ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې امو سیند ته څېرمه اوسېدونکي: هر کال مو لسګونه جریب کرنیزه ځمکه ویجاړېږي

جوزجان کې امو سیند ته څېرمه اوسېدونکي: هر کال مو لسګونه جریب کرنیزه ځمکه ویجاړېږي

author avatar
5 Jan 2023 - 16:35
جوزجان کې امو سیند ته څېرمه اوسېدونکي: هر کال مو لسګونه جریب کرنیزه ځمکه ویجاړېږي
author avatar
5 Jan 2023 - 16:35

جوزجان (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): په جوزجان ولایت کې امو سیند ته څېرمه دواړو غاړو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د دغه سیند په اوږدو کې د استنادي دېوال له نشتوالي او د خپلو کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو شکایت کوي چې کرنې وزارت د امو سیند ویجاړیو د څېړنې په موخه شمالي ولایتونو ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

د امو سیند په څنډو کې د دغه ولسوالیو اوسېدونکي چې هره‌ ورځ د سنید د ویجاړیو له امله له ستونزې سره مخ دي وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د امو سیند اوبو د دغو ولسوالیو تر ۱۰ کیلومتره ډېره ځمکه لاندې کړې چې له امله یې ویجاړۍ اوس هم دوام لري.

د قرقين ولسوالۍ د «کبک» کلي اوسېدونکي محمدشريف پژواک خبري اژانس ته وويل: «زموږ کرنيزې ځمکې چې سیند ته څېرمه پرتې وې، د سیند پر تل بدلې شوې او دغه ویجاړۍ هر کال په ولسوالۍ کې ادامه لري.»

نوموړی د سیند په اوږدو کې د استنادي دیوال نشتوالی د دوی د ځمکو د ویجاړېدو اصلي لامل بولي او وايي: «پر دې سربېره چې نه شو کولای د امو سیند له اوبو د خپلو کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره استفاده کړو، دغه اوبه د طبیعي آفت په توګه پر موږ نازلې شوې او هره ورځ زموږ ټول شته رانه اخلي.»

د نوموړي په خبره، د خلکو هغه کرنيزې ځمکې چې په تېرو کلونو کې د سیند اوبو له امله ويجاړې شوې، سلګونو جريبو ته رسېږي.

هغه زیاتوي: «اوس زموږ ځمکې د سیند بلې غاړې ته پرتې دي چې د ترکمنستان پوله‌ساتي موږ ته د  د هغه د کرلو اجازه نه راکوي.»

نوموړي د دغه وضعیت د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، که وضعیت همداسې دوام وکړي، په راتلونکو لسو کلونو کې به د قرقین او خمآب ولسوالیو ډېری کرنیزې ځمکې د امو سیند تر اوبو لاندې شي.

په ورته مهال، د جوزجان ولایت د خمآب ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمنان وايي: «موږ له تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو ځمکو د ویجاړېدو ستونزې د تېر حکومت له سیمه‌ییزو مسوولینو سره شریکې کړې وې خو دوی په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.»

عبدالمنان څرګنده کړه چې د مسوولینو د بې‌غورۍ له امله هر کال د خمآب ولسوالۍ د کروندګرو لسګونه جريب کرنيزه ځمکه له منځه ځي.

هغه وويل: «زما ۱۱ جرېب ځمکه او يو باغ د سیند اوبو یووړل او زه مجبور شوم چې خپل کور د ولسوالۍ جنوب ريګستان لوري ته انتقال کړم.»

هغه له ځايي چارواکو غواړي چې د قرقين او خماب ولسواليو د خلکو ستونزې هوارې کړي او کنه نو د يادو ولسواليو د خلکو کورونه او کرنيزې ځمکې به د سیند اوبه لاندې کړي.

په ورته وخت کې، د ولايت مقام د دفتر رییس استاد محمدمجاهد ‎هم د قرقين او خمآب ولسواليو د خلکو ستونزې تاييدوي او وايي، د دغو ولسواليو خلکو د امو سیند د ستونزو له امله څو ځلې د جوزجان والایت مقام ته ورغلي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ د دې ستونزې هواري لپاره له ملي او نړۍوالو بنسټونو سره خبرې کړې او د حل لپاره یې جدي هڅه کوو.»

هغه وویل چې د امو سیند د اوبو ستونزه یوه لویه ننګونه ده او په ورته مهال ډېر وخت ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه: «د سیند ‎د اوبو مهارول لویې بودجې ته اړتیا لري چې موږ د هغه لپاره د یو تمویلوونکي بنسټ په لټه کې یو.»

سرچينې څرګنده کړه، اوس‌مهال په سيمه‌ييزه کچه دغه کار د دوى له توانه لوړ دی خو‎ هڅه کوي چې دغه ستونزه له هغو مرستندويه بنسټونو او سرچینو سره په همغږۍ هواره کړي چې ‎ په دې برخه کې کار کوي.

په ورته مهال، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو، انرژۍ او اوبو، کانونو او پټرولیم، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو د مرستیالانو او رییسانو یوه ګډ پلاوي د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاء‌الله عمري په مشرۍ د امو سیند د ویجاړیو څېړنې مخنیوي په موخه شمالي ولایتونو ته سفر کړی دی.

په دغه ټویټ کې راغلي چې ټاکل شوې دغه پلاوی د امو سیند شاوخوا ولایتونو ته سفر وکړي، ویجاړې شوې او تر ګواښ لاندې سیمې په نښه کړي او هغه سیمې چې تر جدي ګواښ لاندې دي، د بیارغونې لپاره به یې د لازمو اقداماتو په ترسره کولو سره مخنیوی وشي او د ‎رامنځته کېدونکو ویجاړیو د لګښتونو اټکل به هم وشي.

سرچينې ليکلي، یاد ګډ پلاوی به د امو سیند د زيانمنو ځایونو او ويجاړيو له ليدنې وروسته د دغه سیند د تحکیماتو او تخريب مخنيوي په موخه کابينې ته بودجه او مکمله طرحه وړاندې کړي.

Visits: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.