ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو ښځو ته لا هم د مهر حق نه ورکول کېږي

ځینو ښځو ته لا هم د مهر حق نه ورکول کېږي

author avatar
10 Apr 2024 - 10:06
ځینو ښځو ته لا هم د مهر حق نه ورکول کېږي
author avatar
10 Apr 2024 - 10:06

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۳): د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځینې ښځې وایي، مېړونه یې د مهر حق نه ورکوي او یا یې له دې امله نه شي ترې غوښتلی چې کورنۍ اړیکې یې خرابېږي.

دا په داسې حال کې ده چې مهر د ښځې شرعي حق دی او د پېغلې او کونډې دواړو لپاره واجب دی چې بايد ورکړل شي.

دیني عالمان وایي، ښځه د خپل مهر د تعیین په اړه د تصمیم خاونده ده، څومره مهر ټاکي ټاکلی يې شي، خو اندازه به يې له لسو شرعي درهمو کمه نه وي.  د اسلامي احکامو له مخې، حسنه واده هغه دی چې مهر په کې تر ټولو لږ وي.

د میدان‌وردګو د مرکز ميدان‌ښار اړوند هزاره قول اوسېدونکې بخت بي‌بي وايي چې د نکاح مراسمو پر مهال يې مهر ۱۲۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوی و خو تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

هغه زياتوي: «پلارګنۍ مې ۳۵۰۰۰۰ افغانۍ د ولور په نوم اخيستې وې، په هغې کې يې زما لپاره لږ او ډېر د کور وسایل، جامې او سره‌زر واخيستل، خو د نکاح پر مهال زما مهر ۱۲۵۰۰ افغانۍ وټاکل شو، د همدې مراسمو پر مهال مې خاوند د نکاح پلار ته ويلي وو چې ټاکل شوې مهر راکوي؛ خو تر اوسه مې دغه پیسې نه دي ترلاسه کړې.»

هغه چې ۱۳ کاله مخکې واده شوې او د شپږو ماشومانو مور ده، وايي، څو څو ځلې يې خاوند ته ویلي چې د مهر پيسې يې ورکړي، خاوند يې ورته ويلي چې مهر يې ورکوي خو اوس ورسره نشته.

بخت بي‌بي زياتوي: «په هر کور کې لوی او واړه جنجالونه شته، پوهېږم که اوس مې له خاونده مهر په جديت وغواړم او هغه د خپل معاش له پيسو ما ته د مهر پيسې راکړي او ګډ کور ته پيسې ورنه کړي؛ د وروڼو ترمنځ جنجالونه رامنځته کېږي، نو اوس په دې اړه ‌ډېر جديت نه کوم.»

هغې زياته کړې، نه غواړي د خپل مهر ترلاسه کولو په موخه د خپلې کورنۍ ارام ژوند له ستونزو سره کړي.

د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکې فاطمه نظري – چې شپږ کاله مخکې واده شوې او يو څلور کلن زوی لري – وايي، له واده وروسته هم پر دې نه وه خبره چې مهر يې څومره ټاکل شوی.

 خو هغه زياتوي چې وروسته يې خاوند ته ویلي، غواړي رسمي نکاح‌خط جوړ او د خپل مهر کچه په کې وټاکي.

نظری زياتوي: «ما غوښتل چې خپل مهر لوړ وټاکم خو خسر مې راته وویل، ستا مهر مو لس درهمه ټاکلی او خاوند دې تا ته هغومره مهر درکوي چې د نکاح په مراسمو کې ټاکل شوی؛ خو ما ورته وویل چې زه اصلاً خبره نه يم، اصلاً له ما پوښتنه نه ده شوې؛ دا چې يو کس مهر ټاکلی او بل قبول کړی، دا زما کار نه دی، خو زه رسمي – دولتي نکاح‌خط غواړم او هغه اندازه مهر بايد په کې وټاکل شي چې زه يې غواړم.»

نظري وايي، دا چې د دې او د خاوند د کورنۍ ترمنځ يې يو څه ستونزې راپيدا شوې وې؛ له دې وېرې چې خاوند يې طلاق ور نه‌کړي او يا دویم واده ونه کړي، غواړي خپل مهر لوړ وټاکي.

هغې زياته کړې: «ما خپل خاوند ته وویل چې زه له تا خپل مهر نه اخلم خو په دوو حالتونو کې، یا دا چې طلاق راکړې او يا هم بل واده وکړې؛ له دغه پرته يې نه درنه اخلم؛ خو تر اوسه هم دغه کار [نکاح‌خط اخيستو] ته حاضر نه شو.»

هغه زياتوي، د همدې موضوع له امله له تاوتريخوالی سره مخ شوه، کنځلې او سپکې سپورې ورته وشوې، ووهل شوه، دا ورته وویل شول چې تا ته يې څوک درښيي چې ولاړه شه نکاح‌خط واخله او له خپل خاونده دې ډېر مهر وغواړه.

د بامیان د مرکز اوسېدونکې زهرا چې شاوخوا ۲۵ کاله مخکې واده شوې او پنځه اولادونه لري وايي، د نکاح مراسمو پر مهال يې مهر ۵۰زره افغانۍ ټاکل شوی و خو تر اوسه يې نه دی ترلاسه کړی.

هغې په دې اړه چې ایا له خپل خاونده يې د مهر ترلاسه کولو غوښتنه کړې، وايي: «نه، تر اوسه مې د خپل مهر ترلاسه کولو غوښتنه نه ده کړې؛ ځکه د مهر په بدل کې راته ویل شوي چې د کور په خير او خيرات کې شريکه يې.»

زهرا وايي، ډېرې مېرمنې له دې امله چې کورنۍ ستونزې راولاړې نه شي، نه غواړي خپل مهر وغواړي.

هغې د بېلګې په ډول وویل: «زموږ په ګاونډ کې يوه مېرمن چې زده‌کړې يې کړې وې، له خپل خاوند يې مهر وغوښت؛ په کور کې يې سم سرخوږی جوړ شو، شخړې او ستونزې راولاړې شوې.

د هرات ښار اوسېدونکې ۲۲ کلنه فاطمه وايي چې د واده پر مهال يې د مهر ټاکلې اندازه نه ده ورته معلومه.

هغه زياتوي، دا رسم تر ډېره نه دی معمول شوی چې مېرمنې ته دې مهر ورکړل شي او يا دې مېرمنې د خپل مهر غوښتنه وکړي، په عادي ژوند کې مېرمنې دا کار نه کوي، يوازې د طلاق اخيستو پر مهال مېرمنې د خپل مهر غوښتنه کوي.

هغه وایي: «کله چې مېرمن له خاونده د مهر غوښتنه وکړي نو ډېر ځله خاوند خپلې مېرمنې ته وايي، کوم جهیز او يا د ولور پیسې دې چې پلار اخيستې، هماغه دې مهر دی، نور څومره مهر غواړې، مهر څه شی دی بابا، مهر چا غوښتی او چا ورکړی.»

د دايکنډي د نيلي ښار اوسېدونکې ۲۱ نازدانه وايي چې د نکاح پر مهال يې مهر پنځه سوه زره افغانۍ ټاکل شوی و خو يوازې ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ يې ترلاسه کړې او د نورو پيسو په اړه معلومات نه لري.

هغه وايي، مېرمن په هيڅ صورت زړه نه ښه کوي چې خپل مهر ـ له دې سره سره چې په اړه يې پوره معلومات هم لري – غوښتنه وکړي.

نازدانه وايي: «کله چې مېرمن د مهر غوښتنه وکړي، د خاوند له لوري ورته ویل کېږي؛ طلاق ته دې زړه شوی چې مهر غواړې! او داسې نور، نو له همدې وېرې اصلاً مېرمنې زړه نه ښه کوي چې د خپل مهر غوښتنه وکړي.»

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار د هډې فارم اوسېدونکې مريم چې شپږ کاله مخکې واده شوې او دوه اولادونه لري، وايي، مهر يې ۲۰۰ زره پاکستانۍ کلدارۍ ټاکل شوی و خو تر اوسه یې نه دی لیدلی او نه ورکړل شوی.

هغه زياتوي: «بار بار مې [خپل مېړه] ته وویل چې مهر مې راکړه، که نه په هیڅ صورت يې نه درته بښم؛ خو هغه يې په اړه هيڅ نه راته وايي چې يا يې راکوي او يا يې نه راکوي؛ خو زه پوهېږم چې نه يې راکوي؛ ځکه چې تر اوسه مې ترلاسه نه کړ، نو له دې وروسته به يې څنګه ترلاسه کړم.»

مريم وايي، ډېرې مېرمنې داسې دي چې په بدل کې ورکړل شوې، مهر یې هماغه بدل دی، خپل غږ نه شي پورته کولای او ځینې ځکه غږ نه شي پورته کولای چې د ولور پیسې یې پلار اخیستې دي.

ديني عالمان وايي، مهر د ښځې مسلم او د قران‌کريم پر اياتونو ثابت شوی حق دی چې د لوی خدای (ج) له لوري د «يوې اللهي ډالۍ» په توګه ښځې ته ورکړل شوې ده.

مولوي نورالله کوثر وایي، مهر هغه یو سهم دی چې د ښځې لپاره د نکاح به بدل کې مقررېږي، الله (ج) فرض ګرځولی او بايد مېرمنې ته ورکړل شي.

هغه زياتوي: «مهر په دوه ډوله دی، يو مهر معجل دی او بل مهر موجل، خاوند کولای شي د مهر تر ټاکل کېدو وروسته په معجل ډول (سمدلاسه يې ورکړي) او يا په موجل ډول (تر يوې مودې وروسته) يې ورکړي، خو دا د ښځې حق دی، دفعتاً يې هم غوښتلی شي، بل وخت يې هم غوښتلی شي او خاوند مکلفيت لري چې مهر يې ورکړي؛ که څوک د مهر وس ونه لري، د نفقې وس ونه ولري، بيا واده ورته ناروا دی، که ښځه له خپل حق نه تېرېږي؛ هغه بیا بېله خبره ده، خو بې مهره واده نشته.»

د ده په وينا، د کور په خیر او خیرات کې د ښځې شريک کول او ولور (هغه پیسې چې د نجلۍ پلار یې اخلي) حرام دي،   په مهر کې نه حسابېږي.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې مهر ته د ښځو لاسرسي برخه کې یې ګامونه پورته کړي دي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رییس مولوي عبدالغفار فاروق پژواک خبري اژانس ته وویل چې په هېواد کې د اسلامی امارت له بیا حاکمیت راوروسته په ټول هېواد کې ۷۶۴۵ هغه ملکیتونه ثبت او اسناد یې محاکمو ته لېږل شوي چې مېرمنو ته په مهر کې ورکړل شوي وو.

د ده په وينا، دغه راز، شاوخوا ۴۶۰۰ ښځو ته د میرات او خپلو حقوقو ترلاسه کولو برخه کې د دغه وزارت له لوري اسانتیاوې برابرې شوې، ۷۴۰۰ د ښځو د میراث اړوند مسایل محاکمو ته لېږل شوي، پنځه زره شاوخوا ښځي د ميراث له حقوقو برخمنې شوې او شکایتونو ته یې رسېدنه شوې، د ښځو پر وړاندې د زور زياتي ۴۷۴۰ مواردو مخنيوي شوی او په تړاو يې اړوند ادارو ته راپور ورکړل شوی دی.

مولوي فاروق زياتوي، د دې ډېر یې د مهر، میراث او نور حقوقي موارد وو چی د خاوند، خسر، پلار، ورور او لېور له لوري ستونزې ورته جوړې شوې وې او د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له لوري يې ستونزې حل او یا اړوند ادارو ته د حل په موخه راجع شوي دي.

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.