ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصادي ستونزې او پر نجونو محدودیتونه؛ خوست کې خصوصي پوهنتونونه له سقوط سره مخ دي

اقتصادي ستونزې او پر نجونو محدودیتونه؛ خوست کې خصوصي پوهنتونونه له سقوط سره مخ دي

author avatar
28 May 2023 - 14:33
اقتصادي ستونزې او پر نجونو محدودیتونه؛ خوست کې خصوصي پوهنتونونه له سقوط سره مخ دي
author avatar
28 May 2023 - 14:33

خوست ښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): خوست کې د يو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولين وايي، د محصلينو د جذب کمېدو له امله يې پوهنتونونه د سقوط لور ته روان دي.

هغوی زیاتوي، د اقتصادي او ځينو نورو ستونزو له امله خصوصي پوهنتونونو ته د محصلينو جذب کم شوی دی.

که څه هم په دې اړه په خوست کې دقيقې شمېرې نشته، خو د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو محصلینو په شمېر کې تر ۴۰ سلنې کموالی راغلی دی.

یادې ټولنې د خلکو اقتصادي ستونزې او د سرپرست حکومت له خوا د نجونو محصلينو پر زده‌کړو بنديز د هېواد په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلينو د جذب کمېدو عمده لاملونه ياد کړي دي.

په خوست کې د احمدشاه ابدالي لوړو زده‌کړو خصوصي پوهنتون رييس ګل‌محمد جنت‌زی وايي، په دې وروستيو کې یي د محصلینو شمېر کم او ورسره  د زده‌کړو بهير هم څه ناڅه ټکنی شوی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، که حالات همداسې دوام وکړي، ښايي په نږدې راتلونکي کې به په ډېر شمېر خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي.

هغه وايي: «د اسلامي امارت په راتګ سره تقریباً د نجونو بخش اوس بېخي فلج شوی؛ محصلین مو ډېر مشکلات لري او موږ هم له اقتصادي مشکلاتو سره مخ یو. سربېره پر دې مستوفیت او شاروالي مالیه هم موږ پسې راځي.»

په دغه ولايت کې د پامیر په نوم د يو بل خصوصي پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال سیداحمد سعیدي بيا د خلکو د اقتصادي ستونزو یادولو ترڅنګ وايي چې یو شمېر ځوانان بهر ته د تګ هڅې کوي نو ځکه پوهنتون کې داخله نه کوي.

هغه پژواک ته وويل: «له پخوا سره یې چې موږ پرتله کوو، توپیر په کې راغلی؛ ځکه اکثریت محصلینو پخوا دندې لرلې او اوس وخت کې اکثریت خلک بې وظیفې شوي؛ ځینو محصلینو درسونه پرېیښي، بعضې محصلین خارج هېوادونو ته تللي او د محصلینو شمېر کم شوی دی.»

په ورته مهال، د خصوصي پوهنتونونو محصلین هم وايي، د ناوړه اقتصادي حالت له کبله له ډېرو محصلینو زده‌کړې په نيمايي کې پاتې شوې دي.

یوه محصل داوود پژواک ته وويل چې د دغه حالت ښه کېدو لپاره بايد لږ تر لږه حکومت د خصوصي پوهنتونونو مالیات کم کړي او دغه راز د پوهنتونونو مسوولين د محصلينو فيس کم کړي.

يو بل محصل ثناالله وايي: «اقتصادي ستونزو له کبله ډېری محصلینو خپل پوهنځي پرېيښي او کوم ځانګړی فیس چې د پوهنتون له طرفه ټاکل شوی، دوی یې نه شي پوره کولی، نو له دې وجهې له دوی پوهنتون پاتې شوی. اقتصادي ستونزې د محصلینو پر وړاندې لوی چالش دی چې په خصوصي سکټور کې د هغوی زده‌کړو ته ستونزې پېښوي، که د دغه مشکل د حل لپاره يوه عملي طرحه جوړه شي، ډېر به ښه کار وشي.»

د لوړو زده‌کړو وزارت په دې اړه د پژواک اړيکه ځواب نه کړه.

خو څو ورځې مخکې د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په هدف یوي جوړې شوې غونډې ته ویلي وو چې د خصوصي پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو لپاره د ۱۴۰۲ مالي کال څلور فیصده “ربع‌واره انتفاعي مالیه” معاف شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د خوست ترڅنګ د يو شمېر نورو ولايتونو د خصوصي پوهنتونونو مسوولينو هم ورته شکايتونه کړي وو او ويلي یې وو چې په دې وروستيو کې د محصلينو شمېر کم شوى دى.

Visits: 273

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.