ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«دایکنډي کې د خوارځواکۍ پېښې تېر کال د وړم کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي»

«دایکنډي کې د خوارځواکۍ پېښې تېر کال د وړم کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي»

author avatar
10 Apr 2023 - 16:57
«دایکنډي کې د خوارځواکۍ پېښې تېر کال د وړم کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي»
author avatar
10 Apr 2023 - 16:57

نیلي (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): د دایکنډي ولایت روغتیایي مسوولین وایي، تېر کال له ۳۶ زره ډېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه مسوولین بې‌وزلي او د مېندو ناسم خواړه د خوارځواکۍ عمده لاملونه یادوي.

د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست د خوارځواکۍ څانګې عمومي مدیر او مطبوعاتي مسوول زین‌الله تیموري پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا ۳۶ زره ۳۴۶ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي وو.

هغه زیاته کړه، په ۱۴۰۰ کال کې د دایکنډي په کچه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۱۶ زره ۹۵۱ ته رسېده.

نوموړي وویل، بې‌وزلي او وچکالي د دې لامل شوې چې په ۱۴۰۱ کال کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۳ سلنه ډېر شي.

هغه زیاته کړه، د خوارځواکۍ ناروغۍ مهم لامل بې‌وزلي او د خلکو ناخبري ده.

په ورته وخت کې، د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي پر خوارځواکۍ د ډېرو ماشومانو اخته کېدو ته اندېښمن دي.

د دایکنډي اوسېدونکې رقیې -چې کوچنۍ لور یې پر خوارځواکۍ اخته شوې- پژواک ته وویل: «دغه ناروغي ډېره ځورونکې ده، لور یې راته ډېره کمزورې کړې، وده نه کوي، په سیمه کې چې هره ناروغي پیدا شي نو تر ټولو لومړۍ دا پرې اخته کېږي.»

هغې زیاته کړه، له نږدې یوه کال راهیسې خپله لور پر درملو او د روغتون له خوا ورکړل شوو خوړو تغذیه کوي، خو تر اوسه ښه شوې نه ده.

دغه راز، د دایکنډي ځيني اوسېدونکي په لرو سیمو کې او آن د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره د روغتیایي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي او شته ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

هغوی له حکومته غواړي چې د دوی په ولسوالیو کې دې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنې زمینه برابره کړي؛ ځکه چې دوی د کمزوري اقتصاد له امله په لرو سیمو کې د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه لري.

د دایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ یو اوسېدونکی نعمت -چې زوی یې پر خوارځواکۍ اخته شوی او په ولایتي روغتون کې بستر دی- که څه هم په دغه روغتون کې له وړانډې کېدونکو خدمتونو خوښ دی، خو له حکومته غواړي څو د دوی په سیمه کې هم روغتیایي مرکزونه فعال کړي.

هغه زیاته کړه: «له حکومته موغوښتنه دا ده  څو موږ ته هم روغتیایي امکانات برابر کړي، یو کلینیک دې جوړ شي چې زموږ د اولادونو درملنه هملته وشي.»

خو د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست د تغذي برخې عمومي مدیر او مطبوعاتي مسوول زین‌الله تیموري وایي، اوسمهال روغتیایي ټيمونه او څو موسسې د ولایت په کچه په ۱۴۱ روغتیایي مرکزونو کې د خوارځواکۍ درملنې لپاره سلامشورو برخو کې کار کوي.

هغه د بشري مرستو ډېرېدل او په ماشومانو کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې برخه کې بودجه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کمېدو لپاره یوه اساسي لار بولي.

په دایکنډي کې د ماشومانو برخې متخصصین د خوارځواکۍ اصلي لامل بې‌وزلي، ناخبري، کډوالي او ناسم خواړه یادوي.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.