ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې د افغانستان د پخواني هوايي ځواکونو یو ځوان پیلوټ مړ شوی

امریکا کې د افغانستان د پخواني هوايي ځواکونو یو ځوان پیلوټ مړ شوی

author avatar
9 Sep 2023 - 01:55
امریکا کې د افغانستان د پخواني هوايي ځواکونو یو ځوان پیلوټ مړ شوی
author avatar
9 Sep 2023 - 01:55

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د جمهوریت وخت د هوایي ځواکونو یو ځوان پیلوټ امریکا کې د زړه درېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د  هغه د کورنۍ یوه غړي سید حکمت هاشمي د وږي په ۱۷مه پر ټولنیزه شبکه فېسبوک کې لیکلي چې هغه دوه کاله مخکې د جمهوریت له سقوط وروسته د نورو افغانانو ترڅنګ امریکا ته کډوال شوی و.

سرچینې زیاته کړې چې هغه په امریکا کې د دندې پر مهال سکته کړې او ساه یې ورکړې ده.

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د افغانانو ټولنې په خپله فېسبوک‌پاڼه کې هم د سید حبیب هاشمي مړینه تایید کړې ده.

هلته مېشتو افغانانو افغانستان ته د نوموړي د جسد لېږدولو په موخه د مرستو راټولولو لړۍ هم پیل کړې ده.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې لیکل شوي چې ۲۷ کلن سیدحبیب هاشمي د امریکا د الینوی ایالت په سکوکي ښار کې اوسېده او د تېرې سې شنبې په ورځ ومړ.

د هغه خپلوانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې نوموړي په متحده عربي اماراتو کې د پیلوټۍ زده‌کړې کړې وې او دا یې هیله وه چې په خپل مسلک کې هېواد ته خدمت وکړي.

[/restrict]

Views: 1596

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.