ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د شغنان اوسېدونکي د امو سیند د اوبو کچې له لوړېدو اندېښمن دي

د بدخشان د شغنان اوسېدونکي د امو سیند د اوبو کچې له لوړېدو اندېښمن دي

author avatar
9 Jul 2023 - 19:43
د بدخشان د شغنان اوسېدونکي د امو سیند د اوبو کچې له لوړېدو اندېښمن دي
author avatar
9 Jul 2023 - 19:43

فیض‌اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د بدخشان د شغنان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د امو سیند د اوبو کچې لوړېدو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ، د درواز پنځه‌ګونو ولسوالیو حلقوي سړک په لسو ځایونو کې په قسمي ډول تړل شوی او ځینې ځنګلونه هم له منځه تللي دي.

د دوی په وینا، د اوبو کچې لوړېدو له امله روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو لېږد او ښوونځیو ته د زده‌کوونکو تګ‌راتګ هم ستونزمن شوی دی.

د شغنان ولسوالۍ د روشان سیمې اوسېدونکی نویدالله دروېش وايي، د امو سیند اوبو کچې لوړېدو او د سنید هغې غاړې ته د تاجکستان له لوري د اوبو لارې بدلولو لپاره د استحکاماتو جوړولو‎ له امله په روشان سیمه کې حلقوي سړک چې د شغنان – اشکاشم ولسوالیو له لارې د درواز پنځه‌ګونې ولسوالۍ سره نښلوي، ویجاړ شوی دی.

دی زیاتوي، هغه مسافران او ناروغان چې له شغنان څخه فیض‌اباد ښار او یا درواز ولسوالیو ته سفر کوي، اړ دي چې د لارې بندېدو له امله په روشان سیمه کې له یوه موټر ښکته او بل موټر کې سفر وکړي.

هغه وویل: «د امو سیند د اوبو کچې لوړېدو له امله د مایمې – شغنان ولسوالیو ترمنځ څو هتکاره ځنګلونه له منځه تللي او د دغه ټولو ستونزو سربېره، روشان روغتیايي مرکز ته د ناروغانو لېږد او په چاوید کلي کې پاچو لېسې ته د زده‌کوونکو تګ‌راتګ هم ستونزمن شوی دی.»‎

د شغنان ولسوالۍ د چاوید کلي اسېدونکی خوش‌محمد هم د تاجکستان له خوا د دوی کلي ته اوبو لوري بدلولو له امله شکایت کوي او وایي، منځنی ښوونځی چې ځايي خلکو جوړ کړی او څه باندې ۲۰۰ زده‌کوونکي پکې زده‌کړې کوي، دا مهال یې ټولګيو ته اوبه د ننه شوې او زده‌‌کوونکې خپلې ازموینې په خېمو کې ورکوي.

دی زیاتوي چې له څو کلونو راهیسې یې کروندې د امو سیند اوبو کچې لوړېدو له امله ویجاړېږي او له اسلامي امارته غواړي چې ستونزې یې هوارې کړي او د تاجکستان له خوا د اوبو لوري بدلولو مخنیوي وکړي.

یاد کسان د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د مرستندویه موسسو استازو څو ځله د دوی ستونزې څېړلې، خو تر اوسه یې د امو سیند اوبو له امله د ویجاړیو مخنیوي لپاره کوم کار نه دی کړی.‎

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د اوبو د لوري بدلولو لپاره د سیند ترڅنګ استحکامات جوړ کړي څو راتلونکي کې د اوبو کچې لوړېدو ‎له امله د عامه تاسیساتو او ځنګلونو د له منځه تلو مخنیوی وشي.

د بدخشان د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالغفور وايي: «د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزې منو، خو د امکاناتو نشتوالي او موسسو د نه همکارۍ له امله نه شو کولای د خلکو ستونزو ته چې د سېلابونو او اوبو کچې لوړېدو له امله ورته زیان اوړي، په وخت رسېدنه وکړو.»

دی زیاتوي، پر دې سربېره به هم خپلې ستونزې د ټولګټو وزارت له مقام سره شریکې کړي او د دوی لارښونې ته به په تمه وي.

د درواز د پنځه‌ګونو ولسوالیو حلقوي سړک شپږ کاله مخکې د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو پروګرام له لوري جوړ شوی و.

خو د بدخشان د کلیو بیارغونې رییس ملا امان‌الله چهره وايي چې دا مهال د کلیو بیارغونې وزارت له لوري د کلیوالي لارو جوړولو پروګرام چارې درېدلې او د یادو خلکو ستونزې یې له موسسو سره شریکې کړې دي.

خو دی زیاتوي چې د ځینو لاملونو له امله تر اوسه دغو ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې او دا چې یاده موضوع بیړنۍ ده، یو ځل بیا به له اړوندو دولتي ادارو او موسسو سره په همغږۍ په دې اړه خبرې وکړي.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.