ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په شورتېپې ولسوالۍ کې د امو سیند د بېړنیو تحکیماتو چارې بشپړې شوې

د بلخ په شورتېپې ولسوالۍ کې د امو سیند د بېړنیو تحکیماتو چارې بشپړې شوې

author avatar
21 May 2023 - 16:36
د بلخ په شورتېپې ولسوالۍ کې د امو سیند د بېړنیو تحکیماتو چارې بشپړې شوې
author avatar
21 May 2023 - 16:36

مزارشریف (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت چارواکي وایي، د بلخ ولايت د شورتېپې ولسوالۍ په هزار توقې سیمه کې د آمو سیند د بېړنیو تحکیماتو چارې بشپړې شوې دي.

د آمو سیند د تحکیماتو ريیس سیدغلام مشواڼي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د آمو سيند د هغو برخو تحکیماتو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې تر ډېره د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاتوي، د بلخ شورتېپې ولسوالۍ د هزار توقې سیمه یوه له هغو سيمو څخه ده چې په بېړنۍ توګه یې تحکیماتو ته اړتیا درلوده او نن یې هم د تحکیماتو بېړنۍ چارې بشپړې شوې.

په ورته مهال، د شمال سیندیزې حوزې ريیس عبدالحکیم حاجي حکمت وایي چې د آمو سیند تحکیماتو چارې د هېواد د شمالي ولایتونو (تخار، کندوز، بلخ او جوزجان) په ۱۴ بېلابېلو سیمو کې پیل شوې، خو لومړیتوب هغو سیمو ته ورکړل شوی چې د ویجاړېدو ګواښ یې ډېر دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.