دایکنډي کې یوه کونډه: ما او ماشومانو مې په وږې ګېډه روژه تېره کړې ده
د دایکنډي ولایت د نیلي ولسوالۍ په یوه کلي کې یوه مور له خپلو ۶ تنکیو ماشومانو سره د ژوند شپې او ورځې سبا کوي چې روژه میاشت یې له اوبو او مناسبو خوړو پرته په وږې ګېډه تېره کړې ده.
د دایکنډي ولایت د نیلي ولسوالۍ په یوه کلي کې یوه مور له خپلو ۶ تنکیو ماشومانو سره د ژوند شپې او ورځې سبا کوي چې روژه میاشت یې له اوبو او مناسبو خوړو پرته په وږې ګېډه تېره کړې ده.
مېرمن بسګله چې د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ د سرتګاب اوسېدونکې ده او مېړه یې په تېرو جګړو کې وژل شوی، اوس د اتو یتیمو اولادونو سرپرسته ده او له اقتصادي ستونزو ډک ژوند تېروي.