ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: که د مثانې د پړسوب درملنه پر وخت ونه شي، جدي عواقب درلودلی شي

ډاکټران: که د مثانې د پړسوب درملنه پر وخت ونه شي، جدي عواقب درلودلی شي

author avatar
16 Sep 2023 - 19:49
ډاکټران: که د مثانې د پړسوب درملنه پر وخت ونه شي، جدي عواقب درلودلی شي
author avatar
16 Sep 2023 - 19:49

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): ډاکټران وایي، د مثانې پړسوب یا عفونت یوه جدي ناروغي ده او زیاتوي، که یې پر وخت درملنه ونه شي ناروغ ته جدي عواقب لرلی شي.

د کابل طبي پوهنتون د یورولوژي څانګې استاد ډاکټر غلام سخي حسني پژواک ته وویل: «د مثانې پړسوب داسې ناروغي ده چې د انتاناتو او میکروبونو له امله پیدا کېږي؛ دغه عفونت کولی شي په حاد ډول ژر پیدا شي او یا په تدریجي ډول رامنځته شي خو البته مثانه کې د میکروب ډول ته په کتو بیا توپیر کوي.»

هغه وویل، که میکروب قوي وي او د کس مثانه ضعیفه، ناروغي په حاد ډول رامنځته کېږي، که میکروب کمزوری او د کس مقاوت ډېر وي، نو بیا د مثانې التهاب یا پړسوب عادي او لږ رامنځته کېږي.

د هغه په خبره، انتانات کولی شي یوازې په مثانه کې وي یا د بولي ناحیې نورو برخو کې، له هغه ځایه خپرېږي، په عمومي توکه میکروبونه کولی شي چې د وینې، لمفاوي او یا بل غړي له لارې چې د مثانې ترڅنګ دي، مثانې ته داخل شي.

نوموړي وویل ډېر ادرار، د مجرا بندښت او سوځېدل او په مثانه کې شدید درد د دې ناروغۍ نښې نښانې دي.

هغه وایي، کله چې دا ناروغي سختېږي، د شخص په ادرار کې وینه راځي او په مثانه کې شدید درد هم پیدا کېږي.

د ډاکټر حسني په خبره، پر دې ناروغۍ هم نارینه او هم ښځینه اخته کېدای شي خو ښځې ډېرې پرې اخته کېږي.

نوموړی وایي، د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره د حفظ الصحې رعایتول ډېر موثر دي، ویې ویل، کله چې یو کس پر دې ناروغۍ اخته کېږي، په دوامدار ډول دې مایعات وڅښي؛ ځکه چې میکروبونه د ډېر ادرار له لارې له وجوده وځي.

نوموړي په مثانه کې میکروب خطرناک بللی او زیاته یې کړه: «کله چې یو میکروب په یوه غړي کې پاتې شي، کولی شي چې په چټکۍ وده وکړي.»

دی وایي: «که د مثانې عفونت درملنه ونه شي، ناروغي مزمن حالت غوره کوي، دغه راز ناروغ میاشتې او کلونه رنځېږي او ناروغي وخیم حالت ته ځي.»

ډاکټر حسني د یادې ناروغۍ پر ژر درملنه ټينګار کوي او زیاتوي: «که د مثانې پړسوب درملنه ژر ونه شي، په ښځو کې د تناسلي سیستم پړسوب یا میکروبي کېدو لامل کېږي، په نارینه وو کې د پروستات او خصیو ستونزې لامل کېږي او ان میکروبونه د بدن په ټولو ځایونو کې خپرېږي.»

هغه په افغانستان کې پر یاده ناروغي د اخته کسانو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل.

د هغه په خبره، په ښارونو کې خلک ژر ډاکټر ته مراجعه کوي خو په اطرافونو کې بیا خلک ژر ډاکټر ته نه ورځي چې دغه د ناروغۍ سختېدو لامل کېږي.

هغه وویل: «که د دې ناروغۍ دوامداره درملنه ونه شي، د بډوډو رګونه تنګوي، ادرار په سم ډول له مثانې نه تخلیه کېږي او دا چاره ممکن د حالب ډبرې پیدا کېدو لامل شي.»

د کندوز یو ۷۰ کلن اوسېدونکی حاجي اوریاخېل چې د کابل علي‌اباد روغتون ته راغلی، پژواک ته وویل چې د دې ناروغۍ پر وړاندې یې بې پروايي د دې لامل شوه چې د پروستات له ستونزې سره مخ شي.

دی چې یوه اونۍ مخکې په دغه روغتون کې عملیات شوی، د روغتون له خدماتو خوښ دی.

نوموړي زیاته کړه، ناروغي مې تر دې حده پرمختللې وه چې وروستیو ورځو کې یې له ادرار سره وینه راتله، اړ شو چې کابل ته راشي.

دغه راز ۶۰ کلن جمعه‌ګل چې د درملنې په موخه له خوسته کابل ته راغلی او د عملیات لپاره په علي‌اباد روغتون کې بستر دی وایي، له څو کلونو راهیسې یې د مثانې تکلیف درلود خو ډاکټر ته یې مراجعه نه کوله.

د هغه په خبره، له دوو کلونو راهیسې د پروستات ستونزه ورته پیدا شوې چې د ډاکټرانو په خبره، د مثانې دوامدار پړسوب دغه ستونزه ورته پیدا کړې ده.

جمعه‌ګل هم د علي‌اباد روغتون له خدماتو خوښ دی.

Visits: 182

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.