ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چرګانو د تولید ډېرېدل؛ له پاکستانه د چرګانو د وارداتو مخینوی شوی

ننګرهار کې د چرګانو د تولید ډېرېدل؛ له پاکستانه د چرګانو د وارداتو مخینوی شوی

author avatar
3 Oct 2023 - 15:14
ننګرهار کې د چرګانو د تولید ډېرېدل؛ له پاکستانه د چرګانو د وارداتو مخینوی شوی
author avatar
3 Oct 2023 - 15:14

جلال‌اباد (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): ننګرهار ولايت کې د چرګانو د توليد او روزنې د فارمونو مسوولين وايي، د پخوا په نسبت يې توليدات ډېر شوي چې ورسره له پاکستانه د چرګانو وارداتو مخه نیول شوې ده.

هغوی وايي، که ورته پاملرنه زياته شي او حکومتي ادارې له دوی د اړتيا مطابق چرګان واخلي نو دا صنعت په دغه ولايت کې لا وده وکړي.

په ختيځ ولايتونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ د چرګانو د روزنې او توليد فارمونه موجود دي چې هره ورځ بازارونو ته تر ۷۰زره چرګان د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

ننګرهار کې د چرګانو د روزنې فارمونو د اتحاديې مرستيال فضل‌محمد عيار پژواک خبري اژانس ته وويل، د ختيځ زون په درېيو ولايتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې د چرګانو د رزونې شاوخوا ۳۰۰۰ فارمونه موجود دي چې ډېری يې ننګرهار کې دي.

هغه وايي، په هر یوه دغو فارمونو کې له ۳ تر ۱۵ کسانو کسان کار کوي او پر دې سربېره يې د خرڅلاو په چارو کې هم زرګونه کسان بوخت دي.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې حکومت له پاکستانه له دوه کيلو د ډېر وزن لرونکو چرګانو په رالېږد بنديز لګولی چې له امله يې په کور دننه د چرګانو د روزنې صنعت پرمختګ کړی او هره ورځ په دغو درېيو ولايتونو کې شاوخوا ۷۰زره چرګان بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي.

دی وايي، پر ختيځو ولايتونو سربېره اوس د دغو ولايتونو چرګان کابل کې هم بازار ته وړاندې کېږي او که همداسې ورته پاملرنه زياته شي؛ نو نورو ولايتونو ته هم توليدات خپل تولیدات ولېږي.

په ننګرهار کې د چرګانو د روزنې د يوه فارم مسوول احمدشاه پژواک ته وويل چې په ننګرهار کې د چرګانو زيات توليد اوس د پاکستاني چرګانو د وارداتو مخه نیولې ده.

هغه وايي: «موږ په ارزانه بيه چرګان بازار ته وړاندې کوو، في کيلو چرګ په فارم کې په ۱۱۰ افغانۍ سوداګر ته ورکول کېږي، که له پاکستانه له دوو کيلو کم چرګان راوړل شي، نو خپل لګښت هم نه پوره کوي ځکه زموږ بازار ښه شوی او د پاکستاني چرګانو بازار خراب شوی دی.»

هغه غوښتنه وکړه چې دولتي ادارې او په ځانګړي توګه د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه دې د خپلو کارکوونکو د خوړو په خاطر له کورنيو فارمونو سره قراردادونه وکړي، څو دوی ورته چرګان عرضه کړي او د کورنيو توليداتو د زياتوالي ترڅنګ خلکو ته د کاري زمينې د زياتوالي سبب وګرځي.

نوموړی زياتوي، اوس هم يوه ستونزه چې له امله يې فارم لرونکي او خلک زيان ويني، په فارم کې د چرګانو خرڅلاو په کيلو او په دوکانونو کې په عدد باندې دی چې د دې چارې ګټه يوازې هټیوالو او سوداګرو ته رسېږي، بايد ښاروالۍ يې نرخونه کنټرول کړي.

د دغه ولایت اوسېدونکي هم د چرګانو د فارمونو د ډېروالي له امله د هغو د بیو ټيټېدو ته خوښ دي.

د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي ولي‌الله پژواک ته وويل، له هغه راهیسې چې د پاکستاني چرګانو واردات بند شوي، د چرګانو بیې ټيټې شوې دي.

د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند د درونټې سيمې يوه اوسېدونکي ميرويس هم پژواک ته وويل چې د پخوا په پرتله چرګان ارزانه شوي خو بايد حکومت د چرګانو فارم‌لرونکو ستونزې حل کړي چې دا نرخونه همداسې کنټرول پاتې شي.

بلخوا د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین هم په دغه ولايت کې د چرګانو د صنعت ودې ته خوښ دي.

د ننګرهار د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني پژواک ته وويل، د کرنې وزارت له خوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره خبرې رواني دي چې هغوی د خوړو په خاطر د چرګانو اخېستو ته ليواله کړي او له دغو فارم‌لرونکو سره قرارداد وکړي.

دغه راز د جلال‌اباد د ښاروالۍ وياند بختي جان مراد هم پژواک ته وويل چې د ښاروالۍ له خوا جوړه شوې نرخنامه کې د چرګانو خرڅلاو ته نرخ د کيلو په اندازه ټاکل کېږي او تر ډېره دغه چاره عملي شوې هم ده.

اوسمهال په ننګرهار کې د چرګانو د روزنې فارمونو سربېره د کبانو د روزنې سلګونه فارمونه هم شته چې په دغه ولايت کې يې د چرګانو او کبانو د بازار اړتيا پوره کړې ده.

Views: 250

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.