ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو

author avatar
17 Jun 2023 - 16:31
تېره اونۍ افغانستان کې څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو
author avatar
17 Jun 2023 - 16:31

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): تېره اونۍ ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پر سرپرست حکومت تورونه پورې کړل او روسیې وویل چې دغه حکومت پراخ‌بنسټه نه ‌دی؛ خو د اسلامي امارت ویاند دا څرګندونې بې‌بنسټه وبللې.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • امنیت شورا په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پر سرپرست حکومت نیوکې کوي، خو مجاهد یې بې‌بنسټه بولي.
  • کابلوف: د افغانستان اوسنی حکومت پراخ‌بنسټه نه ‌دی؛ مجاهد: دا کورنۍ موضوع ده.
  • ریچارډ بېنېټ وایي، طالبان د جنسیت پر بنسټ د تبعیض تر ټولو افراطي بڼې پلې کوي، خو مجاهد دغه ډول څرګندونې پروپاګنډ بولي.
  • اروپایي ټولنه: افغانستان کې په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون لپاره ملي ډیالوګ ته اړتیا ده.
  • د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر: نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان وو.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په تخار کې يو محصل او په فارياب کې يو ځوان وژلي، په غور کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي، هلمند کې د ورته چاودنې له امله اوه کسان ټپيان شوي او ننګرهار کې يو کس چې شخصي دښمني یې درلوده، وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۳۰ کسان وژل شوي وو او تر ۳۵ ډېر ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د بهرنیانو نیوکې او غوښتنې او د اسلامي امارت غبرګون

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ډېر شوی، القاعدې بیا سر راپورته کړی او د داعش بریدونه هم زیات شوي، په کابل کې د سرپرست حکومت د مېشتو مشرانو ترمنځ د پالیسو بدلون په برخه کې هیڅ کومه نښه نه لیدل کېږي او په لنډه موده کې د بدلون لپاره کومه هیله هم نشته.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان سرپرست حکومت ۵۸ چارواکي د امنیت شورا د بندیزونو لېست کې دي او «طالبان» د ۹۰یمې لسیزې په څېر د پښتنو پر محوریت استبدادي پالیسو ته ستانه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، اسلامي امارت د دوحې تړون نه دی عملي کړی او د سرپرست حکومت د رهبرۍ ترمنځ څه اختلافات هم راڅرګند شوي دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه راپور په اړه وایي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعزیراتو دوام او دغه ډول راپورونه له تعصبه ډک او د خپلواکۍ او عدم مداخلې له اصولو سره په ټکر کې دي او باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.

هغه زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت په یاد راپور کې منعکس شوي بې‌اساسه تورونه چې د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات موجود دي، افغانستان د ترهګرو پر امن‌ځای بدل شوی، د مخدره توکو قاچاق د اسلامي امارت د چارواکو له خوا کېږي، د صلاحیتونو انحصار او په حکومت کې د ټولو قومونو نه‌شتون او نور …. بې‌بنیاده او د افغانستان له خپلواک ولس او نظام سره ښکاره دښمني او د تېرو شلو کالو بې‌اساسه تبلیغاتو بې‌ ګټې او مغرضانه تکرار بولي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، تر هغې چې د افغانستان اوسني چارواکي په رسمیت و نه پېژندل شي؛ سفیر یې هم نه‌شي کولی چې په روسیه کې د افغانستان په سفارت کې کار وکړي.

کابلوف زیاته کړې، د افغانستان اوسنی حکومت پراخ‌بنسټه نه‌دی.

خو د اسلامي امارت ویاند بیا د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي د څرګندونو په غبرګون کې د پراخ‌بنسټه حکومت موضوع د هېواد کورنۍ مسله بولي او بهرنیو وګړو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان امن دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان له سرپسرست حکومت سره تعامل، د افغانستان لپاره یوازینۍ حل‌لاره بولي او زياتوي: «یوازې پاکستان نه بلکې ټوله نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له مؤقت حکومت سره تعامل وکړي. ځکه دا زموږ د ټولو په ګټه ده چې افغانستان پر یوه امن او سوله‌ییز هېواد بدل شي او مؤقت حکومت هم باید د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.»

د ښځو پر حقونو ټينګار

تېره اونۍ افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له یوې ډلې افغان مېرمنو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونو خوندیتوب او ټولنیز ژوند کې یې د ګډون لپاره یوه ملي ډیالوګ ته اړتیا ده.

دغه‌راز، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ  ادعا کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت د «جنسیت پر بنسټ د تبعیض تر ټولو افراطي بڼې او عمومي سانسور پلی کوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند د دغه راپور په غبرګون کې ويلي: «دغه راپور سم نه‌دی، ځکه واقعیتونو ته په‌کې کتنه نه‌ده شوې، یوازې یې پروپاګند ته هڅه کړې ده، ځیني موارد یې د افغانستان چاپېریال، کلتوري، دیني او اسلامي ارزښتونو له کتنې پرته یاد کړي، دوی فکر کړی چې افغانستان هم د لوېديځو هېوادونو په څېر دی، د ښځو د حقونو په یې اړه یې داسې ویلي چې څه ډول یې په لوېدیځ کې غواړي، خو په افغانستان کې داسې نه‌ده.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري بيا د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د حقونو اړوند مسایلو په اړه له نړۍوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

Views: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.