ژبه

د غویي اتمه افغانستان کې د مجاهدینو د بریا له ۳۲مې کالیزې سره برابره ده

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): د ۱۳۷۱ کال د غویي اتمه په افغانستان کې د ډاکتر نجیب‌الله حکومت ړنګ شو او نن په هېواد کې د مجاهدینو د بریا ۳۲مه کالیزه ده.

د غويي اتمه د «مجاهدینو د بري» ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د خلق ډیموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غویي په اوومه کودتا وکړه او د وخت د ولسمشر محمد داوود جمهوري نظام یې ړنګ کړ؛ وروسته د افغانستان خلک د خلق ګوند د حکومت پر ضد راپورته شول او د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه شوروي پوځیانو د یاد حکومت په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.

د افغانستان د خلکو مقاومت په پایله کې شوروي پوځیان د ١٣٦٦ کال د سلواغې په ٢٦مه له افغانستانه وتلو ته اړ شول.

د راپورونو له مخې، د شوروي د یرغل پر مهال جګړو کې تر یو میلیون ډېرو افغانانو ژوند بایلود، په میلیونونو د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او ډېر درانه مالي زیانونه یې هم ولیدل.

د ۱۳۷۱ کال د غویي اتمه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب‌الله حکومت ړنګ شو او واک د مجاهدینو د ځینو ډلو لاس ته ولوېد، ورپسې په کابل کې د مجاهدینو د ځینو ډلو ترمنځ خپلمنځي جګړې پیل شوې چې په دې جګړو کې د نجیب د واکمنۍ ځینو جنرالانو هم برخه لرله.

په دغو جګړو کې د کابل ډېره برخه ورانه شوه؛ ځیني راپورونه ښیي چې په دغو کورنیو جګړو کې زرګونه کسان ووژل شول.