ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې میندې د لور زېږون له امله له سخت تاوتریخوالي سره مخ کیږي

ځینې میندې د لور زېږون له امله له سخت تاوتریخوالي سره مخ کیږي

author avatar
21 Oct 2023 - 17:02
ځینې میندې د لور زېږون له امله له سخت تاوتریخوالي سره مخ کیږي
author avatar
21 Oct 2023 - 17:02

 کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): ښځې د انساني ټولنې نیمه برخه جوړوي او په اسلام کې هم د عزت او درناوي وړ دي، خو سره له دې ځیني کسان د لور پر زېږون خپه کېږي او ان تر دې چې له امله یې د لور مور ځوروي، طلاق کوي او وژني یې.

دغه راز د پژواک موندنې ښیي چې ځیني کسان په روغتون کې د نوو زېږېدونکو لوڼو پرېښودو ته زړه ښه کوي او ځیني غواړي نړۍ ته راتلونکې ماشومه یې په درملو ووژني؛ په داسې حال کې چې ښځه د نارینه اولاد په زېږون کې هیڅ نقش لري او شنونکي وایي چې د لور پر زېږون خپه کېدل جهالت او له الله (ج) سره دښمني ده؛ د لور زېږون له امله له ښځو سره تاوتریخوالی له ټولو قوانینو سرغړونه ده او حکومت، علما او رسنۍ باید خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي.

«د هرې لور پر زېږون به مو په کور کې ماتم جوړ و»

د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکې فاطمه یوه له هغو مېرمنو ده چې د لوڼو زېږولو له امله ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: «له واده مې دېرش کاله تېرېږي، اووه لوڼې لرم، کله مې چې لومړۍ لور پيدا شوه، خاوند مې لږ خوښ و، ډېر بد چلند یې نه کاوه، خو له هغه وروسته مې دویمه، درېیمه، څلورمه او پنځمه لور وشوه، د دویمې لور له زېږون وروسته مې خاوند غوسه و، کور کې به یې حق او ناحق پلمې کولې او جنګونه به یې کول، ماشومانو او زما د ناروغۍ درملنې ته یې هیڅ پام نه کاوه، ښکنځلې به یې راته کولې، وهلم به یې، په شپو، شپو به کور ته نه راته چې ولې مې زوی نه دی زېږولی، خو وروسته له پنځو لوڼو مې یو زوی وزېږېد، بیا خوښ و، له زوی وروسته مې بیا لور وشوه، خاوند مې بیا غوسه و، خو د هرې لور له زېږون وروسته به پر ما او زموږ کور کې ماتم جوړ و.»

هغه وایي، یوه لور یې په روغتون کې وزېږېده؛ خاوند یې له دې امله له ډاکټر سره لفظي شخړه کړې وه چې د لور مبارکي یې ورکړې وه.

د فاطمې په خبره، خاوند یې له ډېرې غوسې په روغتون کې د خپلې لور زېږون د لګښت پیسې نه ورکولې، پلمې به یې ورته جوړولې او له ډاکټرانو سره به یې لانجې کولې.

نه یوازې مېړونه بلکې د خسرګنۍ د کورنیو ځینې نور غړي هم له هغو ښځو سره تاوتریخوالی کوي چې لور وزیږوي.

د باميانو اوسېدونکې سکينه وايي چې کله یې ماشوم په خېټه شو او د ټلویزیوني معایناتو په پایله کې یې جنسیت نجلۍ تثبیت شو، د خسرګنۍ چلند ورسره توپیر وموند.

هغه وایي: «زما مېړه د کورنۍ یوازنی زوی دی، خسر مې غوښتل چې د هغې لمسی هلک وي، خو کله چې زه امیندواره شوم او څرګنده شوه چې نجلۍ مې په خېټه ده؛ نو خسرګنۍ راسره ډېر ناسم چلند پیل کړ.»

سیکنه زیاتوي چې د زیږون پر مهال چا روغتون یو نه وړه او ماشوم یې له لاسه ورکړ.

د لور د زېږون له امله د میندو وژل او طلاقول

د راپورونو له مخې، د ۱۳۹۹ کال په لېندۍ میاشت کې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې یوه مور او د ۱۳۹۰ کال په سلواغې میاشت کې د کندوز په خان‌اباد ولسوالۍ کې هم یوه مېرمن له دې له امله وژل شوې وې چې لوڼې یې زېږولې وې.

دغه راز د پژواک د یو بل خبر له مخې، د ۱۳۹۹ کال په لېندۍ میاشت کې د دایکنډي ولایت په مرکز کې یوه مېرمن له دې امله د خاوند له لوري طلاقه شوې وه چې درې پرله‌پسې لوڼې یې زېږولې وې.

په روغتون کې د نوو زېږېدلو لوڼو د پرېښودو هڅه

کابل کې د ملالۍ زېږنتون مشره ډاکټره ملالۍ رحیم فیضي چې شخصي کتنځی هم لري وایي، له داسې ډېرو پېښو سره مخ شوې چې کله د یوې مور لور زېږېدلې، خاوند یې خپه شوی او په یوه ډول یې نارضایتي ښکاره کړې ده.

فیضي وایي، ځیني کسان غواړي چې خپلې نوې زېږېدلې لوڼې روغتون کې پرېږدي.

ځیني هڅه کوي نړۍ ته راتلونکې ماشومه یې په درملو ووژني

د نسایي ولادي متخصصه فیضي وایي، د شخصي کار پر مهال له داسې کورنیو سره هم مخ شوې چې کله یې له لابراتواري معاینې وروسته ورته ویلي چې زېږېدونکی ماشوم یې لور ده، هغوی غوښتنه کړې داسې درمل ورکړي چې نړۍ ته راتلونکی ماشوم یې لرې کړي، خو هغې دا خبره نه ده ورسره منلې او توصیه یې ورته کړې چې دغه کار دې نه کوي.

هغه زیاتوي: «له طبي پلوه او د عامې روغتیا وزارت د قانون له مخې، هیڅوک باید د ماشوم د جنسیت په اړه د هغې کورنۍ ته څه ونه وایي، حتی د التراسونډ په راپورونو کې د جنسیت برخه نشته او نه لیکل کېږي، خو بیا هم دا چې افغانستان یوه سنتي ټولنه ده، کله چې یوه مور د معاینې لپاره راځي، نو مخکې له دې چې معاینه بشپړه شي، خاوند یې غواړي ورته ووایو چې ماشوم هلک دی که نجلۍ.»

دیني عالم نورالله کوثر هم په دې اړه وایي: «په پرمختللو ټولنو کې او ځینو هېوادونو کې دا ممنوع ده چې د جنین جنیست د هغې کورنۍ ته ووایي، تر هغه چې ماشوم پیدا کېږي باید دغه راز وساتل شي؛ حتا په ځینو هېوادونو کې دا عدلي تعقیب لري، د طبي اخلاقو تقاضا هم دا ده چې دا موضوع پټه وساتل شي؛ ځکه چې ممکن له ډېرې خوښۍ یا له ډېره غمه د جنین سقط وکړي، نو مسلکي او متعهد ډاکټران دا کار نه کوي چې یوې کورنۍ ته دې د جنین جنسیت ووایي، هغوی ورته بهانې کوي چې ما ته څه دقیق معلومات ونه شو، ماشوم په بل مخ دی، نه ښکاري، خو مریض ته اطمینان ورکوي او ورته وایي چې د ولادت پر مهال به معلوم شي چې لور ده او که زوی.»

«ښځه د نارینه اولاد په زېږون کې هیڅ نقش لري»

ملالۍ فیضي وایي، خلک باید نور د لور پر زېږون د خپه کېدو په څېر له بدو دودونو تېر شي او د دې لپاره له ښځې سره تاوتریخوالی ونه کړي چې ولې یې نارینه اولاد نه دی زېږولی؛ ځکه چې هغه (ښځه) په دې برخه کې هیڅ نقش نه لري.

هغه زیاتوي: «د انسان جوړښت په ابتدا کې له کروموزومونو جوړیږي چې ښځه د (اېکس، اېکس) مشابه کروموزومونه لري او نارینه بیا د (اېکس، وای) کروموزومونه لري، کله چې د ښځې اېکس کوروموزوم د نارینه له اېکس کوروموزوم سره القاح وکړي نو د ماشوم جنسیت ښځینه تعیین کېږي او کله چې د ښځې اېکس کروموزوم د نارینه له وای کروموزم سره القاح وکړي نو د ماشوم جنسیت نارینه تعیین کېږي نو په دې لحاظ ویلی شو چې د ښځې کوروموزومونه دواړه مشابه دي او ښځه د نارینه اولاد په زېږون کې هیڅ نقش لري، بلکې نارینه نقش لري.»

«د لور پر زېږون خپه کېدل جهالت او له الله (ج) سره دښمني ده»

دیني عالم نورالله کوثر پژواک خبري اژانس ته وویل، که څوک د لور پر زېږون خپه کېږي، ناپوهي، جهالت، د اسلام ضد عمل او له الله سره دښمني ده او د هغه (ج) پر ورکړه اعتراض دی.

کوثر زیاتوي: «الله (ج) وایي چې الله ځینو ته لور ورکوي، ځينو ته زوی، ځينو ته دواړه او ځیني کسان عقیم ګرځوي … لور د الله (ج) ستر نعمت دی… حدیث شریف کې راځي، د چا کره چې لور وشي، دوه رحمتونه الله (ج) ورلېږي او که زوی وشي یو رحمت ورځي.»

دی وایي چې د زوی او لور توپیر اسلام نه دی کړی، بلکې په ډېرو وختونو کې یې د لور فضلیت ډېر ښودلی دی.

حکومت، علما او رسنۍ باید خلکو ته پوهاوی ورکړي

نورالله کوثر وایي، په دې برخه کې د حکومت، علماوو او رسنیو دنده ده چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چې د لور او زوی زېږون دواړه د الله (ج) فضل او د هغه له لوري دي.

د ده په وینا، خلکو ته باید دا وویل شي چې د لور زېږون عیب نه دی، بلکې دا د جهالت خبره ده چې له اسلامه مخکې به خلکو نجونې ژوندۍ خښولې او لورڼې به یې نه خوښولې.

د لور زېږون له امله له ښځو سره تاوتریخوالی له ټولو قوانینو سرغړونه ده

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان پخواني مشر لعل‌ګل لعل وایي، دا ناخوالې په افغانستان کې شته چې ځيني کسان پر نارینه اولاد خوښ او د ښځینه اولاد په زېږېدو خپه کېږي.

هغه وویل: «څوک چې د لور زېږېدو له امله له ښځې سره تاوتریخوالی کوي، دا جنسیتي تاوتریخوالی دی چې په افغاني ټولنه کې له ښځو سره کېږي… دا کار له بشري او اسلامي حقونو، نړۍوالو قوانینو او د افغانستان د قوانینو له اړخه سرغړونه ده.»

لعل وایي، خلک باید د دې ډول ناروا عملونو پر وړاندې د ښځو ترڅنګ ودریږي، د نارینه‌وو تاوتریخوالی محکوم کړي او حکومت هم باید په دې اړه اړین اقدامات وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي په دې اړه پژواک ته وویل: «څرنګه چې دغه کار غیراسلامي دی، څرنګه چې اسلامي امارت یو اسلامي نظام دی، نو طبعاً زموږ ټول ادارات د دغه بد دود د له منځه وړو لپاره کار کوي، خصوصاً امربالمعروف، حج او اوقاف او د علماوو کرامو ولایتي شوراګاني.»

هغه وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو برخه هم په دې برخه کې د خلکو د اذهانو د تنویر لپاره کار کوي.

Views: 304

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.