ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د وروستيو ورښتونو له امله زيانمن شوي کروندګر د مرستو غوښتنه کوي

ننګرهار کې د وروستيو ورښتونو له امله زيانمن شوي کروندګر د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
9 May 2024 - 12:21
ننګرهار کې د وروستيو ورښتونو له امله زيانمن شوي کروندګر د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
9 May 2024 - 12:21

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار يو شمېر کروندګر چې وروستيو ورښتونو او سېلابونو يې ځمکې، فصلونه او باغونه زيانمن کړي، له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د دغه ولایت په ۲۲ ولسواليو کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله پر شاوخوا ۱۶ زره جريب ځمکه ولاړ فصلونه زيانمن شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

د کرنې رياست مسوولين وايي، په ولسواليو کې سروې شوې، له اړوندو مرستندويه ادارو سره خبرې روانې دي چې له زيانمنو سره مرستې وشي.

د بټي‌کوټ ولسوالۍ د لاچپور سيمې يوه کروندګر محمدخان پژواک خبري اژانس ته وويل، وروستيو ورښتونو او په سيمه کې د سېلابونو راتلو له امله يې د غنمو او هندواڼو فصلونه له منځته تللي دي.

دی وايي: «کرنې رياست دې له موږ سره مرسته وکړي، يو خو بايد استنادي دېوالونه جوړ شي چې د سېلابونو له خطره خلاص شو، بل د سرې او اصلاح شوو تخمونو برخه کې دې کومک وکړي.

دغه راز، د خوږياڼو ولسوالۍ د ککړک سيمې يو کروندګر بسم‌الله وايي، د سېلاب له امله يې ډېر زيان ليدلی دی.

هغه پژواک ته وويل: «زموږ ځمکه د خوړ غاړه کې ده، کله چې خوړ راډک شو، هم مو ځمکه خرابه شوه او هم مو غنم له منځه ولاړل، حکومت بايد له موږ سره مرسته وکړي.»

کروندګر وايي، د څو ورځو په تېرېدو سره لا هم د کرنې رياست ورسره مرسته نه ده کړې.

د کوټ ولسوالۍ اړوند د عطاءخان کلي يوه اوسېدونکي او کروندګر صاحب ګل وويل، دوی ته هم وروستيو ورښتونو او سېلابونو ډېر زيان اړولی دی.

هغه زیاته کړه: «کرنې رياست مو تر اوسه هيڅ لاسنیوی نه دی کړی، موږ خو دهقانان خلک يو، يوازې دومره پيسې مو برابرې کړې وې چې فصلونه مو پرې کرلي وو او تر يوه حده رسېدلي وو، اوس چې فصلونه له منځته لاړل نو موږ د نور فصل وس نه لرو، حکومت بايد موږ سره مرسته وکړي.»

د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي هم مني چې تر اوسه د وروستيو سېلابونو او ورښتونو له امله له زيانمن شوو کروندګرو سره مرسته نه ده شوې.

د ننګرهار د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني پژواک ته وویل، د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله پر ۱۶ زره او ۵۲۵ جریب کرنیزه ځمکه د غنمو، سبو او هندواڼو فصلونه د بارانونو او سېلابونو له امله له منځه تللي دي.

نوموړي وویل، ۵۰۷ مېوه‌لرونکې او ۲۰۸۵ بې‌مېوې ونې، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او ۱۳ زره او ۵۲۴ متره کانالونه هم تخریب شوي دي.

د ننګرهار کرنې رياست وياند دغه راز زیاته کړه چې وروستیو ورښتونو په دغه ولایت کې د شات مچیو ۳۰ صندوقونه او ۱۱۳۴ څاروي چې غواګانې، وزې او پسونه په کې شامل وو، هم تلف شوي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه له سېلاب‌ځپلو کروندګرو سره مرسته نه ده شوې خو هڅې روانې دي چې مرستندويې ادارې مرستې ورسره وکړي.

د يادولو ده، په دې وروستيو کې پر ننګرهار سربېره ګڼو ولايتونو کې شديد بارانونه وشول او له امله يې سېلابونه راوتلي چې ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.