ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني سرطاني ناروغانې وايي چې د هېواد دننه دې ورته د درملنې لپاره زمینه برابره شي

ځیني سرطاني ناروغانې وايي چې د هېواد دننه دې ورته د درملنې لپاره زمینه برابره شي

author avatar
25 Jan 2024 - 16:54
ځیني سرطاني ناروغانې وايي چې د هېواد دننه دې ورته د درملنې لپاره زمینه برابره شي
author avatar
25 Jan 2024 - 16:54

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): په سرطان اخته یو شمېر کسان له حکومته غواړي چې دوی ته دې په هېواد کې دننه د درملنې زمینه برابره کړي څو د لوړو لګښتونو په ورکولو بهر ته د تلو لپاره مجبور نه شي.

د عامې روغتیا وزارت معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۳ زره کسان په سرطان اخته کېږي چې له دې ډلې ۱۶ زره یې مري.

په سرطان اخته ریتا چې د کابل په کیور روغتون تر درملنې لاندې ده وايي: «په پښه کې مې یو تور خال و، وروسته وپړسېد، ۱۷ کاله مې په پښه کې و، هيڅ مزاحمت یې نه راته کاوه، فکر مې کاوه عادي یو شی دي، کله مې چې پام شو ومې لید چې د دغه خال سر پړسېدلی، ډاکټر ته ورغلم، عملیات مې په کیور روغتون کې وشو، ډاکټرانو ویل چې ته باید د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړه شې؛ ځکه چې د ناروغۍ درملنه دې دلته نه کېږي.»

هغې زیاته کړه چې خپلې ناروغۍ درملنې لپاره په دوو کلونو ۱۵ ځلې پاکستان ته تللې او ۴۰ ځلې ورته شعاع ورکړل شوې ده.

هغې وویل: «اته میاشتې مخکې چې پاکستان ته ولاړم، معاینات مې وکړل، ویل یې چې اوس کوم خطر نشته، د پاکستان روغتون اتمه میاشت درمل راباندې ودرول، ویل یې چې درملنې دې نتیجه ورکړې او ټپ دې جوړ شوی دی، جلدي زخمونه چې ما ولیدل د نورو کسانو هيڅ جوړ نه شول، پر خپل وخت مې درملنه وکړه، لګښت مې وکړ، اوس ښه یم.»

نوموړې له حکومته وغوښتل چې سرطاني ناروغانو ته اسانتیاوې برابرې کړي څو اړ نه شي د خپلې درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

دغه راز ۴۵ کلنه فوزیه یوه له هغو مېرمنو ده چې له اتو کلونو راهیسې په سرطان ناروغۍ اخته ده.

هغې زیاته کړه چې ټول شته یې د خپلې درملنې لپاره ولګول، خو نتیجه یې ور نه کړه.

هغې د خپلې ملا برخه کې پر وینو ککړې دانې ته په اشاره زیاته کړه: «لومړی مې په ملا دغه دانه راوخته، تل به ترې وینې تلې، ډېرو ډاکټرانو ته لاړم خو ښه نه شوه.»

نوموړې هم له اسلامي امارته غواړي: «امکانات دې برابر شي چې خپل هېواد کې مو درملنه وشي.»

بلخوا، د کیور روغتون د پتالوژي برخې مسوول ډاکټر محمدعمر ملکزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د سرطان ناروغي د حجرو بې‌کنټروله انقسام او تکثر له امله رامنځته کېږي، عادي حالت کې هم حجرې وده کوي خو په سرطاني حالت کې بې کنټروله او غیر نورمال تکثر کوي او تومور رامنځته کوي چې په پایله کې وینې ته داخلېږي او د وجود حیاتي برخو ته انتقالېږي او د انسان د مرګ لامل کېږي.»

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې پر سرطان د اخته کېدو عوامل بېلابېل دي خو زیاته یې کړه چې ارثیت، د کیمیاوي موادو له وړانګو سره مخ کېدل او د ځینو بې‌کیفیته او غیرمعیاري خوراکي توکو خوړل پر سرطان د اخته کېدو لوی لاملونه دي.

د هغه په خبره، سرطان بېلابېل ډولونه لري خو د څېړنو له مخې، په افغانستان کې تر ټولو عام ډولونه په ښځو کې د سینو سرطان، په نارینه او ښځو کې د معدې او جلدي سرطانونه دي.

هغه وویل، د افغانستان ډېر خلک بزګري کوي او د لمر وړانګو له امله پر جلدي سرطان اخته شوي دي.

ډاکټر ملکزی وایي چې په هېواد کې د سرطان ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او زیاتوي: «مخکې به ناروغان د تشخیص او درملنې لپاره له هېواده بهر تلل خو اوس ډېر په هېواد کې دننه ډاکټرانو ته مراجعه کوي او هره میاشت کیور روغتون کې پر دې ناروغۍ ۲۰۰ اخته کسان تشخیصېږي.»

نوموړي وویل، اوس‌مهال د دې ډول ناروغانو کیموتراپي یا شیمو درملنه او د درملو له لارې درملنه د هېواد په داخلي روغتونونو کې ترسره کېږي خو تر اوسه افغانستان کې لیزري درملنه نشته او ناروغانو له هېواده بهر ځي.

هغه ډاکټر ته پر وخت مراجعه مهمه بولي او وايي: «کله چې د یوې ښځې په وجود کې یو تومور پیدا کېږي او خپل بدن کې تغییرات احساسوي، په لومړۍ مرحله کې ناروغي تشخیصېږي او په لومړنۍ مرحله کې په کمو مصارفو د جراحي عملیات ترسره کېږي، خو په داسې حال کې چې د سینې پر سرطان اخته ناروغان د شرم یا کلتوري محدودیت له امله ډاکټر ته مراجعه ونه کړي، د مثال په ډول داسې ناروغان هم شته چې یوه سینه یې سرطان وه، بله سینه یې هم عملیات کړې او دواړه عملیات شوې وي، کله چې له ناروغه پوښتنه کوو چې ولې مو ناوخته ډاکټر ته مراجعه کړې؟ وايي چې د شرم له امله مې ژر ډاکټر ته مراجعه نه ده کړې.»

د هغه په وینا، سرطاني ناروغان باید په لومړۍ مرحله کې ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ ځکه په کم لګښت یې درملنه کېږي، خو که په وروستۍ مرحله کې مراجعه کوي بیا سیټي اسکن، کیموتراپي… ته اړتیا پیدا کېږي، درملنه یې سختېږي او د درملنې لپاره باید بهر ته لاړ شي او د دې ترڅنګ باید سلګونه زره افغانۍ په درملنه ولګوي.

ډاکټر ملکزي د یادې ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوي کچې لوړول مهم وبلل، ویې ویل چې باید د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو له لارې د دې ناروغۍ په اړه نشرات وشي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد پخوا په یوه پروګرام کې ویلي وو چې هر کال افغانان نیم میلیارد ډالر له هېواده بهر د درملنې لپاره مصرفوي.

هغه دغه پیسې د هېواد لپاره لوی لګښت وباله او ویلي یې وو چې د یادې ستونزې هواري په موخه د روغتونونو ریفورم او نوي کولو پروګرام یې پیل کړی او د دغه پروګرام پلي کېدو لپاره شاوخوا څلور میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي.

نوموړي ویلي وو، وروسته له هغه چې یاد روغتونونه په اساسي ډول بیا ورغول شي، هغه ماهر او وړ ډاکټران به چې له هېواده بهر مېشت دي، راوبلي او په روغتونونو کې به یې وګوماري.

Visits: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.