ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امو سیند غاړه کې مېشت خلک: د اوبو پرله‌پسې را پورته کېدو له امله کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي

د امو سیند غاړه کې مېشت خلک: د اوبو پرله‌پسې را پورته کېدو له امله کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي

author avatar
30 Jul 2022 - 16:52
د امو سیند غاړه کې مېشت خلک: د اوبو پرله‌پسې را پورته کېدو له امله کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي
author avatar
30 Jul 2022 - 16:52

کندوز (پژواک، ٨ زمری ۱۴۰۱): د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر یو شمېر اوسېدونکي وایي، په امو سیند کې په پرله‌پسې توګه د اوبو کچي زیاتوالي او پورته کېدو له امله د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ شوي دي.

هغوی وایي، که دغې ستونزې ته رسېدنه و نه شي، د سیند تر غاړې ډېرې کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه به د اوبو خوراک شي.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د شېر خان بندر اوسېدونکی محمدمیر چې د آمو سیند ترڅنګ کرنیزې ځمکې او کور لري، وایي چې د دغه سیند په غاړو کې د اوبو زیاتوالي او څپو له امله درې ځلې له کوره بې ځایه شوی او ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې تخریب شوې ده.

هغه وویل: «د اوبو د را اوښتلو په پایله کې مې درې ځلې خپل کور ته تغیر ورکړ، سږ کال پنځه ځلې وزارت ته لاړم څو زموږ ستونزې ته پاملرنه وشي؛ خو له وزراته یو پلاوی راغی سروې یې وکړه خو هېح پایله یې نه درلوده؛ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ ستونزې ته رسېدنه وکړي او که نه نو زموږ ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د نابودۍ له خطر سره مخ ده.»

همدارنګه د امو سیند پر غاړه مېشت عبدالصمد وویل: «د امو سیند د هرې ورځې په تېرېدو سره کرنیزې ځمکې لاندې کوي، د اسلامي امارت له حکومته غواړو چې موږ ته پاملرنه وکړي؛ د دغه سیند تخریبات ډېر دي، که توجه ونه شي د ګمرک تاسیسات هم له منځه ځي او زموږ کرنیزې ځمکې هم وړي.»

له بلې خوا، د امو سیند حوزې عمومي رییس انجنیر رفېع‌الله مجتبی وایي، دغه موضوع یې د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره شریکه کړې او دغو ستونزو ته پر رسېدنې باندې ټینګار کوي.

هغه وویل: «موږ تر اوسه پورې د زرګونه جریبه ځمکې د تخریبېدو مخه نیولې ده؛ ستونزې شته، کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي؛ موږ هڅه کوو څو د دغو تخریباتو د مخنیوي لپاره پروژې پلې کړو؛ هغه که د ګبین/جالیو لګول وي یا د استنادي دیوالونو جوړول.»

د امو سیند د بدخشان د پامیر غرونو له څوکو سرچینه اخلي او د بدخشان، تخار او کندوز له ولایتونو څخه د تېرېدو پر مهال هر کال د اوبو را اوښتلو له امله ډېر مالي زیانونه او ان کله کله ځاني تلفات هم له ځان سره لري.

Visits: 139

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.