جلالاباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د ښار ځينو برخو کې يخپلورونکو په خپلسري ډول د يخ بيه لوړه کړې ده.
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين هم دا ستونزه مني خو وايي، د مخنيوي لپاره يې جدي هڅې روانې کړې دي.
د جلالاباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند د خالص فامیلو يوه اوسېدونکي عبدالولي پژواک ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې د دې سيمې يخپلورونکي يوه کونده يخ ان تر ۱۵۰ افغانيو پلوري.
د هغه د معلوماتو له مخې، له دې مخکې يوه کونده يخ شاخوا سل افغانۍ پلورل کېده.
د جلالاباد ښار يو بل اوسېدونکی عمران علي وايي، که د يخ نرخ کنټرول نه شي نو پېرل به یې د غريب له توانه ووځي.
هغه زياته کړه: «ډېر دکانداران د شل افغانيو يخ نه ورکوي، غريبان د پنځوسو افغانیو ورکولو وس نه لري، زموږ غوښتنه دا ده چې بايد نرخونه کنټرول شي.»
د جلالاباد ښار اتمې ناحيې اړوند د دامان سيمې يو اوسېدونکی صاحب صالح وايي، تېره اونۍ يو شمېر فابريکو کاربنديز کړی و چې له امله یې په اسانۍ يخ نه پيدا کېده او یوه کونده یخ ان تر دوه سوه افغانيو پلورل کېده.
ښاريان د جلالاباد ښاروالۍ له مسوولينو غواړي چې د ګرمۍ په دغه موسم کې چې جلالاباد ښار سخته ګرمي لري او برېښنا هم ډېر کله پارچاو وي، بايد د يخ نرخونه کنټرول کړي.
بلخوا د جلالاباد ښار يخپلورونکي او د يخ فابريکو مسوولين وايي، د ښاروالۍ له خوا پر هره کونده يخ باندې تر ۱۰ افغانيو ټيکس وضع شوی؛ ځکه یې نرخ لوړ شوی دی.
د جلالاباد ښار يوه يخپلورونکي اکبرخان پژواک ته وويل، دوی ته يخ په لوړه بیه راځي؛ ځکه يې دوی هم په لوړه بيه پلوري.
جلالاباد ښار کې د يخ يوې فابريکې مسوول د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، ښاروالۍ د هرې کوندې پر سر لس افغانۍ ټيکس اخلي.
هغه زياته کړه:«همدغه وجه وه چې ځينو فابريکو والاوو کاربنديز وکړ او ځينو نرخونه لوړ کړل.»
خو د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، ځینو خلکو او یوې محدودې ډلې په ښار کې دا اوازه ګډه کړې چې ښاروالي د یخ جوړولو له فابریکو پر یوه کونده ۱۰ افغانۍ غواړي چې دا مطلق حقیقت نه لري.
د ښاروالۍ وياند بختي جان مراد پژواک ته وويل، له فابريکهلرونکو سره په مشوره يوې کوندې يخ ته ۲۸ افغانۍ نرخ ټاکل شوى چې اکثریت کارخانې یې نه عملي کوې.
هغه وايي چې د ښاروالۍ د څار ټیمونو د فابريکو شمېر کسان لاس په لاس نيولي چې يوه کونده يخ يې په ٤٥ افغانيو پلورل.
هغه وويل: «د هوا په ګرمېدو سره په اولو ورځو کې موږ دوی ته د ښاري خدمتونو ټکس په في کونده ۷ افغانۍ ټاکلى و خو دوی ونه مانه او د وروستۍ پرېکړې په موخه د ولایت مقام ته فیصله لاړه؛ د ولایت مقام د کمېسیون له لوري ښاروالۍ ته د ښاري خدمتونو ټکس دوه افغانۍ ټاکل شوی، يوه افغانۍ د کارخانو مالکين او يوه افغانۍ د موټرو په قراردادیانو حسابوي او اوسمهال ۵۰ سلنې کارخانې ستونزه نه لري او یخ تولېدوي.»
جلالاباد چې د اوړي موسم يې ډېر تود وي او برېښنا هم ډېر کله پارچاو وي چې له امله يې يو شمېر فابريکه لرونکي د يخ بيه لوړوي.
Views: 97
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن