ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي اوسېدونکي: حکومت دې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره د لوګي تولیدوونکو توکو بدیل برخه کې پاملرنه وکړي

د دایکنډي اوسېدونکي: حکومت دې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره د لوګي تولیدوونکو توکو بدیل برخه کې پاملرنه وکړي

author avatar
24 Jan 2024 - 18:13
د دایکنډي اوسېدونکي: حکومت دې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره د لوګي تولیدوونکو توکو بدیل برخه کې پاملرنه وکړي
author avatar
24 Jan 2024 - 18:13

نیلي (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د لوګي تولیدوونکو توکو د سوځولو له امله د هوا ککړتیا اندېښمن کړي او وايي ‎حکومت یې باید د مخنیوي برخه کې پاملرنه وکړي.

هغوی له حکومته غواړي چې د لوګي تولیدوونکو سون‌توکو د بدیل برخه کې پاملرنه وکړي څو خلک د ککړې هوا له زیانونو وژغورل شي.

د دایکنډي د نیلي ښار اوسېدونکي عارف صدیقي له پژواک سره خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې د لوګي تولیدوونکو توکو سوځولو له امله د نیلي ښار هوا ډېره ککړه شوې او د تنفسي ‎ناروغیو د زیاتولي لامل شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د چاپېریال ککړتیا ډېره خطرناکه ده، خو حل‌لاره لري، خلک کولای شي د اوسنیو سون توکو بدیل پیدا کړي.»

هغه وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله له پاکو سون‌توکو استفاده خلکو ته سخته ده؛ خو هغه کسان چې د ډبرو له سکرو د سون‌توکو په توګه کار اخلي، باید فلتر ولري څو لږ تر لږه خلکو ته یې زیان کم وي.

هغه زیاته کړه، هغه خلک چې د لوګي تولیدوونکو توکو د سوځولو پر ځای د پاکو توکو سوځولو توان نه لري، باید حکومت له موسسو سره په همغږۍ له پاکو توکو د استفادې زمینه ورته برابره کړي.

نوموړي دغه راز له حکومته وغوښتل، په هغو سیمو کې چې دود تولیدوونکي توکي ډېر سوځول کېږي او هوا یې ککړه کړې، باید د هغو سیمو پر خلکو فشار راوړي، څو فلترونه ولګوي.

د دایکنډي یو بل اوسېدونکی محمدشاه د ککړ چاپېریال زیانونو ته په اشارې وايي چې خلک د سون توکو زیانونو ته هېڅ پاملرنه نه کوي، خو لوګي تولیدوونکو توکو سوځول په ټولنه کې د خطرناکو ناروغیو زیاتېدو لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه: «د ډبرو سکرو زیانونه بیخي ډېر دي، په دې شپو او ورځو کې د سکرو لوګی د بېلابېلو ناروغیو ان د خلکو ترمنځ د ناعلاجه او ساري ناروغیو خپرېدو لامل شوی دی.»

هغه ټینګار وکړ چې د هوا ککړتیا چاپېریال ساتنې او ځنګلونو ته هم زیان رسوي.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې په کورونو کې د ډبرو له سکرو د استفادې پر مهال فلتر ولګوي او هڅه وکړي څو د دود تولیدوونکو توکو سوځول کم کړي.

په همدې حال کې، د دایکنډي د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین هم هوا د ککړېدو په اړه اندېښمن دي او ټینګار کوي چې خلک باید له حکومت او موسسو سره یوځای د چاپېریال ساتنې ګواښونو سره د مبارزې لپاره هڅه وکړي.

د دایکنډي د چاپېریال ساتنې رییس محمدابراهیم شریفی پژواک ته وویل: «په دایکنډي کې خلک د سون لپاره د ډبرو له سکرو، لرګیو، تېلو او ډیزلو استفاده کوي چې لوګی او ککړتیا تولیدوي، دغه توکي د انسان روغتیا ته مضر دي.»

هغه زیاته کړه، که څه هم د اوسنیو سون توکو بدیل په پام کې نه دی نیول شوی، خو خلک دې تر خپل توانه هڅه وکړي څو د کور ګرمولو لپاره د سون له پاکې انرژۍ ګټه واخلي.

دغه راز هغه د «بایوګاز» په نوم د نوې طرحې یادونه وکړه او ويې ویل چې د سون توکو یو ښه بدیل دی.

هغه زیاته کړه چې دغه طرحه یې له موسسو سره هم شریکه کړې څو له خلکو سره مرسته وشي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

شریفي وویل: «بایوګاز د لوګي تولیدوونکو تو پر ځای یو ښه بدیل دی او بایوګاز یوه ښه طرحه ده؛ پخپله د خلکو له لوري امکان لري او خلکو ته ښه اسانتیا برابروي.»

هغه څرګنده کړه چې بایوګاز د حیواناتو له فاضله موادو جوړېږي او په لږ ژورو ځایونو کې د دغو موادو د ساتلو په پایله کې ګاز تولیدیږي چې د هغه لپاره د څاګانو کیندلو برخه کې مرستې ته اړتیا لري.

هغه له خلکو وغوښتل چې د چاپېریال ککړوونکو توکو له سوځولو ډډه وکړي.

Visits: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.