ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: بدخشان او دایکنډي کې له نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه ‌لري

مسوولین: بدخشان او دایکنډي کې له نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ نه ‌لري

فیض‌اباد، نیلي (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): ځايي مسوولین وايي چې بدخشان او دایکنډي ولایتونو کې د ۱۰۷۷ ښوونځیو له ډلې نیمايي یې ودانۍ نه‌ لري او زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د دایکنډي د پوهنې رییس عنایت‌الله سهار پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل چې په ټوله کې د دغه ولایت په کچه ۴۳۱ ښوونځي شته چې له ډلې یې په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۷۰ ښوونځي ودانۍ نه‌ لري.

نوموړي زیاته کړه، د دوو ښوونځیو جوړېدو چارې پای ته رسېدلې او په راتلونکو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او پلان کې ده چې د ۳۰ ښوونځیو ودانۍ په راتلونکي کال کې جوړې شي چې له دې ډلې د ۱۷ ښوونځیو جوړېدو قراردادونه لاسلیک شوي دي.

د دایکنډي د پوهنې رییس وویل چې د ښوونځیو د ودانیو نشتون په دغه ولایت کې د زده‌کوونکو زده‌کړو پر وړاندې یوه له اساسي ستونزو څخه ده او ځیني زده‌کوونکي په ناسم چاپېریال کې زده‌کړې کوي چې دغه کار د هغوی په درسونو باندې بده اغېزه کوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دوی د دایکنډي زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو ښه چاپېریال برابرولو په موخه هڅې کوي.

ورته مهال، دایکنډي کې یو شمېر زده‌کوونکي هم د ښوونځیو ودانۍ له کمښته شکایت لري او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې د لسم ټولګي یوه زده‌کوونکي فیض‌الله پژواک ته وویل: «ښوونځی مو ودانۍ نه‌لري او ځیني وختونه په جومات کې درس لولو، ځیني وختونو معارف خیمې راکولې او تر خیمو لاندې مو درس لوستلو چې ډېره ته سخته وه.»

هغه زیاته کړه، دوی د څو کلونو لپاره د شپږو ډېرو ټولګیو له زده‌کوونکو سره په یوه ځای کې په یوه ټولګي کې درس لوست او د نورو ټولګیو د زده‌کوونکو شور له امله یې نه ‌شو کولای درس په سمه توګه زده کړي.

دایکنډي کې د ښوونځي یو بل زده کوونکی قاسم‌علي وايي چې هغوی د ښوونځي ودانۍ د نه درلودلو له امله ځیني وخت په ازاده فضا کې درس لولي او که زده کوونکو ته د زده کړو مناسبه فضا شتون ولري، د هغوی لېوالتیا به زده کړو ته لا ډېره شي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د پوهنې پیاوړتیا لپاره دې ډېرې هڅې وکړي څو د ده په وینا، هغوی وکولای شي د خپل او هېواد ښه راتلونکي لپاره کار وکړي.

د دایکنډي د پوهنې مسوولینو په وینا، په دغه ولایت کې ۱۳۳ زره زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي چې ۷۱ زره یې هلکان او له ۶۱ زره ډېرې یې نجونې دي.

بلخوا، بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د بدخشان په ۲۷ اداري واحدونو کې د ۶۴۶ ښوونځیو له ډلې ډېری د ودانۍ او درسي ټولګیو له کمښت سره مخ دي او زده‌کوونکي يې په ازاد چاپېریال کې زده‌کړې کوي.

د بدخشان د پوهنې ریاست د نشراتو امر عبدالغني عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو جګړو له امله د دغه ولایت په یفتل پایان، جرم، وردوج، تشکان، راغستان، شهدا او بهارک ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي په بشپړ او یا قسمي توګه ویجاړ شوي چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

هغه زیاتوي، په زېباک، اشکاشم، شغنان او ارغنجواه ولسوالیو او ښاري حوزو کې یو شمېر ښوونځي ودانۍ لري، خو ۵۰ سلنه نور يې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

هغه زیاتوي، په شغنان ولسوالۍ او مرکزي حوزه کې ۶۴۶ لیسې، منځني او لومړني ښوونځي او دوه د سوادزده‌کړې ښوونځي موجود دي چې ۲۲۵ زره نارینه او ۱۸۳ زره ښځینه زد‌ه‌کوونکې په کې پر زده‌کړو بوخت دي او د ۱۱ زره او ۱۰۰ ښوونکو له خوا چې ۳۸۹۵ یې ښځینه دي، په کې تدریس کېږي.

هغه وايي، د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د یو شمېر ښوونځیو ودانۍ د تېرو جګړو له امله ویجاړې شوې چې بیارغولو لپاره یې ۱۳ میلیون افغانیو ته اړتیا ده.

دغه راز، بدخشان کې یوه ټولنیزفعال غلام‌محمد اتش‌پور وايي، اسلامي امارت باید د نورو بنسټیزو کارونو ترڅنګ د ویجاړ شوو ښوونځیو بیارغولو ته هم پاملرنه وکړي څو زده‌کوونکي په خوندي چاپیریال کې خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړي.

د بدخشان د جرم ولسوالۍ اوسېدونکی ۱۴ کلن یاسر چې د اتم ټولګي زده‌کوونکی دی وايي، د درسي ټولګیو نشتون له امله دوی په ازاد چاپیریال کې زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړه، د دوبي په موسم کې یې ګرمي او موسمي ورښتونو ښوونځیو ته د تګ مخه نیسي، خو چاره نه لري، باید ګرمي او باران وزغمي او د روښانه راتلونکي لپاره زده‌کړې وکړي.

هغه له اسلامي امارت او مرستندویه موسسو غواړي چې دوی ته د ښوونځیو ودانۍ او درسي ټولګي جوړ کړي، څو خپلو هیلو ورسېږي او افغانستان ته خدمت وکړي.

Visits: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.