اټلانټا (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ایراني چارواکو غوښتي چې د هلمند اوبو ستونزې په اړه دې د افغانستان پر وړاندې له ګواښونو ډډه وکړي.
خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د هلمند په اوبو کې د ایران د حق په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي په ګډون، یو شمېر نورو مشرانو هم افغانستان ته یو لړ ګواښونه کړي دي.
د ایران ولسمشر تېره اونۍ ویلي وو چې افغانستان دې ورته د هلمند اوبو کې سم حق ورکړي، ګنې بیا د ګیلې حق نه لري.
ابراهیم رییسي د ایران وچکالۍځپلي سوېلختیځ سیمو ته د سفر پر مهال وویل: «زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي.»
خلیلزاد د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر د ناندریو په اړه د غویي په ۳مه، په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې ایران او افغانستان باید د هلمند د اوبو وېش په اړه د ۱۳۵۱ لمریزکال تړون ته مراجعه وکړي او رامنځته شوې ستونزې ته د همدغه تړون د عملي کېدو له لارې حللار ولټوي.
Iranian leaders are saber rattling, threatening #Afghanistan with a range of hostile actions, including perhaps war. Why? They argue that #Iran is not receiving water from Afghanistan that it should be getting under a 1973 treaty between the two countries.
[Thread]— Zalmay Khalilzad (@realZalmayMK) May 24, 2023
هغه زیاته کړې: «ایراني مشران افغانستان ته له پوځي ځواک څخه د کار اخیستلو د دښمنۍ د یو شمېر کړنو او ممکن د جګړې په ګډون ګواښونه کوي. ولې؟ هغوی دغه استدلال کوي چې ایران له افغانستان څخه هغه ټاکلې اندازه اوبه چې د دوو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۷۳ کال په تړون کې یې یادونه شوې او باید ترلاسه کړي نه ترلاسه کوي.»
افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي ویلي، د ۱۹۷۳ کال تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل لپاره درې وړاندیزونه لري.
خلیلزاد وایي، یو دا چې د دوهاړخیزو ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې ستونزې ته حللار ولټول شي؛ دویم دا چې له درېیمګړي اړخ څخه د ستونزې هوارولو لپاره کار واخیستل شي او که بیا هم ستونزه حل نه شي، نو باید مسله محکمې ته وړاندې شي.
هغه زیاته کړې: «د دغو اقداماتو له جملې تر اوسه له یوه هم کار نه دی اخیستل شوی. د ایران رژیم باید له ځواک څخه د کار اخیستلو ګواښونه پای ته ورسوي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په هېواد کې وچکالي ده او په بندونو کې اوبه کمې شوې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي: «له ایران څخه غواړو چې د اوبو حیاتي مسئله دې نه سیاسي کوي، ښه به دا وي چې په مطبوعاتو کې د غوغا جوړولو پرځای دا ډول مسائل دې د مخامخ خبرو او تفاهم له لارې حل کړو.»
د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغان صدراعظم محمدموسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیرعباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې، د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون مترمکعب اوبه ایران ته پرېښودل کېږي.
Views: 746
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن