ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستاني پولیسو امو سیند کې د یوه افغان مړی موندلی

ازبکستاني پولیسو امو سیند کې د یوه افغان مړی موندلی

author avatar
24 May 2024 - 13:32
ازبکستاني پولیسو امو سیند کې د یوه افغان مړی موندلی
author avatar
24 May 2024 - 13:32

مزارشریف (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د ازبکستان پولیسو د یوه افغان جسد چې د دغه ولایت شورتېپې ولسوالۍ ته نږدې یې امو سیند کې موندلی و، دوی ته سپارلی دی.

د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې د ازبکستان پولیسو د یوه افغان جسد افغان امنیتي مسوولینو ته سپارلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه کس چې یوه میاشت مخکې د کلدارې ولسوالۍ د چقر له کلي څخه نادرکه شوی و جسد یې نن له شورتېپې ولسوالۍ سره نږدې د امو سیند کې د ازبکستان پولیسو موندلی دی.

سرچینه وايي چې د دغه کس جسد کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.