ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو بدلنیو ښځو له کړاوه ډک ژوند؛ دیني عالمان: د بدل ودونه ښه عواقب نه لري

د ځینو بدلنیو ښځو له کړاوه ډک ژوند؛ دیني عالمان: د بدل ودونه ښه عواقب نه لري

author avatar
7 May 2024 - 16:49
د ځینو بدلنیو ښځو له کړاوه ډک ژوند؛ دیني عالمان: د بدل ودونه ښه عواقب نه لري
آرشیف
author avatar
7 May 2024 - 16:49

 نیمروز (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): په هېواد کې د بدل ودونو یو شمېر قربانيانې خپل له کړاوه ډک ‎ژوند له امله شکایت کوي، وايي چې له دغه ناوړه دود سره باید جدي مبازره وشي.

بدل ودونه په افغانستان کې یو ناوړه دود دی چې د یوې نجلۍ په بدل کې د بلې نجلۍ ورکولو ته وايي؛ یعنې یو کس د یوې کورنۍ له یوې نجلۍ سره واده کوي او په بدل کې یې د خپلې کورنۍ یوه نجلۍ د مقابل لوري یوه کس ته په نکاح ورکوي چې په ځینو مواردو کې د ناوړه پایلو لامل کېږي.

کابل کې یوه ښځه: ورور مې پیسې نه درلودې او زه یې بدل کړم؛ خپل ژوند یې جوړ او زما برباد شو

نیلي (مستعار نوم) چې د کابل ښار د هوايي ډګر سیمې اوسېدونکې ده، وايي: «کله چې ۱۳ کلنه وم، ورور مې د دې لپاره چې واده وکړي، زه یې بدل کړم، هغه وخت په ښه او بد نه پوهېدم، مور به مې راته ویل چې هره نجلۍ باید واده وکړي او ژوند یې جوړ شي.»

دغه مېرمن چې اوس دوه زامن او درې لوڼې لري، وايي، له داسې کس سره یې نکاح وتړل شوه چې ۲۵ کاله له دې مشر و، خاوند یې لوستی خو ډېر تندخویه او بې‌حوصلې و، تل به د دې د غلطیو پر وړاندې بې‌حوصلې کېده او داسې به یې وهله چې ګاونډیان به یې منځګړیتوب ته راتلل.

نیلي چې د خپل تریخ ژوند په کیسه کولو غرېو نیولې وه، زیاته یې کړه: «ډېر تریخ ژوند مې تېر کړ، اقتصاد مو خراب و، په شپو – شپو وږې ویده کېدم، ناروغه کېدم، د ډاکټر پیسې نه وې، یوه ورځ مو ترمنځ جنګ وشو، دوې هفتې مروره وم، د مور کور ته مې ولاړم، کله چې راغلم کډه یې کړې وه او اولادونو ته مې یې اخطار وکړی و چې مور ته مو احوال مه ورکوئ، په مشکل مې پیدا کړل، چې کور ته راغلم راته ویل یې چې طلاقه یې.»

نیلي زیاته کړه چې ورور او ورېنداره یې خوښ او ارام ژوند لري.

نوموړې د خپل ټکري په پيڅکه خپلې اوښکې پاکې ‎کړې او ويې ویل، باید له دې «ناوړه پدیدې» [بدل] سره جدي مبارزه وشي، له کورنیو پیل، دیني عالمان، قومي مشران او ان رسنۍ باید په دې مبارزه کې برخه واخلي او خلک وپوهول شي چې د یوه اولاد د خوښۍ لپاره باید بل قرباني نه شي.

د بدل ودونو ستونزه نه یوازې په کابل، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم شته

د کاپیسا اوسېدونکې ملیحه هم وايي چې د بدل واده قرباني شوې او داسې له کړاوه ډک ژوند یې تېر کړی چې اوس یې د سترګو لید له لاسه ورکړی دی.

دغه ۳۶ کلنه ښځه وايي: «۲۰ کاله مخکې زما دوو وروڼه له دو اهل‌تشیع خویندو سره ملګري شول، له دې امله چې سني خلکو ته لور نه ورکوي، ورسره وتښتېدې، د نجونو پلار موږ کره راغی او زما پلار ته یې وویل چې باید یوه لور دې زما زوی ته راکړې، که نه نو دښمني پیلېږي.»

د هغې په وینا، هغه وخت ۱۶ کلنه وه او له خوښې پرته یې د مقابلې کورنۍ ۱۲ کلن هلک ته په نکاح شوه چې له هماغې ورځې یې د تریخ ژوند کیسه پیل شوه.

نوموړې وايي: «د نکاح په ورځ، له دې امله چې خاوند مې کوچنی او قد یې ټیټ و، د پښو لاندې یې بالښت ورته کېښود څو زما قد ته ورسېږي، چې خاوند ته به مې کتل ډېره به خپه کېدم، څلور کاله له ما کشر و، د خاله، عمه او تره لوڼو به راپورې خندل.»

د هغې په وینا، د وخت په تېرېدو یې خاوند اړ شو څو کار وکړي او اوس ټکسي چلوي، اقتصادي ستونزې نه‌لري، خو په زړه کې یې چې کومې هیلې درلودې، ټولې نیمګړې پاتې شوې.

هغه وايي: «څه چې زه یې ډېره ځورولم او ځوروي مې، زما د خاوند ماشومانه چلند و او اوس هم بې‌احساسه دی، ما نه درک کوي.»

د هغې په وینا، وروڼه یې د خاوند له خویندو سره ښه ژوند لري.

ورته مهال، د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکې سبزه‌ګل، هغه مېرمن چې دا او لور یې د بدل قرباني شوي، پژواک ته یې وویل: «زموږ په کورنۍ کې د موخي (بدل) واده له نسل نسل څخه رواج دی، زه خپله د خپل ورور واده په بدل کې نکاح شوم، له ژونده مې خیر ونه لید.»

هغه وايي، بدل یو ناوړه رواج دی چې نه یوازې د هغوی په کورنۍ کې، بلکه د کلي په ډېری کورنیو کې رواج لري او کورنۍ د واده لګښتونو کمېدو له امله خپلې لوڼې په بدل ورکوي.

نوموړې وویل: «خپله بدبخته شوې وم، لور مې څلور ورځنۍ وه چې خاوند مې هغه د مشر زوی لپاره خپل ماما زوی ته په بدل ورکړه، که څه هم ورېرونه مې وو، خو بدل ته هیڅ خوشحاله نه وم.»

د سبزه‌ګل په وینا، لور یې ۱۴ کلنه او زوی یې ۱۶ کلن وو چې مقابل لوري د واده غوښتنه وکړه او د واده مراسم جوړ شول، خو د هغوی د ګډ ژوند څخه دوه کاله لا نه وو تېر چې د کم عمر او ستونزو له امله د یادو جوړو ګډ ژوند دوام ونه ‌کړ او خبره طلاق ته ورسېده.

سبزه‌ګل له اوښکو په ډکو سترګو وویل: «په هغه معامله کې چې موږ وکړه، اولادونه مو بدبخت شول، دوستي او وروري مو له منځه لاړه او اوس حیران پاتي یو چې د طلاق شوو اولادونو برخلیک به مو څه شي، له ورور مې احوال نه‌لرم، ټولې خوښۍ مو بربادې شوې.»

دغه راز، صنوبر د هرات ښار اوسېدونکې یوه له هغو مېرمنو چې د بدل واده قرباني شوې، وايي، کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو له امله نشو کولای ورور ته یې واده وکړي، له همدې امله هغه په ۱۳ کلنۍ کې د ورور په بدل کې واده شوه.

د هغې په وینا، ورور یې پر خپله مېرمن ظلم کاوه او تل یې وهله څو خپله ښځه یې طلاق کړه.

هغې زیاته کړه: «ورور مې خپله ښځه نه غوښتله، واده یې په جبري ډول شوی و، نړۍ ته د یوه ماشوم له راوړلو وروسته یې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ، خاوند مې د خپلې خور د ژوند خرابېدو له امله پر ما بن راوړه، اوس نه سمه ډوډۍ او نفقه لرم، نه ارام ژوند لرم، هره ورځ جنګ دی او وهي مې.»

د صنوبر په وینا، ځیني وخت د خاوند ظلم یې دې ته اړباسي چې د پلار کور ته لاړه شي او ان خپل اولادونه هم پرېږدي، خو مورنۍ مینه یې د دې پرېکړې مخه نیسي.

هغه هم وايي چې باید له دې ناوړې پدیدې سره مبارزه وشي څو هیڅ بله ښځه بدبخته نه‌شي.

د چارو پوهان: بدل ښې پایلې نه‌لري

د ښځو د حقونو فعاله نسرین حمیدي بدل یو ناوړه رسم بولي، وایي: «له بده‌مرغه په افغانستان کې د نجونو د بدل فرهنګ ډېر پخوانی دی، خو ډېر ناوړه عمل دی چې لا هم دوام لري.»

هغه د واده په مسله کې رضایت حتمي بولي، زیاتوي چې ډېری وخت د کورنیو له خوا پر نجونو تحملیږي، په داسې حال کې چې په واده کې رضایت د هغې حق دی.

دغه‌ راز نیمروز کې د ښځو د حقونو فعاله شیما محمدي وایي: «بدل د هېواد په لرې پرتو سیمو او ان زموږ په ځینو ښارونو کې پخوانی دود دی، ډېرې بې‌وزلې کورنۍ یې د واده لګښتونو کمولو لپاره تر سره کوي او له ډېر ولور څخه د تېښتې یو انتخاب دی.»

نوموړې وویل: «د بدل ودونو ډېرې قضیې له ستونزو سره مخ کېږي چې بیا به یې موږ ته مراجعه کوله، کله به چې د ګډ ژوند دوام ته نه راضي کېدل، بیا به مو عدلي مراجعو ته معرفي کول، د بل طرف ژوند به هم خرابېده، بالاخره په طلاق به تمامېده، دغه حالت کې به ماشومان بې‌سرپرسته کېدل او ډېر زیان به یې لیده، د بدل په څو قضیو کې د یوه لوري ژوند د بل قرباني شوی او سره جلا شوي دي.»

ورته وخت کې په دې اړه یوه دیني عالم نورالله کوثر وویل، بدل یا هغه څه چې په اسلام کې ورته شغار ویل کېږي، د اسلام له نظره ناروا دی، بدل هغه دی چې یوه نجلۍ د بلې نجلۍ په بدل کې ورکړل شي او د هغوی دواړو ترمنځ مهریه نه وي او دا دواړه د یو بل مهریه وي چې دا شرعاً ناروا ده.

نوموړي وویل: «کوم بدل چې په افغانستان کې رایج دی یعنې یو کس خپله لور یا خور یا د خپلې کورنۍ یو بل غړی ورکوي او په عین ترتیب له هغه بلې کورنۍ یو څوک په نکاح کوي، دا ناروا نه ده؛ ځکه چې د دواړو خواوو مهر ورکول کېږي، خو ښه عواقب نه لري.»

دی وایي: «داسې ودونه ډېری وخت د کورنیو ترمنځ جدي ستونزې را ولاړوي، که په یوې ښځې ظلم کېږي، مقابل بل لوری هم مظلوم واقع کېږي که په یوې ښځې بن راوستل کېږي، بل لوری هم دویم واده کوي، که کومه ښځه له کوم حقه محرومېږي، دا بدلي ښځه هم له حقه محروموي.»

کوثر وویل، تجربو ښودلې چې داسې ودونه ناکام وي، باید کورنۍ د واده په مسله کې د نجلۍ او هلک رضایت په نظر کې ونیسي.

نوموړي کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې په ودونو کې له ډېر لګښت څخه ډډه وکړي.

ورته وخت کې، د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیب‌الله الهام د بدل مردود ګڼلو ترڅنګ وویل، دا ډول نکاح‌ په خلکو کې د یوه فرهنګ په توګه دود شوې او د دغه دود له منځه وړلو لپاره هڅو او مبارزې ته اړتیا ده.

هغه هم په ودونو کې ډېرو لګښتونو ته په اشارې وویل چې باید داسې لګښتونه راکم شي او ملاماتوونکی ولور دې له منځه لاړ شي.

هغه وویل: «زما هېوادوالو ته دا پیغام دی، لکه څرنګه چې تاسې د خپلو زامنو ودونو ته ارزښت ورکوئ خپلو لوڼو ته دوه برابره اهمیت ورکړئ؛ ځکه نجونې د افغانستان په ټولنه کې تل مظلومې واقع کېږي.»

Views: 183

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.