کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۲): د پژواک د راپورونو له مخې، په هېواد کې د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې ۱۰۹ کسانو ځانونه وژلي چې د نږدې نیمو وژنو لامل کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې او د شپږو پېښو نور دلایل ښودل شوي، خو د ۵۰ کسانو د ځانوژنې لاملونه نه دي په ګوته شوي.
دغه راز د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي، د ځانوژنې یادې پېښې د هېواد له ۳۴ ولایتونو په ۲۴ کې شوې چې ۲۵ سلنه یې په فاریاب کې دي او ۷۲ سلنه یادو کسانو تر ۳۵ کلونو عمرونه درلودل.
دا په داسې حال کې ده چې ځانوژنه ستره ګناه ده؛ دیني علماء او ارواپوهان وایي، حکومت، رسنۍ، علماء او ارواپوهان مسوولیت لري چې په دې اړه خلکو ته اړین پوهاوی ورکړي، څو د ځانوژنو مخه ونیول شي.
بشپړ راپور
پژواک خبري اژانس د تېر کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې د روان کال د همدې میاشتې تر لومړۍ نېټې له هغو خبرونو د ځانوژنې شمېرې راټولې کړې چې د اړوندو حکومتي او نورو سرچینو په حواله یې خپاره کړي دي؛ د دې امکان هم شته چې پژواک ته د ځینو ځانوژنو راپورونه نه وي رسېدلي.
موندنې ښیي چې په یاده موده کې ۱۰۹ کسانو ځانونه وژلي او له دې ډلې ۵۶ هلکان او لویان نارینه دي او پاتې ۵۳ نجونې او ښځې دي.
له ۱۲ تر ۱۹ کلونو عمرلرونکي ۴۷ کسان، له ۲۰ تر ۲۸ کلونو عمر لرونکي ۱۵ کسان، ځوانان چې کره عمر یې نه دی څرګند ۱۲ کسان، له ۵۰ تر ۵۸ کلونو عمر لرونکي نهه کسان، له ۳۰ تر ۳۵ کلونو عمر لرونکي پنځه کسان، له ۴۰ تر ۴۵ کلونو عمر لرونکي څلور کسان او د ۷۴ کلونو عمر لرونکی یو کس، د یادو ۱۰۹ هغو کسانو په ډله کې دي چې ځانوژنه یې کړې ده. دغه راز د پژواک په خپرو شوو خبرونو کې له یادو ۱۰۹ کسانو د ۱۶ عمرونه نه دي ښودل شوي.
د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېرو کسانو د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژنه کړې ده.
د ۳۳ کسانو د ځانوژنې لاملونه کورنی تاوتریخوالی، د ۲۰ کسانو رواني ستونزې، د دوو اقتصادي ستونزې، د یوې نجلۍ له رضایت پرته نکاح، د یوه کس له اسلامي امارت سره مخالفت، د یوه کس پر نشه روږدوالی او د یوه بل جنسي تېری ښودل شوي دي. د ځانوژنو خبرونو کې سرچینو د ۵۰ کسانو د ځانوژنې لاملونه نه دي په ګوته کړي.
تر ټولو ډېرو (۲۷) کسانو په فاریاب، اته، اته کسانو په بادغیس او کندهار، اووه، اووه کسانو په دایکنډي او جوزجان، پنځه، پنځه کسانو په بدخشان، پروان او غزني، څلورو په بلخ، درې، درې کسانو په بامیان، فراه، غور، کندوز، میدانوردګو، ننګرهار او سرپل، دوو، دوو کسانو په هلمند، کاپیسا، پنجشېر او تخار او یوه، یوه په بغلان، نیمروز، پکتیا او اروزګان ولایتونو کې ځانونه وژلي دي.
پژواک په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد له لسو ولایتونو (هرات، کابل، خوست، کونړ، لغمان، لوګر نورستان، پکتیکا، سمنګان او زابل) د ځانوژنې راپور نه دی ترلاسه کړی.
د تېر کال په زمري میاشت کې دوو کسانو، په وږي کې شپږو، په تله کې اتو، په لړم کې شپږو، په لېندۍ کې اوو، په مرغومي کې پنځو، په سلواغه کې ۱۴، په کب کې شپږو او د روان کال په وري میاشت کې څلورو، په غویي کې ۱۵، په غبرګولي کې ۲۱ او په چنګاښ کې ۱۵ کسانو ځانوژنه کړې ده.
د پژواک موندنې ښیي چې ۶۴ کسانو د ځانځړونې، ۲۰ کسانو د ښکاري او نورو وسلو، ۱۴ کسانو د زهرو خوړلو، دوو د ځانسوځونې، یوه کس سیند ته د ځانغورځونې او یوه بل له بامه د ځانغورځونې له لارې ځانونه وژلي دي. د اوو کسانو د ځانوژنې لامل نه دی په ګوته شوی.
پژواک د ۱۴۰۱ کال د ځانوژنو معلومات نه دي راټول کړي، خو طلوع نیوز تېر کال د وږي په ۱۹مه خبر خپور کړی چې په افغانستان کې په وروستي یوه کال کې ۴۲ کسانو ځانوژنه کړې وه.
له دې مخکې که څه هم په افغانستان کې ځانوژنې کېدې، خو په ټولیز ډول یې کره شمېرې نه دي خپرې شوې.
د بېلګې په توګه، د ۱۳۹۷ کال په سلواغې میاشت کې خپور شوی یو راپور ښیي چې له دې نېټې مخکې په لسو میاشتو کې یوازې په هرات کې شاوخوا ۵۰ کسانو ځانونه وژلي وو.
دیني علماء: ځانوژنه ستره ګناه ده
ديني عالم شيخالحدیث عبدالصبور حماسي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځانوژنه کبيره ګناه ده او له شرک او کفر وروسته د نفس قتل غټه ګناه بلل شوې ده.
هغه زياتوي: «الله (ج) د سوره النساء په نهه ویشتم ایت کې فرمایلي چې ژباړه یې داده: خپل ځانونه مه وژنئ، الله پر تاسو مهربان دی، دغه راز د البقرې سورت په ۱۹۵ ایت کې راغلي چې د الله په لاره کې انفاق وکړئ او په خپل لاس ځان هلاکت ته مه غورځوئ، ښېګڼې وکړئ، الله ښېګڼې کوونکي خوښوي؛ دغه راز، نبي کريم (ص) فرمايلي، چا چې ځان په څه شي وواژه، د قيامت په ورځ به په همدې شي ده ته عذاب ورکول کېږي.»
حماسي اقتصادي ستونزې، کورني جنجالونه، یو هدف ته په رسېدو کې ناکامي، سخته مایوسي، ډېره وېره، رواني ناروغي، عشق کې ناکامي، د ژوند پر اصلي هدف نه پوهېدل، جنسي تېري، له دين څخه ناخبري او له دين سره کمزوری تړاو، کمحوصلهګي، کمهمتي، ناکامي او مايوسي د ځانوژنې اصلي لاملونه بولي.
د هغه په وينا، له خپلې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او نورو خلکو سره خپل مشکل شريکول د انسان تکليف کموي او حل لار ورته لټول کېږي.
دی زياتوي: «الله (ج) فرمایلي: «وشاورهم فیالامر»، دغه راز «و امرهم شوری بینهم»؛ په دې دوو مبارکو ايتونو کې الله (ج) په مشوره تاکيد کړی او نبي عليه السلام هم په مشوره تاکيد کړی؛ له خلکو سره خبره شريکول د انسان غم او تکليف کموي، موږ بايد د صبر، حوصلې، قناعت او پر الله د توکل درس زده کړو.»
هغه وايي، د ځانوژنې مخنيوی لومړی د ښه ديني پوهاوي له لارې ممکن دی، دویم بايد په ملت کې د همدردۍ حس را ژوندی او بيا پياوړی شي، درېيم د ځانځانۍ پر ځای صالح اجتماعيت قایم شي، څلورم کورنی نظام باید پياوړی شي چې يو بل ته د دردونو او تکليفونو په وخت کې لاس ورکړي.»
حماسي زياتوي: «راډيو، ټلوېزيون، د ابلاغ ټول ذرایع، استادان، علماء، مساجد او منابر بايد په ګډه د دغه هدف په حاصلولو کې برخه واخلي، ميډيا د خلکو د اصلاح او د ځوانانو د مثبت فکر جوړولو کې ډېر رول لري، په موږ کې چې څومره قابلیت او ظرفيت وي، دا باید د ملت په ګټه، د مثبت افکارو جوړولو لپاره استعمال کړو، خو له بده مرغه موږ میډيا يوازې د خپلو سیاسي موخو لپاره استعمالوو، د خپل ځان، تنظيم، ډلې د تشهير او منافعو لپاره يې کاروو، مثبت او عالي ديني او ملي ګټو، د ځوانانو، ښځو، کوچنيانو د روزنې لپاره يې نه کاروو او نه دومره ظرفيت او استعداد لرو، ميډيا او اداره د شلم قرن معجزې دي، خو څوک شته چې د ملت او دين په ګټه ترې کار واخلي؟»
بل ديني عالم قاري عبدالمبین وايي، د ځانوژنې لاملونه ډېر دي؛ يو يې مادي لامل دی او بل يې معنوي، خو اساس او بنیاد یې جهل دی او د انسان ناپوهي ده چې ځانوژنه کوي.
هغه وایي، په مادي عواملو کې فقر، قرضداري او اقتصادي مشکلات او په معنوي عواملو کې يې کېدای شي په واده کولو کې له ناکامۍ سره مخ کېدل، ژور خپګان او نور وي چې کس ځانوژنه کوي.
قاري عبدالمبین زياتوي: «دا (ځانوژنه) داسې يوه کبيره ګناه ده چې هیڅ د توبې چانس نشته، په نورو کبيره ګناهونو کې د توبې چانس شته؛ که يو کس غلا وکړي، زنا وکړي، فحشا وکړي، قتل وکړي، ممکن د دې لپاره د توبې چانس وي؛ ځکه ژوندی دی، اما په قتل نفس کې بیا د انسان لپاره د توبې چانس نشته؛ ځکه کس هم خپله قاتل شي او هم مقتول.»
دی د هغه چا په اړه چې د ځانوژنې فکر ورسره پیدا کېږي او د دې فکر لرې کولو لپاره باید خپلې ستونزې له خپلې کورنۍ سره شریکې کړي، وایي: «د خبرو منبع او مرجع فرق لري، ځيني وخت کورنۍ نه شي کولای په دې اړه موثرې واقع شي؛ حتی نه يوازې چې موثرې نه واقع کېږي، بلکې د کورنۍ دخالت په دې موضوع کې د مشکلاتو د لازياتېدو سبب ګرځي؛ نو بهتره دا ده چې په اوله مرتبه کې له روانشناسانو سره کېنول شي، له متنفذینو سره، له پوه خلکو سره، له علماوو سره، له خپلو استادانو سره، له خپلو ملګرو سره؛ بيا کېدای شي، ملګري يې او يا روانشناسان د ده په اړه د ده له کورنۍ سره خبرې وکړې؛ تر څو د مشکل د حل لپاره لاره او چاره ورته وسنجول شي.»
هغه د ځانوژنې د مخنيوي لارو چارو په اړه وايي: «يو کس بايد له مايوسئ وساتل شي، په مکاتبو کې، په پوهنتونونو کې، په مدارسو کې، داسې مضامين بايد راوړل شي او تطبیق شي چې د ځانوژنې د مخنيوي عامل او سبب وګرځي؛ يوه بله لار دا ده چې په هر مکتب کې د روانشناسۍ يو مشخص ښوونکی شتون ولري او هغه شاګرد چې په هغه کې ډیپرېشن، افسردهګی او مايوسي ډېره وي؛ په انفرادي او يا ګروپي ډول يې کېنوي او موضوعات دې ورسره حل کړي.»
دی زياتوي چې هر څوک خپل مسووليت لري، د رسنیو مسوولین د خپلو رسنیو له لارې، علماء د منابرو له لارې او حکومت په ښوونځيو، پوهنتونونو، دارالعلومونو، مدارسو، مساجدو کې د سيمينارونو او کنفرانسونو له لارې بايد داسې موارد وړاندې کړي څو له مخې يې د ځانوژنې د قصد مخنيوی وشي.
د هغه په وينا، د علماوو مسوولیت دا دی چې د منابرو له لارې په دې اړه د ديني ارزښتونو او ديني نصوصو له لارې داسې تبلیغ او وعظ وکړي چې له مخې يې د ځانوژنې د قصد او ادارې مخنيوی وشي؛ ځکه جوماتونو ته هم مشران او هم کشران ځي او هم هغه ځوانان ځي چې له ډېرې مايوسۍ ځانوژنې ته مایل شوي دي.
د رواني چارو سلاکاره او د يو خصوصي پوهنتون استاده ناهيد نديم وايي، نن سبا په ټوله نړۍ کې ځانوژنه پر يو لوی ګواښ بدله شوې او نږدې ۹۰ سلنه هغه خلک ځانوژنه کوي چې په يو ډول رواني اختلالاتو اخته وي.
د هغې په وينا، کوم کسان چې ځانوژنه کوي له ځانوژنې مخکې پر يوه سخت خپګان اخته وي او دا خپګان د ځانوژنې لامل کېدای شي.
هغه په ځوانانو کې د رواني فشار ډېرېدل، په ژوند کې د منظمې برنامې نه شتون، ژور خپګان، وزګاري، د هدف نه شتون، په اړيکو کې ماتې خوړل، ځان ورته ګناهکار ښکارېدل او په لويانو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل کېږي چې يو کس د ځانوژنې خوا ته ولاړ شي.
نديم د ځانوژنې مخنيوي لپاره داسې توصیه کوي: «کوم کس چې ځانوژنه کوي، هغه په سملاسي ډول ځانوژنه نه کوي، په هغه کې ځينې نښې راښکاره کېږي، هغوی ان د خپلې ځانوژنې لپاره برنامه جوړوي، ځينې اړيکې پرې کوي، ځيني اوقات خپل قيمتي څېزونه خرڅوي او يا يې چا ته ورکوي؛ ځيني اوقات ډېر ارام او منطقي حالت غوره کوي، نو کورنۍ باید د يو کس داسې حالت درک کړي، بايد مرستې ته يې ورودانګي؛ دغه راز د ياد کس ملګري او دوستان هم که دا ډول حرکتونه حس کړي، بايد مرسته ورسره وکړي، په خپله له دغه کس او له کورنۍ سره یې خبرې وکړي او حل لار ورته ولټوي.»
دغه راز، هغه دا هم وايي چې ځیني وخت د هغو کسانو پر حالت څوک نه پوهېږي چې غواړي ځان ووژني، خو که کورنۍ یې دا حس کړي چې کس ډېر ناارامه دی، وضعيت يې ښه نه دی او يا ځينې نورې نااشنا کړنې ورنه حس کړي؛ بايد دغه کس يو متخصص ډاکټر او يا هم يو ارواپوه ته بوځي، څو مرسته ورسره وشي او د ځانوژنې مخنيوی يې وشي.
دغه ارواپوه وايي: «ځانوژنه کومه عادي مسئله نه ده، ډېر لاملونه لري چې بايد پر هغو ټولو باندې کار وشي، نو د ټولنې هره طبقه په دې برخه کې مسووله ده، د کورنۍ غړي، ښوونکي، د پوهنتون استادان او ديني عالمان؛ د نورو ترڅنګ بايد ديني عالمان په جوماتونو کې، د خپلو خطبو او وعظونو پر مهال ووايي چې ځانوژنه ولې حرامه ده، ولې کبيره ګناه بلل شوې او تاوانونه يې څه دي؟»
د هغې په وينا، حکومت هم په دې برخه کې مسوولیت لري چې د ځوانانو لپاره د کار او زدهکړو زمینه برابره کړي، کله چې يو کس پر کار او تحصیل مصروف وي، داسې کار نه کوي چې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
د دې په وینا، په دې برخه کې د ارواپوهانو ونډه هم ډېره مهمه ده چې د ځانوژنې مخنیوي په موخه په ښوونځيو او پوهنتونونو کې سيمينارونه جوړ کړي او روزنيز پروګرامونه پر لاره واچوي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد د خواشینۍ په څرګندولو سره وایي چې په ځينو ځايونو کې د کورني تاوتريخوالي او ځينو نورو ستونزو له امله ځیني هېوادوال ځانوژنه کوي.
مجاهد هم اړینه بولي چې له ځانوژنو د مخنیوي برخه کې رسنۍ او دعوتي ادارې ټولې همغږې شي څو خلک په دې اړه اړین پوهاوی ولري.
هغه زياتوي: «اسلامي امارت هم هڅه کوي چې د خپلو هغو ارګانونو له خوا چې خلکو ته پيغام رسوي، د خلکو د اصلاح مسوولیت پر غاړه لري؛ د هغو له لارې پوهاوی رامنځته کړي، په دې برخه کې رسنۍ هم مهم رول لري چې بايد خپل رول اداء کړي. د افغانستان اسلامي امارت پر هغو مواردو هم کار کوي چې دغسې پېښې کېږي او يا څه عامل ده چې خلک داسې يو بد اقدام ته زړه ښه کوي؛ په هر صورت اسلامي امارت به يې د مخنيوي لپاره کوښښ وکړي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان تېر کال له ځانوژنې د مخنیوي په نړۍواله ورځ وویل چې هر کال په ټوله نړۍ کې څه باندې ۷۰۰ زره کسان ځانوژنه کوي.
Views: 403
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن