ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۶ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو

30 Mar 2024 - 16:01
30 Mar 2024 - 16:01

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۳): تېره اونۍ درېیو هېوادونو له افغانستان سره د ۱۸،۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ او پاکستان وویل چې د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ پيلوي، خو دغه هوډ د نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه راوپارول.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د خواجه محمداصف ادعا: پاکستان کې د ترهګرۍ سرچينه افغانستان کې ده؛ مجاهد: موږ يې ردوو او دا د پاکستان د خپلو ناکامیو د توجیې هڅه ده.
  • پاکستان د افغان کډوالو ایستلو دويمه لړۍ پیلوي.
  • نړۍوال بنسټونه د کډوالو په زور ایستلو اندېښمن کړي او مجاهد دغه چاره د منل شوو نورمونو خلاف بولي.
  • کابل کې د ناروې سفیر: د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوو.
  • هسپانيه، روسيه او جرمني له اړو افغانانو سره څه باندې ۱۸.۴ میلیونه ډالر مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو.

کابل امنیه قومانداني وایي، تېره اونۍ په کابل ښار کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې درې انسان‌تښتوونکي وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې دوو کسانو د ماشومانو پر سر شخړه کړې چې يو کس په کې وژل شوی، د همدغه ولايت په سپين‌غر ولسوالۍ کې د اوبو پر سر په شوې لانجه کې یو کس وژل شوی دی.

دغه راز، په فراه کې د خلکو ترمنځ شخړه شوې، درې کسان په‌کې ټپيان شوي، غور کې د قومي شخړې له امله یو کس وژل شوی او نورستان کې د دوو کسانو ترمنځ د پور پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی او بل ټپي دی.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو د پروان د بګرام ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو يو پلار او زوی په خپل کور کې، يو شپږ کلن ماشوم او ۴۸ کلن سړی په ډزو وژلي او یو کس د ښکاري ټوپک په ډز وژل شوی دی.

دغه راز، کندهار کې یوه کس خپله میره په ډزو وژلې او هلمند کې د پخواني ماين چادونې درې ماشومان وژلي او دوه نور ټپیان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمداصف وویل چې ګواګې «پاکستان کې د ترهګرۍ سرچينه افغانستان کې ده» او پر اسلامي امارت یې تور پورې کړ چې هلته د وسله‌والو له «پټنځایونو خبر دي.»

خو د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد د خواجه محمداصف څرګندونې رد کړې او دا یې د پاکستان له خوا د خپلو ناکامیو د توجیه هڅه وبلله.

مجاهد وويل: «موږ دغه خبرې يو ځل بيا بې‌بنسټه بولو، افغانستان په خپله څلوېښت کاله د جنګ قرباني و، په خپله ستونزې لري، په خپله يې مشکلات ګاللي دي، نو داسې دلته د ستونزو منبع بلل کېږي، غلطه خبره ده؛ له خپل مسووليته تېښته ده او د خپلو ناکاميو توجيه کول دي.»

له پاکستان د افغان کډوالو ایستلو دويمه لړۍ

د راپورونو له مخې، د پاکستان نوي حکومت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی څو د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ تر راتلونکې يوې مياشتې پيل کړي. ویل شوي چې په دغه دور کې به یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي.

د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو د دغه هېواد له نوي حکومته غوښتي چې افغان کډوال دې نه وباسي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې افغان کډوال باید د بشري حقونو د قوانینو پر اساس خوندي پاتې شي.

په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتوت له پاکستانه د افغان کډوالو د دویمې لړۍ پیلېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپلو مېنو ته د تګ لپاره کافي وخت ورکړل شي او په زور ایستلو ته اړ نه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په دې اړه ویلي: «په زور ایستنه که د هر هېواد او هر چا له لوري وي، غیرقانوني او د منل شوو نورمونو خلاف ده؛ داسې باید ونه شي؛ ځکه د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه کډوالو ډېرې ستونزې لیدلې دي.»

دا په داسې حال کې چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو ایستلو لومړۍ لړۍ د ۱۴۰۱ کال لړم په لسمه پیل شوې وه او د راپورونو له مخې، په لومړي پړاو کې تر ۵۰۰ زره ډېر افغانان افغانستان ته راایستل شوي وو.

کابل ته د پاکستان د سوداګريز پلاوي راتګ

تېره اونۍ، د پاکستان سوداګرۍ وزارت مرستیال محمدخُرم آقا په مشرۍ یو پلاوی د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په بلنه – چې د سفر موخه يې د سوداګریزو اړیکو پراختیا ښودل شوې – کابل ته راغی.

افغان چارواکو له ياد پاکستاني پلاوي سره د لیدنو پر مهال ويلي چې د سوداګرۍ اړوند مسایلو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، سوداګریزې مسئلې باید له سیاسي مسایلو جلا شي او د سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې د شته ستونزو هواري لپاره ګډ او مخلصانه اقدامات وشي.

دغه راز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له ياد پلاوي سره تر ليدنې وروسته ويلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوا له لارې ترانزیټ پیلېږي.

کابل کې د ناروې سفیر: د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوو

تېره اونۍ، په کابل کې د ناروې سفیر پاول کلومن بېکین د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د ا.ا د مخالفینو ملاتړ نه کوي او زياتوي، دا چې تر اوسه نړۍ د افغانستان حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، دا د دواړو په ګټه نه دی او بايد په دې برخه کې د پرمختګ لپاره لا ډېرې هڅې وشي.

هغه په دې لیدنه د افغانستان او ناروې اړیکو ته په اشاره ويلي چې هېواد يې له اسلامي امارت سره ښې او اوږدې اړیکې لري.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، هسپانيه له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره يو ميليون یورو (۱،۰۶ ميليون امريکايي ډالر) او روسیې له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د یو میلیون امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.

دغه راز، جرمني ویلي چې د افغان زده‌کوونکو د تغذیې برخه کې ۱۵ میلیون یورو (۱۶،۴ میلیون امریکایي) مرسته کوي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version