ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان کروندګر د رومیانو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي

د بغلان کروندګر د رومیانو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي

author avatar
24 Jul 2023 - 13:09
د بغلان کروندګر د رومیانو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي
author avatar
24 Jul 2023 - 13:09

پلخمري (پژواک، د زمري ٢مه ۱۴۰۲): د بغلان کروندګر وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د روميانو د حاصلاتو کچه لوړه ده خو نرخونه يې ډېر ټيټ دي چې دوى يې له تاوان سره مخ کړي.

د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ د تره‌خيلو کلي يوه کروندګر عبدالحی پژواک خبري اژانس ته وويل، هر کال په دوه جريبه ځمکه کې روميان کري.

هغه وايي، سږکال د روميانو حاصلات ښه دي خو نرخونه يې دومره ښکته شوي چې خپل لګښت هم نه پوره کوي.

هغه زياتوي: «په بازار کې اووه کيلو روميان له ٢٥- ٣٠ افغانيو پورې خرڅيږي چې زموږ د تراکتور، تخم او کيمياوي سرې پېسې هم نه پوره کوي.»

دغه راز د بغلان د ډنډغوري سيمې يوه کروندګر احمدزي هم پژواک ته وويل، د روميانو حاصلات سږ کال ډېر ښه دي خو نرخونه يې دومره ښکته شوي چې پرې شوى لګښت هم نه پوره کوي.

هغه وويل: «يو ساعت تراکتور په ١٨٠٠ افغانى دى، يوه بورۍ کيمياوي سره په ٢٥٠٠ افغانۍ ده خو اووه کيلو روميان بيا په ٣٠ افغانيو خرڅوو، ګټه خو څه کوې، دا په هېڅ صورت زمونږ لګښت هم نه پوره کوي.»

په بغلان کې يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې سړې خونې دې ورته جوړې کړي او ترڅنګ دې د دوى حاصلاتو ته بازار پيدا کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول ولي امرخيل پژواک ته وويل، سږ کال په دغه ولايت کې د روميانو د تخم او کر په اړه کروندګرو ته اړينې مشورې ورکول شوي نو ځکه يې د حاصلاتو کچه هم لوړه ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال د دغه ولايت په ٨٩٨ هکټاره ځمکه روميان کرل شوي وو چې ترې ٢٢ زره مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.

هغه وايي، سږ کال هم په همدې اندازه ځمکه روميان کرل شوي خو تر اوسه د ترلاسه شوو حاصلاتو له مخې د تېر کال په پرتله به سږ کال د روميانو حاصلاتو کچه درې سلنه لوړه وي.

هغه وويل، حکومت هڅه کوي چې د کروندګرو ټولو حاصلاتو ته مناسب بازار پيدا کړي.

د يادونې ده، تېر کال په همدې شپو ورځو کې په بغلان کې اووه کيلوګرامه روميان له ٦٠- ١٠٠ افغانيو پورې پلورل کېدل خو سږکال له ٢٥- ٤٠ افغانيو پلورل کيږي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.