خوستښار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په موسیخېلو ولسوالیو کې یې ۵۸ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
دغه څرګندونې د خوست د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې یاد ۵۸ کیلوګرامه چرس یې په یوه کور کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه کړي او په تړاو دوه تورن کسان هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوي کسان تر پوښتنو لاندې دي چې دوسيې به يې قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن