حیرتان بندر کې ۱۴۸ کیلوګرام چرس نیول شوي
د بلخ د ګمرک ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې یې ۱۴۸ کیلوګرامه چرس چې ازبکستان ته قاچاق کېدل، کشف او ضبط کړي دي.
د بلخ د ګمرک ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې یې ۱۴۸ کیلوګرامه چرس چې ازبکستان ته قاچاق کېدل، کشف او ضبط کړي دي.
پنجشیر کې مسوولین د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ۹۳۷ کیلوګرام د چرس له ترلاسه کیدو خبر ورکوي او زیاتوي چې دغه مواد له کشف او ضبط وروسته وسوځول شول.
پکتیا کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۷۰۰ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، نن يې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ۲۸۵۰ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي، امنیتي کسانو د دغه ولایت په مرکز کې پنځه زره پنځه سوه کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي او په تړاو یې ۱۰ کسان نیولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د ١٥مې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې څلور سوه کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي او په تړاو يې دوه کسان نيولي دي.
د پکتیا امنیې قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په نهه ډاډسن موټرونو کې بار چرس ترلاسه کړي دي.
په ننګرهار او بغلان ولايتونو کې ۱۴۷ کيلوګرامه چرس ترلاسه او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم کې د کميسارۍ او انټرپول پوليسو له لوري پاکستان ته د ۴۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه. د يادو پيسو د قاچاق په تور باندې يو…
د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي چې په مرکز پل علم کې ٣٦٠ کيلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي دي. د اړوندې موضوع په اړه دلوګر امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله…