ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یوه ښوونکې: څو مې توان وي د ټولنې ماشومانو زده‌کړو لپاره به هڅې کوم

دایکنډي کې یوه ښوونکې: څو مې توان وي د ټولنې ماشومانو زده‌کړو لپاره به هڅې کوم

author avatar
11 Mar 2023 - 13:45
دایکنډي کې یوه ښوونکې: څو مې توان وي د ټولنې ماشومانو زده‌کړو لپاره به هڅې کوم
author avatar
11 Mar 2023 - 13:45

نیلي (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د دایکنډي یوه ښوونکې چې د خپل ژوند ډېر وخت یې په تدریس کې تېر کړی، وايي چې لس کاله یې نیمه ورځ وړیا درس ورکړی او څو یې توان وي، د ټولنې ماشومانو د زده‌کړو لپاره به هلې ځلې کوي.

دغه مېرمن چې کبرا حیدري نومېږي او د دایکنډي د مرکز نیلي اوسېدونکې ده، اوس د «نسوان سنګموم» لېسې امره ده.

هغې پژواک ته وويل، له تدریس سره د لېوالتيا له امله يې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې په نسوان سنګموم ​​لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده پيل کړه او له ۱۳۹۲ کال راهيسې د دغې لېسې د امرې په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړې زیاته کړه، له کوچنیوالي يې له معلمۍ سره لېوالتیا د دې لامل شوه چې خپلې موخې ته ځان ورسوي.

هغې وویل: «زموږ په ښوونځي کې د ښوونکو شمېر کم و، د قرارداد له مخې به مې نيمه ورځ تدریس کاوه، خو د دې لپاره چې زده‌کوونکي له درس څخه پاتې نه شي نو نيمه ورځ نور به مې په وړيا توګه درس ورکاوه.»

د کبرا حیدري په وینا، له زده‌کړو د زده‌کوونکو محروميت او د خپلې لېوالتيا له امله يې شاوخوا لس کاله نيمه ورځ وړيا تدريس کړی دی.

نوموړې زیاته کړه، له هغه راهیسې چې د معلمۍ دنده یې غوره کړې، له ځان سره یې ژمنه کړې چې  د خپلو زده‌کوونکو په خدمت کې به یوه شېبه هم غفلت نه کوي.

هغې د خپلو خبرو په دوام کې زده‌کوونکو ته د تدریس او ښوونې په برخه کې پر خپلې ژمنتیا، هڅې او صداقت ټینګار وکړ او ویې ویل، د خپلو زده‌کوونکو د پرمختګ لپاره به تر خپلې وسې کوښښ کوي.

نوموړې زیاته کړه، هغه کسان چې د زده‌کړې لار غوره کوي د دنیا او اخرت پر ټولو مسایلو پوهېږي او په ژوند کې یې مثبت بدلون راځي.

هغې وویل، له ٧٠٠ ډېرې نجونې زده‌کوونکې يې تر مديريت لاندې روزل کېږي او په وینا یې چې که په دې برخه کې یوه شېبه هم غفلت وشي، نو لوی ايماني مسووليت لري.

یادې زیارکښې ښوونکې زياته کړه، ټولنې ته خدمت یې د خپل ژوند لومړی هدف ټاکلی و او خوښه ده چې په ډېرو سختو شرايطو کې يې د خپلو زده‌کوونکو لپاره صادقانه کار کړی دی.

هغه وايي، د پوهنې په برخه کې له کار کولو يې موخه د معاش ګټل نه دي، ځکه پر وینا یې چې د څو ادارو له خوا ورته د دندې وړانديز شوى، خو د معلمۍ دنده يې نه ده پرېیښې.

هغې وویل، په دغه دنده او خدمت کې ځان هوسا احساسوي او خپل مسوولیت به په سمه توګه ترسره کوي.

نوموړې همداراز وايي، د زده‌کوونکو د درسونو کيفيت او ظرفيت لوړولو لپاره یې له ټولو مهارتونو کار اخیستی او توانېدلې چې خپل زده‌کوونکي لوړې علمي کچې ته ورسوي.

هغه د خپل ۲۰ کلن کار په بهیر کې له جدي ستونزو سره هم مخ شوې، د ښوونځي ودانۍ نشتوالی، د څښاک پاکو اوبو نشتوالی او د درسي کتابونو کمښت هغه ننګونې وې چې نوموړې ورسره لاس او ګرېوان وه.

هغې زیاته کړه، اوسمهال پر نورو ستونزو سربېره د اتو ټولګیو زده‌کوونکي تر خېمو لاندې زده‌کړې کوي.

هغه د ښوونځي د چاپېریال زرغون ساتلو لپاره هم ارامه نه ده ناسته او په دغو ورځو کې له ولسي شوراګانو نیالګي راټولوي او د ښوونځي په انګړ کې یې ږدي، څو د هغې په خبره، د ښوونځي چاپېریال زرغون شي.

مېرمن حیدري د خپلو خبرو په اخیره کې له خلکو وغوښتل چې هیڅکله او په هیڅ ډول شرایطو کې زده‌کړې پرې نه ږدي.

هغې ټینګار وکړ چې خلک باید په دغه لار کې ډېره هڅه وکړي.

په ورته وخت کې، د نیلي ښار د پوهنې امریت مسوولین وایي چې مېرمن حیدري د هغوی یوه پخوانۍ کارکوونکې ده او خپلو خلکو ته یې ډېر خدمتونه کړي دي.

د نیلي ښار د پوهنې د څارنې مدیر علي رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونځي د څارنې په هغه پروګرامونه چې د یادې مېرمنې تر مدیریت لاندې ترسره شوي، ډېر ښه ارزول شوي دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د دغه ښوونځي ډېر شمېر زده‌کوونکي لوړو علمي سویو ته رسېدلي دي.

د رحیمي په خبره، دوی هم تل هڅه کړې چې د یاد ښوونځی نیمګړتیاوې رفع کړي.

بل پلو په دایکنډي کې مدني فعالان وایي، یادې ښوونکې د ټولنې ماشومانو روزلو برخه کې ښه او ګټور فعالتونه درلودلي دي.

د دایکنډي یو مدني فعال سیف‌الله اندیشمند وایي، ډېر خلک دغه مېرمن په ښوونځي کې د خپلو کړو خدمتونو له امله پېژني؛ ځکه هغې ډېر زده‌کوونکي د کمال درجې ته رسولي دي.

هغه زیاته کړه، د یادو خلکو خدمتونه ډېر اغېزناک دي، ځکه هغوی یوه ټولنه پوهې ته رسوي.

د دایکنډي یو بل مدني فعال رویان هم وایي، د داسې کسانو کارونه باید وستایل شي؛ ځکه هغوی د ټولنې بدلون لپاره ګام اخیستی دی.

هغه زیاته کړه: «که څه هم زه دا ښځه نه پېژنم خو لږ تر لږه مې له نورو اورېدلي چې هغې ټول وخت د زده‌کوونکو د ودې لپاره کار کړی، دغه کارونه ډېر ارزښتناک دي.»

په ورته وخت کې، په نیلي ښار کې یوې زده‌کوونکې مژګان پژواک ته وویل، درس ویل ډېر ارزښت لري؛ ځکه علم او زده‌کړې انسان پوهې او کمال ته رسوي.

هغې زیاته کړه، د هېواد وده او پرمختګ لوستي ځواک ته اړتیا لري او هغوی دي چې ټولنه ابادولای شي.

هغه له نورو زده‌کوونکو غواړي چې علم او زده‌کړه د ژوند یو لومړیتوب وټاکي.

بلخوا، د دایکنډي یو بل اوسېدونکی هدایت زده‌کړې له بدمرغیو د خلاصون یوازینی لار بولي. هغه وایي، هر هېواد چې د خپلو اولادونو پر زده‌کړو پانګونه وکړي بري او نېکمرغۍ ته رسېږي.

هغه له حکومته غواړي چې د ټولنې ټولو بچیانو ته د علم او زده‌کړو زمینه برابره کړي.

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.