مولوي یعقوب ځانګړو ځواکونو ته: له نړۍ او ولس سره زموږ ژمنې ستاسو پر مټ پوره کېدای شي
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وايي، ځانګړي ځواکونه د ولس د سر او مال ساتنې په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې له خلکو د هغوی خوښۍ واخلي.



