بل هغه ملکونه دي چې غواړي طالبان پر رسمیت وپېژني؛ لکه روسیه، دغه هېواد وايي چې اوس د طالبانو بدیل نشته؛ یعنې له دوی سره باید خبرې وشي او د یوه حکومت په توګه ومنل شي.”

هغه زیاته کړه، د سیمې د هېوادونو له ډلې ایران هغه هېواد دی چې که د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وهم پېژني، نو خپله اندېښنه لري.

د سادات په وینا، د افغانستان اهل تشیع له ایران سره ټینګه رابطه لري، په افغانستان کې د نوي حکومت له حاکم کېدو وروسته په هېواد کې داعش ډلې په کندهار او کندوز کې د اهل تشیع پر جوماتونو د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی؛ نو ځکه خو ایران په افغانستان کې د داعش فعالیتونو او د اهل تشیع امنیت اندېښمن کړی دی.

هغه زیاتوي: “د ایران په غونډه کې به پر دوو مهمو موخو تمرکز کېږي؛ لومړی دا چې له طالبانو سره څه باید وکړای شي، ایا پر رسمیت وپېژندل شي او که نه؛ که چېرته پر رسمیت پيژندل کېږي، کوم شرایط دي چې د منطقي هېوادونه به پرې امن کوي… که چېرته یې پر رسمیت نه پېژني نو بل څه عمل په کار دی؟”

د ده په خبره، په یاده غونډه کې به د ایران لپاره بله مسئله دا وي چې د افغانستان د حکومت د پر رسمیت پېژندلو لپاره به حکومت کې د شیعه ونډې او امنیت په اړه ځانګړي شرطونه ټاکي.

د سیاسي چارو پوه ودیر ساپی وايي، ایران غواړي په افغانستان کې سرپرست حکومت ته دا پیغام ورکړي چې دغه هېواد به اوږدمهاله مرستې ورسره ولري، خو په دې شرط چې نور له امریکا واټن ونیسي، د شیعه ګانو امنیت خوندیتوب او د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه جدي کړي.

ده وویل، کېدای شي د ایران په غونډه کې به د سیمې هېوادونه له امریکا د کنګل شوو پیسو خلاصولو په اړه هم غوښتنه وکړي.

ساپی ډاډمن نه دی چې د ایران په غونډه کې به د افغانستان شپږ ګاونډيان د افغانستان د نوي حکومت پر رسمیت پېژندلو متمرکز شي؛ ځکه د هغه په خبره، د نورو هېوادونو د پر رسمیت پېژندلو لپاره هيڅ هېواد شرطونه نه شي ټاکلی.

خو د ده په اند، کېدای شي چې دغه هېوادونه د اوس لپاره په افغانستان کې د بشري حقونو ټینګښت، ښه ګاونډیتوب، مرستو کولو او ملاتړ ډاډ ورکړي او د نجونو د ښوونځیو پیلېدو په اړه پیغامونه ولري.

یو بل شنونکي عبدالستار سعادت بیا وویل چې د ایران غونډه لکه د مسکو فارمټ په څېر د سیمه ییزې اجماع لپاره جوړېږي.

دی وايي: “دغه غونډه به د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره ځیني وړاندیزونه او غوښتنې ولري چې بنسټ پراخ کړي، حکومت کې نورو ته ونډه ورکړي؛ ایران غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، سفارت یې فعاله دی او دا غونډه به ډېره ګټوره وي.”

هغه زیاته کړه، د اهل تشیع ډلې خوندیتوب د افغانستان داخلي موضوع ده، ایران هم له پخوا خپلې اندېښنې په دې برخه کې شریکوي، خو د داعش پر وړاندې مبارزه یوازې د ایران لپاره نه، بلکې د چین او نورو هېوادونو لپاره هم مهمه ده.

سعادت زیاتوي، د دغو موضوعاتو لپاره څوک د اوسني حکومت پر اراده شک نه شي کولی، ځکه دوی هم توان لري او هم اراده.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني حکومت تر ړنګېدو او پر ځای یې د نوي سرپرست حکومت تر جوړېدو وروسته  دا دویمه نړیواله غونډه ده چې د افغانستان په اړه جوړیږي.

له دې وړاندې تېره اوونۍ د افغانستان په اړه په روسیه کې غونډه وشوه چې ګډونوالو یې له نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د بشري مرستو غوښتنې ترڅنګ په هېواد کې پر ټولګډون حکومت ټينګار وکړ.

Visits: 245

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.