بلخ کې د امو سیند تخریباتو ځایي خلک اندېښمن کړي
د بلخ ولایت شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، که څه هم د امو سیند د تخریباتو مخنیوي لپاره بېړني استحکامات ترسره شوي خو زیاتوي چې لا هم د سیند څپې د خلکو ژوند ګواښي.
د بلخ ولایت شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، که څه هم د امو سیند د تخریباتو مخنیوي لپاره بېړني استحکامات ترسره شوي خو زیاتوي چې لا هم د سیند څپې د خلکو ژوند ګواښي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت شورتېپې ولسوالۍ کې د ازبکستان پولیسو د یوه افغان جسد دوی ته سپارلی دی.
د بدخشان امنیه قومانداني وایي، یو کس چې د افغانستان - تاجکستان ګډ بازار کې د نشهیي توکو پر قاچاق تورن و، د تاجکستان له پولیسو د ځانژغورنې په موخه ځان امو سیند ته غورځولی او مړ شوی دی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو سیند حوزه کې د شپږو نوو څاګانو په فعالېدو سره د نفتو ورځني استخراج کچه یو زر او ۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده.
د تخار د درقد ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې له ډېرو کلونو راهیسې پر امو سیند د پله نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي چې د بلخ په شورتېپې ولسوالۍ کې د امو سیند د یوې برخې د بېړنیو تحکمیاتو چارې پیل شوې دي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، څلور نجونې د دغه ولایت د مایمي ولسوالۍ په تنګشیوه سیمه کې له «لرزانک پله» د اوښتو پر مهال سیند ته لوېدلې او مړې شوې دي.
د بدخشان د شغنان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د امو سیند د اوبو کچې لوړېدو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ، د درواز پنځهګونو ولسوالیو حلقوي سړک په لسو ځایونو کې په قسمي ډول تړل شوی او ځینې ځنګلونه هم له منځه تللي دي.
د سرپرست حکومت چارواکي وایي، د بلخ ولايت د شورتېپې ولسوالۍ په هزار توقې سیمه کې د آمو سیند د بېړنیو تحکیماتو چارې بشپړې شوې دي. د آمو سیند د تحکیماتو ريیس سیدغلام مشواڼي نن…
د اوبو او برېښنا وزارت مسوولینو د هېواد په څو سرحدي ولایتونو کې د امو سیند غاړې په زیانمنونکو سیمو کې د تحکیماتو کار پیلېدو خبر ورکړی دی.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر ځيني اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرلهپسې ډول د اوبو کچې پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.
د بلخ حکومتي مسوولين وایي، د امو سیند د تحکیماتو چارې يې له زيانمنو ساحو څخه پيل کړې دي.
د امو سیند د تخریباتو ارزونې پلاوی وايي، د دغه سیند پر غاړه زرګونه کورنۍ بېځايه شوې، بشري ناورين رامنځته شوی او د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره اوبو لاندې کړې ده؛ نو ملي او نړۍوال مرستندویه بنسټونه دې په دې برخه کې مرسته وکړي.
د کابينې په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې د امو سیند د تخريباتو د مخنيوي لپاره لنډمهال او اوږدمهال پلانونه جوړ او تطبيق کړي.
موظف پلاوی وایي، امو سیند خلکو ته د زیانونو اړولو ترڅنګ د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او کابینې د زیان د سملاسي مخنیوي لپاره دوه میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي.
په جوزجان ولایت کې امو سیند ته څېرمه دواړو غاړو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د دغه سیند په اوږدو کې د استنادي دېوال له نشتوالي او د خپلو کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو شکایت کوي چې کرنې وزارت د امو سیند ویجاړیو د څېړنې په موخه شمالي ولایتونو ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو ځيني اوسېدونکي د امو سیند پر غاړه د تحکیماتو له نشتوالي اندېښمن دي او وایي، که حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.
کابینې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ته دنده وسپارله چې د کلیو د ملي سروې چارې پیل کړي او یو پلاوی یې توظیف کړ چې د امو سیند له امله د تخریباتو هراړخیزه څېړنه وکړي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر یو شمېر اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرلهپسې توګه د اوبو کچي زیاتوالي او پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.
د تخار ولایت له کوکچې برې ولسوالیو ځیني اوسېدونکي په دې وروستیو کې د امو سیند د اوبو کچې راپورته کېدو له امله اندېښمن دي، وايي چې سلګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکې تر جدي ګواښ لاندې دي.
د پژواک موندنې ښيي چې د تېر حکومت په وروستیو څلورو کلونو کې په بلخ ولايت کې د امو سيند د ساحلي استحکاماتو په نوم ٤٤،٢ ميليونه افغانۍ لګول شوې، خو د اوبو زيانونه د…