[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وايي، ځانګړي ځواکونه د ولس د سر او مال ساتنې په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې له خلکو د هغوی خوښۍ واخلي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي محمدیعقوب مجاهد د لومړۍ دورې ځانګړو ځواکونو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ.
سرچینې زیاته کړې، د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ له لومړۍ دورې څخه ۴۸۵ سرتېري پرون له ۳ میاشتنیو عقیدوي، نظامي او مسلکي زدهکړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست ترڅنګ، د یاد وزارت ګڼ شمېر مسؤولینو او سرتېرو ګډون کړی وو.
مولوي محمدیعقوب مجاهد په یادو مراسمو کې فارغو سرتېرو ته په خطاب کې وویل، د ستړیاوو او تکلیفونو موخه مو په هېواد کې د شرعي نظام نافذول او د اسلامي نظام پر وړاندې له «بغاوتګرو» سره مقابله ده.
نوموړي زیاته کړه: «ولس ته وایم چې دغه ځانګړي ځواکونه ستاسو د سر، مال او عزت ساتنه کوي او موږ هېچاته اجازه نه ورکوو چې ستاسو خوشحالي درڅخه واخلي، ترڅو چې ژوندي یو د ولس ساتنه به کوو.»
هغه ټینګار وکړ چې امنيتي ځواکونه د خپل ولس د سر، مال او عزت ساتنې په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او چاته به اجازه ورنه کړي چې له خلکو د هغوی خوشحالۍ واخلي.
د دفاع وزیر ځانګړو ځواکونو ته وویل، اسلامي امارت نړۍ او ولس ته ستاسو پر مټ ژمنې ورکوي او تاسو باید دا ژمنې پلې کړئ، خو مولوي یعقوب دا ژمنې په ډاګه نه کړې.
په ورته وخت کې، د ځانګړو ځواکونو مرستیال قوماندان مولوي مختاراحمد عمري په یادو مراسمو کې ډاډ ورکړ چې د هېواد د ملي حاکمیت او د اسلامي نظام ساتنې په موخه به د يوه پیاوړي او قوي ځواک جوړولو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.
[/restrict]
Views: 267
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن