ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې بوټ‌تولیدوونکي: پر واردېدونکو بوټانو دې تعرفه لوړه شي

هرات کې بوټ‌تولیدوونکي: پر واردېدونکو بوټانو دې تعرفه لوړه شي

author avatar
25 Feb 2024 - 15:41
هرات کې بوټ‌تولیدوونکي: پر واردېدونکو بوټانو دې تعرفه لوړه شي
author avatar
25 Feb 2024 - 15:41

هرات (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): هرات کې د بوټانو یو شمېر تولیدوونکي د دغه ولایت بازارونو ته د ورته محصولاتو پر وارداتو ‎اندېښنه څرګندوي او وايي، دا کار د دې لامل کېږي چې د بوټانو د تولید ډېرې کارخونې خپل فعالیت بند کړي.

هغوی له حکومته غواړي چې هرات ته له بهر څخه د ورته بوټانو د واردېدو مخه ونیسي او یا یې ګمرکي تعرفه لوړه کړي.

«د صدیقي بوټ تولید» کارخونې یوه برخه‌وال بصیراحمد یاوري پژواک خبري اژانس ته وویل، هرات کې د بوټانو د تولید او پلور بازار ښه نه دی او داسې حالت راغلی چې هیڅ یې تمه نه وه.

نوموړي زیاته کړه، که هرات کې د وطني بوټانو د بازار وضعیت همدا ډول پاتې شي، کېدای شي چې نږدې وختونو کې پاتې کارخونې هم خپل فعالیت ودروي.

یاوري د یادې ستونزې اصلي لامل د هرات بازارونو کې د جعلي جنسونو شتون وباله او زیاته یې کړه چې اوسمهال دوی ته یوه جوړه بوټ په ۲۰۰ افغانۍ تمامېږي، دا په داسې حال کې ده چې جعلي جنس یې بازار کې په ۱۵۰ افغانۍ پیدا کېږي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د بوټانو ګمرکي محصول لوړ کړي څو بازار کې د جعلي او کاپي جنسونو مخه ونیول شي، په دې کار سره دغه ولایت کې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابرېدای شي.

د بوټانو یوه بل تولیدوونکي خلیفه محمدداوود هم پژواک ته وویل، هرات کې د تولید شوو بوټانو کیفیت له ایران او پاکستانه د وارد شوو بوټانو له کیفیته څو برابره دی او اړتیا ده چې د حکومت له لوري د داخلي تولیداتو او محصولاتو لا ډېر ملاتړ وشي.

هغه چې اوسمهال یې خپله کارخونه کې ۱۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، وویل، که د ورته واردېدونکو بوټانو ګمرکي تعرفه لوړه شي، چمتو دی چې ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړی زیاتوي، ټول هرات کې د بوټانو تولید څه باندې ۳۰۰ کارخونې شته چې هرې یوې کې ۱۰ یا ۱۵ کسان پر کار بوخت دي.

ورته مهال، د هرات د بوټ‌جوړوونکو صنف رییس عبدالوهاب امیني د دغه ولایت په بازار کې د جعلي اجناسو د شتون په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره وایي، هرات کې نږدې ۳۵۰ کارخونې دي چې د یوه کال په اوږدو کې ۱۰۰ کارخونې له سقوط سره مخ شوې او ۲۵۰ نورې په ډېرو ستونزو فعالیت کوي.

امیني زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د دغه ولایت د بوټ‌جوړوونکو صنف څه باندې زر کارګرو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ډېر شمېر یې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «موږ غواړو چې د ورته واردېدونکو بوټانو ګمرکي تعرفه لوړه شي څو د یادې اتحادیې کارګر وکولای شي چې دغه ولایت کې په دوامداره او ګټوره توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.»

ورته مهال، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیرمحمد سیرت وايي، اسلامي امارت د ټولو سوداګرو او پانګه‌والو ملاتړ کوي.

نوموړی وايي، تېرې یوې میاشت کې یې د ۱۸ ډوله جنسونو ګمرکي تعرفه لوړه کړې، خو د تعرفې لوړول د بازارونو ارزولو او تحلیل ته اړتیا لري څو څرګنده شي چې څه وخت د کومو جنسونو ګمرکي تعرفه لوړه یا ټیټه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د بوټ‌جوړوونکو صنف وايي، که دوی ته د کار زمینه برابره شي او د وارداتي بوټانو ګمرکي تعرفه لوړه شي، د هرات ټولو بازارونو او ان نورو ولایتونو ته د کیفیت‌لرونکو بوټانو د عرضه کولو وړتیا لري.

Views: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.