ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو مخنیوي لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده

افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو مخنیوي لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده

author avatar
22 Jul 2023 - 16:26
افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو مخنیوي لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده
author avatar
22 Jul 2023 - 16:26

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د تودوخې درجې لوړېدل، پرله‌پسې وچکالي، په منځنۍ کچه د ځمکې لاندې اوبو ۱۱ متره ټیټېدل، غیرموسمي بارانونه او د سېلابونونو راوتل په افغانستان کې د خلکو بېځایه کېدو، مالدارۍ کمېدو او د زرګونه هکټاره کرنیزې ځمکې د له‌ منځه تلو لامل ګرځېدلي دي.

کارپوهان وايي، د یادو ستونزو هواري لپاره باید د نورو اقداماتو ترڅنګ د هېواد اوبه هم مدیریت شي او که دغه کار ونه شي نو خلک د اوبو کمښت له ناورین سره مخ کېږي؛ خو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د اوبو د مدیریت او یادې ستونزې د هواري لپاره هڅې روانې دي.

د اورښتونو کموالی

د کرنې وزارت له خوا په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د هواپېژندنې په اړه خپاره شوي کلني راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کې د هېواد په کچه ۱۶۵۰ عشاریه ۵ ملي متره، د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې ۹۹۳ عشاریه ۸۹ ملي متره او د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې ۱۰۱ عشاریه ۶۳ ملي متره اورښت شوی دی.

د یادو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ میاشت کې د ۲۰۱۹ کال د همدې میاشتې په پرتله د اورښت کچه ۱۶ برابره کمه شوې ده.

د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې په نیمروز ولایت کې د اورښت کچه صفر ده، خو په هلمند، فراه، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د اورښت منځنۍ کچه ۱۱،۹ ملي متره ده او په پاتې نورو ولایتونو کې د اورښت منځنۍ کچه ۵۵ عشاریه دوه ملي متره ښودل شوې ده.

د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې په بغلان، ننګرهار، بلخ، بامیان او سمنګان ولایتونو کې تر ټولو لږ اورښت شوی او منځنی کچه یې ۵،۷ ملي مترو ته رسېږي. په دې موده کې په پاتې نورو ولایتونو کې د اورښت منځنۍ کچه ۳۳،۲ ملي متره ده.

د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو (اروزګان، زابل، فراه، دایکنډي، نیمروز، کندهار، غزني، پروان، کاپیسا، لوګر، هلمند، کندوز، غور، میدان‌وردګ او ننګرهار) کې د اورښت کچه صفر ښودل شوې او په پاتې نورو کې یې منځنۍ کچه ۵،۳ ملي متره ښودل شوې ده.

دغه راز د هواپېژندنې ادارې له خوا د غبرګولي میاشتې په ۱۸مه د خپاره شوي راپور له مخې، په هرات، د هلمند مرکز لښکرګاه، فراه، کندهار او د غور مرکز چغچران (فېروزکوه) کې د هواپېژندنې سټېشنونو ښودلې چې په تېرو پنځو کلونو کې په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو کم اورښت شوی دی.

د افغانستان د هواپېژندنې اداره وایي، په یادو سیمو کې د هواپېژندنې سټېشنونو معلوماتو له مخې، په منځنۍ کچه د اورښتونو کچه په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۵۴۰ ملي متره، په ۲۰۱۹ کې شاوخوا ۱۶۱۰ ملي متره، په ۲۰۲۰ کې شاوخوا ۱۱۱۰ ملي متره، په ۲۰۲۱ کې شاوخوا ۲۶۰ ملي متره او په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۶۱۰ ملي متره ښودلې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې ټولټال ۲،۲ میلیون هکټاره ابي او ۱،۱ میلیون هکټاره للمي ځمکه شته چې له منځه یې لس سلنه ابي ځمکه له عصري ټکنالوجۍ په استفاده اوبه کېږي او د للمي ځمکې بیا په موسمي بارانونو پورې تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده چې اقلیمي بدلون د دویم ملي راپور له مخې چې په ۱۳۹۶ کال کې د چاپېریال‌ساتنې ادارې له لوري خپور شوی، د افغانستان په لوړو مرکزي سیمو کې په پسرلي کې نږدې ۴۰ سلنه بارانونه اورېدلي او له هغه وروسته د دې ادارې له خوا تر ۱۴۲۹ هجري لمریز کال پوره په لوړو مرکزي سیمو او د هېواد په ختیځ کې له پنځه تر لس سلنې د اورښت کمېدو وړاندوینه کېږي.

د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدل

د دغو شمېرو منځنۍ کچې ته په پام، په یاده موده کې په دغو ولایتونو کې – چې تر یوه بریده د ټول هېواد استازولي کولای شي – د ځمکې لاندې اوبو کچه په منځنۍ توګه ۱۱ متره ټیټه شوې ده.

پژواک خبري اژانس د هېواد په لسو ولایتونو (کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، کابل، بادغیس، لغمان، خوست، پروان او بغلان) کې له شلو کسانو پوښتلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د اوبو کچه څومره ټیټه شوې ده؟

دغو کسانو په خپلو سیمو کې په تېرو پنځو کلونو کې د څاګانو اوبو کچې ټیټېدو ته په پام له موږ سره ارقام شریک کړي دي.

د دغو شمېرو منځنۍ کچې ته په پام، په یاده موده کې په دغو ولایتونو کې – چې تر یوه بریده د ټول هېواد استازولي کولای شي – د اوبو کچه په منځني ډول ۱۱ متره ټیټه شوې ده.

د فراه ښار درېیمې ناحیې اوسېدونکی نثاراحمد وايي، د کور څاه یې تېر کال وچه شوې او اوس مهال د اړتیا وړ پاکې اوبه د یخ جوړولو له یوه شرکته ترلاسه کوي.

د هرې ورځې په تېرېدو د اوبو کچې له ټیټېدو سره یو شمېر هېوادوال، په ځانګړې توګه کابل ښاریان د اوبو له کموالي سره لاس او ګرېوان دي؛ هغوی اوږد مزل کوي څو خپلې د اړتیا وړ اوبو ته لاسرسی ومومي.

د کابل ښار د افشار غره اوسېدونکی او د دویم ټولګي زده‌کوونکی نهه کلن قیس چې کله له ښوونځي کور ته راشي، د کورنۍ د اړتیا وړ اوبه په کمزوري بدن او سره ګرمۍ کې د باغ‌بالا له جوماته وروړي.

هغه وايي، یوه بوشکه یې د کورنۍ لپاره بسنه نه کوي او د اوبو په وړلو کې یې خور هم ورسره مرسته کوي.

د کابل ښار د اوبو رسونې رییس شفیع‌الله زاهد وايي، د دغه ریاست اړوند د ۷۶ څاګانو له ډلې ۴۰ یې وچې شوې او دوه څاګانې په تېره یوه میاشت کې وچې شوې ده.

د هغه د معلومات له مخې، په کابل ښار کې د اوبو رسولو سیسټم یوازې د درې میلیون کسانو لپاره جوړ شوی، خو اوس د ۳۶ نورو څاګانو په فعالولو سره د دغه ‎ښار ۴۰ سلنه خلکو ته اوبه رسوي او زیاتوي چې د غرونو ۷۰ سلنه اوسېدونکي اوبو ته لاسرسی نه لري.

د اقلیمي بدلون له امله اوښتي زیانونه

د چاپېریال‌ساتنې ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس روح‌الله امین وايي، له ۱۳۲۹ کاله تر اوسه په منځنۍ کچه په افغانستان کې د هوا تودوخه ۱،۸ درجې لوړه شوې چې دغه بدلون د پرله‌پسې وچکالیو، غیرموسمي بارانونو، سېلابونو او له کښته د کرنیزو ځمکو پاتې کېدو لامل شوي دي.

د هغه په خبره، په وروستیو لسو کلونو کې غیرموسمي بارانونه او د وچکالیو دوام پر کرنې منفي اغېز کړی او په دې موده کې د وچکالیو او سېلابونو له امله څه باندې سل‌ زره هکټاره کرنیزه او شاوخو ۴۶ زره هکټاره باغونه له ‌منځه تللي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد ته په ۱۴۰۱ کال کې د اقلیمي بدلونونو له امله څه باندې دوه میلیارده ډالر زیان رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د اقلیمي بدلونونو د ناوړه احتمالي زیانونو په مخنیوي کې ‎د ټولنې چمتووالي لپاره د نړۍوالې ټولنې پراختیايي مرستې حیاتي دي. بلخې دغه‌زار ویلي، څو چې افغانستان اقتصادي ثبات ته ونه رسېږي، دغه ډول ملاتړ اړین دی.

په ورته وخت کې د ځینو ولایتونو اوسېدونکي له وچکالۍ او له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه شکایت کوي.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ یو بزګر ګل‌محمد وايي: «موږ به تېر کلونه له یو جریب ځمکې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ هندواڼې ترلاسه کولې، خو سږ مو د اوبو کموالي له امله ځمکې بېخي ونه کرلې.»

د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اوسېدونکی پاچاخان هم وايي: «مخکې چې اوبه وې، کروندګرو کولای شوای ۲۰ جریبه ځمکه وکري، خو د وروستیو وچکالیو له امله بزګران نه شي کولای د دې نمايي ځمکه هم وکري.»

دغه راز، د احصایې ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافیع وايي: «په ۱۴۰۲ کال کې ټولټال ۲،۸ میلیون هکټاره ځمکه کرل شوې چې دوه میلیونه یې ابي او څه باندې ۸۰۰ زره هکټاره یې للمې ده چې د تېرو کلونو په پرتله ۷،۷ سلنه زیاتوالی ښیي.»

مالدارۍ ته اوښتي زیانونه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي معین صدراعظم عثماني وايي: «له بده مرغه د وروستیو څو کلونو پرله‌پسې وچکالیو له امله تر دوه زره ډېر څاروي له منځه تللي دي.»

د چاپېریال‌ساتنې ادارې د اقلیمي بدلونونو په دویم راپور کې چې په ۱۳۹۶ کال کې خپور شوی راغلي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله د پنځه میلیونه غواګانو او ۳۰ میلیون پسونو او وزو شمېر اوس درې میلیون غواګانو او ۱۶ میلیون پسونو او وزو ته راټیټ شوی چې د مالدارۍ په کچه کې ۵۰ سلنه کموالی ښيي.

د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو عمومي رییس عبدالاحد قلیل وايي، د موسمي بارانونو نه کېدل د دې لامل شوي چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې للمي ځمکې او څرځایونه له منځه لاړ شي او د مالدارۍ له منځه تلو لامل شي.

هغه وايي: «د وچکالۍ له امله په دغه ولایت کې ټول څرځایونه له منځه تللي او د څارویو خوراک لپاره څه نشته، ان یو شمېر مالدارانو خپل مالونه غور او نورو هغو ولایتونو ته بیولي چې څرځایونه لري. ځیني دغه مالداران اړ شوي څو خپل څاروي په ډېره ټیټه بیه وپلوري.»

د اوبو نشتوالي له امله د خلکو بېځایه کېدل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، د دغه وزارت ارزونه ښيي چې په وروستیو کلونو کې د اوبو کموالي او وچکالیو له امله د نیمروز، فراه، غور او هرات ولایتونو یو شمېر خلک اړ شوي چې د ولایتونو او ولسوالیو مرکزونو ته کډه شي.

د هغه په خبره، په تېر یوه کال کې د اوبو نشتوالي له امله ۱۰۸ زره کسان له خپلو اصلي سیمو بې‌ځایه شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ارزونه ښيي چې وچکالۍ په روان لمریز کال کې د افغانستان په شمال، شمال‎لوېدیځ، سوېل‌لوېدیځ او د هېواد په مرکزي سیمو کې درانه زیانونه اړولي دي.

 د نیمروز د مرکز اړوند سردشت سیمې اصلي اوسېدونکی ۲۶ کلن عبدالعزیز وايي چې د اوبو کمېدو له امله له خپلې کورنۍ سره زرنج ښار ته کډه شوی دی.

هغه وویل، په سردشت سیمه کې یې باغ او کرنیزې ځمکې دي، خو د اوبو کموالي له امله به نه خړوبېدې. هغه څرګنده کړه چې د دې سیمې د څښاک اوبه هم تروې دي او اوس له مجبورۍ په زرنج ښار کې اوسېږي.

«د ناورین مخنیوي لپاره باید اقدام وشي»

د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رییس پوهندوی محمد داوود شېرزاد وايي، افغانستان په نړۍ کې له اقلیمي بدلونونو اغېزمن شپږم هېواد دی او اقلیمي بدلونونه په کې نور هم منفي لور ته روان دي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د وچکالۍ یو لامل دا دی چې اورښتونه کم او غیرمتعادل دي، د اړتیا پر مهال اورښتونه نه کېږي او کله چې اړتیا نه وي، بیا کېږي.

شېرزاد وايي، په تېرو لسو کلونو کې په کابل کې چې یو ګڼ مېشته ښار دی او د اوبو مصرف پکې ډېر دی، د اوبو کچه یې تر ۱۰ مترو ټیټه شوې ده.

دی زیاتوي: «له بده مرغه دا یو ډېر فاحش کمښت دی؛ که چېرې یې مخه ونه نیول شي دا به پر یوه بله فاجعه بدله شي.»

هغه وویل، حکومت او خلک د دې ستونزې د حل په برخه کې ګډ مسوولیت لري؛ حکومت باید اوبه مدیریت کړي او که دا کار ونه شي نو افغانان به له یوې فاجعې سره مخ شي.

شېرزاد له خلکو هم وغوښتل چې د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړي او دغه راز د هغو اوبو لپاره چې مصرف شوې وي، داسې څاګانې جوړې کړي چې بېرته یې ځمکه جذب کړي.

بل‌خوا، د اوبو او برېښنا وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي، له څو لسیزو راهیسې د نړۍ اقلیمي بدلون، د جمعیت ډېرېدل، اقتصادي، کرنیزو او صنعتي فعالیتونو او نورو عواملو له امله د هرې ورځې په تېرېدو سره اوبو ته اړتیا ډېرېږي او په مقابل کې یې د اوبو تغذیوي سرچیني محدودېږي او افغانستان هم د ډېرو اغېزمن شوو هېوادونو په کتار کې دی.

هغه زیاتوي، دا ستونزه تر ډېره په لوېدیځ، سوېل‌لوېدیځ، مرکزي او سوېلي ولایتونو کې ثبت شوې، خو د هېواد نورې برخې یې هم له منفي اغېزو خوندي نه دي.

عابد وایي، د مختلفو لاملونو له امله په ډېرو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او تخلیې انډول سره برابر نه دي.

هغه دغه راز وویل، یاد وزارت د اوبو مهارولو ته ژمن دی، په دې برخه کې یې ګڼې پروژې پلې کړې او د فراه د بخش‌اباد بند په ګډون پر ځينو بندونو کار روان دی.

د نوموړي په خبره، د کابل په قرغې بند کې څو پروژې پلې شوې او د پغمان د درو اوبه چې له کابل ښاره وتلې مهار شوې، په خپل سر د ژورو څاګانو کيندلو مخه نیول شوې، له پنجشېر او شاه عروس بنده کابل ښار ته د اوبو راانتقالولو په برخه کې هم پرمختګ شوی دی.

Views: 495

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.