ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي لرو پرتو سیمو کې زرګونه ماشومانو ته سیمه‌ییزو ټولګیو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې

د دایکنډي لرو پرتو سیمو کې زرګونه ماشومانو ته سیمه‌ییزو ټولګیو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې

author avatar
29 Apr 2024 - 16:43
د دایکنډي لرو پرتو سیمو کې زرګونه ماشومانو ته سیمه‌ییزو ټولګیو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې
author avatar
29 Apr 2024 - 16:43

نیلي (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): مسوولین وايي، د دایکنډي په لرو ‌پرتو سیمو کې د ۳۵۴ سیمه‌ییزو ښوونځیو په جوړېدو له زده‌کړو بې‌برخې شاوخوا لس زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

په دایکنډي کې د راه رهنورد ټولنیزې هوساینې موسسې (RRSWO) د ښوونې او روزنې برخې مسوول رجب‌علي ازاد وايي، دغه بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته په هغو سیمو کې چې د معارف تعلیماتو ښوونځي په کې فعال نه دي او یا جغرافیايي شرایطو ته په کتو له ښوونځیو لرې دي، سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړه، یاد بنسټ له زده‌کړو بې‌برخې ماشومانو لپاره د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې د دایکنډي په ټولو ولسوالیو کې د ښوونیزو خدمتونو فعالیت پيل کړی او د ۴۳۰ ښوونکو په ګومارلو سره چې ۲۵۰ یې مېرمنې دي، یادو زده‌کوونکو ته د پوهنې د نصاف او له ټولو عصري ښوونیزو معیارونو سره سم زده‌کړې ورکوي.

نوموړي څرګنده کړه: «د موسسې او پوهنې وزارت د یوې ګډې پالیسۍ له مخې، سیمه‌ییز ټولګي په داسې سیمو کې جوړېږي چې زده‌کوونکي یا ماشومان یې عامه ښوونځیو ته لاسرسی ونه لري.»

د ارسو موسسې د تعلیم او تربیې برخې مسوول ټینکار وکړ چې دوی داسې زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې چې د کلیو په کچه په مطلق ډول له زده‌کړو بې‌برخې وو او اوس دغه بنسټ د هغوی کورونو ته نږدې د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړې ده.

هغه دغه‌راز وویل: «په سیمه‌ییزو ښوونځیو کې د زده‌کړو کیفیت اوسني ښوونیز نصاب ته په کتو ډېر ښه دی او د پوهنې ریاست او د څارونکو موسسو د څارنې ټیمونو په خپلو څېړنو کې وموندل چې د سیمه‌ییزو ټولګیو زده‌کوونکي ډېر بریالي دي.»

هغه زیاتوي، سیمه‌ییز ټولګي د خلکو یوه اړینه اړتیا ده؛ ځکه چې د هغه په خبره، دایکنډي کې له خدماتو د خلکو بې‌برخې‌توب له ورایه ښکاري او د ارسو موسسې د فعالیت په پيلېدو سره د خلکو په زړونو کې یوه هیله پیدا شوې ده.

ورته مهال، د دې موسسې یوه ښوونکي علي‌جمعه اکبري د پژواک له خبریال سره خبرو کې وویل چې له دې مخکې کم شمېر ماشومانو زده‌کړو ته لاسرسی درلود، اوس دا ستونزه هواره شوې او هغو سیمو کې چې له دې مخکې یې هیڅ ښوونځی نه درلود، اوس سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په یوه ډېره لرې ساحه کې ژوند کوو، څو کلي وو، ماشومان مو ښوونځي ته نه شوای تللی، بالاخره ارسو موسسه راغله، تر درېیم ټولګي پورې یې ښوونځی جوړ کړ او یو ښوونکی یې وګوماره.»

ورته مهال، په میرامور ولسوالۍ کې د یادو ټولګیو یو زده‌کوونکی عبدالکریم وايي چې د لارې لرېوالي له امله یې نه شوای کولای ښوونځي ته لاړ شي، اوس دغه فرصت برابر شوی چې وکولای شي د خپلو همځولو ترڅنګ درس ولولي.

هغه زیاته کړه: «پخوا زموږ ښوونځی ډېر لرې و، پلي نه شوای تللی، د ورځې مو څاروي څرول، اوس ښه شو، ښوونځی نږدې راته جوړ شو، درس لولو او ښه درس راکوي.»

ورته مهال، د دایکنډي پوهنې ریاست مسوولین وايي چې یادې او نورو همکارو موسسو د دغه ولایت په کچه ډېر شمېر ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د دایکنډي د پوهنې رییس قاري عنایت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې اوس د ارسو په ګډون همکارو موسسو ۱۶ زره ماشومان ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه: «په اصل کې دا د پوهنې ریاست پروسه ده، موسسې له معارف سره همکاري کوي، د معارف هغو زده‌کوونکو ته چې ښوونځيو ته لاسرسی نه لري او یا د هر لامل له مخې له ښوونځیو پاتې دي، زده‌کړې ورکوي.»

دغه راز، د دایکنډي د پوهنې رییس وویل چې د لومړنۍ دورې دغه زده‌کوونکي ارسو موسسې تر پوښښ لاندې نیولي او وروسته نږدې ښوونځیو کې جذبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د معارف مسوولینو په وینا، د دغه ولایت په کچه شاوخوا ۱۳۳ زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې ۷۱ زره یې هلکان او څه باندې ۶۱ زره یې نجونې دي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.