کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، هېواد یې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د مالیاتو په کمولو کې همکاري کوي.
د افغانستان د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد تېره ورځ په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال غلام رضا نجاري سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د مضاعفو مالیاتو نه اخیستلو، مالیاتي اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګمرکي بندرونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو د تړون لاسلیک په اړه خبرې وکړې.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، نجاري په دغه لېدنه کې ژمنه کړې چې هېواد یې د مالیاتو په کمولو او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو کې همکاري کوي.
د افغانستان د مالیې وزارت مرستیال ویلي، اسلامي امارت له ټولو هغو اسانتیاوو او حللارو چې دواړو لورو ته د هوساینې لامل کېږي، هرکلی او ملاتړ کوي.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن