کابل (پژواک، ۲۴ وري ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن جوړیږي.
د روسیې ټاس خبري اژانس پنځه ورځې مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خولې لیکلي، د دې غونډې ګډونوال به د سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو، په تېره بیا له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزات ویلي، په دې غونډه کې چې نن جوړیږي، د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو استازي هم ګډون کوي او د روسيې پلاوي مشري به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر غاړه وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن په دې غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شوى دى.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم تېره شپه ویلي وو چي د ټولو هغو نړۍوالو غونډو هرکلی کوي چې د افغانستان په ګټه وي.
هغه زیاته کړې وه، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې به هیڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.
Views: 182
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن