ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امو سیند سواحلو د استحکاماتو په نوم ۴۴ میلیونه افغانۍ بېځایه لګول شوې دي

د امو سیند سواحلو د استحکاماتو په نوم ۴۴ میلیونه افغانۍ بېځایه لګول شوې دي

مزارشريف (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د تېر حکومت په وروستیو څلورو کلونو کې په بلخ ولايت کې د امو سيند د ساحلي استحکاماتو په نوم ٤٤،٢ ميليونه افغانۍ لګول شوې، خو د اوبو زيانونه د تېر په پرتله ډېر شوي دي.

دغه پيسې په بېړنيو حالاتو کې د امو سيند د استحکاماتو په نوم لګول شوې چې يوه برخه يې د پخواني چارواکو له خوا د يادو پروژو د تطبيق پر مهال حیف او میل شوې او پاتې لګول شوې بودجه د سواحلو د استحکام په برخه کې اغېزناکه نه ده تمامه شوې او دغه سیند هر کال سلګونه جریبه ځمکه، کورونه، باغونه، جوماتونه او ښوونځي ویجاړ کړي دي.‎

د سيمې اوسېدونکو پژواک ته وويل چې تر اوسه د چقر او شیخ په نومونو دوه کلي سیند لاندې کړي او د هزار طوقي کلی هم د لاندې کېدو په حال کې دی.

د بلخ سندیزې حوزې اوسني چارواکي د تېرو پروژو په پلې کېدو کې د فساد شتون تاييدوي او وايي چې پلې شوې پروژې اغېزناکې نه وې.

د بلخ ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې ترکمن قومي مشر حاجي عبدالخالق وويل چې تر اوسه لسګونه جريبه ځمکه، باغونه، کورونه، ښوونځي او جوماتونه ويجاړ شوي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

هغه زیاتوي، تر اوسه د چقر او شیخ په نومونو دوه کلي سیند لاندې کړي او د هزار طوقي کلی هم د ډبېدو په حال کې دی، دغه راز پنځه نور کلي هم هر کال له ګواښ سره مخ دي چې یوه برخه یې له سیند سره نښلول کېږي.

عبدالخالق د يوه بل جدي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او ويې ويل، په شورتپه ولسوالۍ کې امو سیند ته څېرمه د تېلو دوه څاه ګانې موقعیت لري چې يوه يې د سیند د اوبو له امله له سیند سره نښلول شوې او بله يې له سینده شاوخوا ۴۰۰ متره لرې ده.

نوموړی د تېلو د دغو څاګانو د ويجاړېدو په اړه اندېښمن دی او وايي، که حکومت په دې اړه جدي پاملرنه ونه کړي، د تېلو دغه څاه ګانې به له منځه ولاړې شي او خلکو ته به دروند مالي زيان ورسېږي.

دغه راز د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکی جمعه الدين د دغه وضعيت په اړه اندېښمن دى او وايي چې کور او کرنیزه ځمکه یې ‎سیند لاندې کړي او اوس د بل چا په کور کې اوسېږي.

هغه زیاته کړه: «هر کال په پسرلي او د اوړي په لومړیو کې زموږ ځمکې سېلابونه وړي؛ مخکني حکومت به د تخریب د مخنیوي لپاره په کال کې یو ځل جالونه له خاورې ډکول، خو هيڅ ګټه یې نه ده درلوده.»

د هغه په وینا، ۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه او یو د اوسېدو کور یې اوبو لاندې کړي دي.

بلخوا د بلخ سیندیزې حوزې رييس مولوي موسى جان حقبين هم د تېرو پروژو په تطبيق کې د فساد شتون مني او وايي، د پلې شوو پروژو شاوخوا ۴۰ سلنه پیسې د چارواکو له لوري حیف او میل شوې دي.

هغه زياته کړه، د مخکني حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د بلخ سیندیزې حوزې او يو شمېر موسسو له خوا د ورانیو د مخنیوي لپاره شاوخوا ٤٤ ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ لګول شوې دي.

د هغه په ​​وينا، سربېره پر دې چې دغه پيسې په بېړنيو حالاتو کې لګول شوې دي، خو بیا هر کال د سیند اوبو راپورته کېدو له امله سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او د استوګنې کورونه له منځه ځي.

نوموړی د دغو پروژو په تطبیق کې د فساد شتون تاییدوي او وايي: «دا د لمر په څېر روښانه ده او زموږ ټول هېوادوال خبر دي ​​چې فساد په تېر حکومت کې اوج ته رسېدلی و؛ د بېلګې په توګه، که به د سیند په سواحلو کې د اوبو د تخریب د مخنیوي لپاره د پنځو یا شپږ کیلومترو په اندازه کې د یوه ګبین (د اوبو تخریب موانع) اړتیا وه، هلته به یې درې یا څلور کیلومتره ګبین جوړاوه، نو فساد رامنځته شوی او له دې څوک انکار نه شي کولای.»

د بلخ سیندیزې حوزې رییس زیاتوي چې یادو پروژو د ځمکې د تخریب مخنیوي برخه کې هیڅ ګټه نه لرله او هر کال د سیمې اوسېدونکو ته ستر مالي زیانونه اوښتل.

هغه د بلخ د کلدار او شورتپې ولسوالیو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د نوي حکومت په راتلو سره د فساد مخه نیول شوې او د اوبو د تخریب د مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي.

په ورته وخت کې د اوبو او برېښنا وزارت د شمال امو سیندیزې حوزې د انجنیري خدماتو امر انجنیر ذبيح الله عصمتي د سیند د استحکاماتو لپاره تطبیق شوې پروژې سیاسي وبللې او زیاته یې کړه، دغه پروژې د ټاکنو په ورځو یا بېړنیو حالاتو کې تطبیق شوې چې د سیند د څنډو د استحکاماتو لپاره هيڅ پایداره نه وې.

هغه دغه راز د نفتو ژورو څاګانو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او مني چې په وروستیو کلونو کې د حکومتي مسوولینو د نه پاملرنې له امله د سیند د څنډو استحکامات په ښه ډول جوړ نه شول چې له امله یې د سیمې اوسېدونکو او حکومت ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاتوي چې تر اوسه په بلخ ولایت کې د افغانستان نږدې ۲۰ کیلومتره خاوره د سیند اوبو په وسیله تخریب شوې او دغه وضعیت د هر کال په تېرېدو سره ډېرېږې؛ که دې برخې ته جدي پاملرنه ونه شي، ډېرې سیمې به سیند لاندې کړي.

بلخوا د بلخ سیندیزې حوزې مخکني رییس انجنیر حشمت الله وطنیار دې ته په اشاره چې د امو سیند د څنډو استحکامات لویې بودجې ته اړتیا لري، وویل، په هيڅ دوره کې د امو سیند د استحکاماتو لپاره لازمه بودجه نه ده مصرف شوې.

هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې په بېړني ډول د سیند د اسحتکام لپاره کار وشو چې تر ډېره د رېګ د بوجیو په وسیله د سیند د اوبو مخه نیول کېده چې د اوږمهال لپاره هيڅ ګټورې نه دي.

هغه وویل: «دا چې له نوم یې روښانه ده، تطبیق شوې پروژې د بېړنیو حالاتو لپاره وې او په هيڅ صورت یې د اوږدمهال لپاره ګټه نه لرله. که حکومت د سیند سواحل په اساسي ډول جوړولای، د دغه کار لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا وه چې حکومت یې د ورکړې توان نه درلود.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد همایون نجفي زاده پر دغه وضعیت اندېښنه څرګندوي او وايي چې د هر کال په تېرېدو سره افغانستان ډېرې ځمکې له لاسه ورکوي، پرته له دې چې د هغه لپاره یې ګټور کار کړی وي.

هغه زیاتوي، د امو سیند د سواحلو شاوخوا ځمکو د تخریب او له منځه تلو یو لامل د مخکني حکومت بې غوري او د فساد موجودیت وو.

نوموړي وویل، هر کال د امو سیند د سواحلو تخریب د سیمې د اوسېدونکو د بېکارۍ، بېوزلۍ او بېچارګۍ لامل شوی چې له بده مرغه د هر کال په تېرېدو سره یاده ستونزه ډېره شوې ده.

کارپوهان پر دې باور دي چې د دې ستونزې یوازېنۍ حللاره د استنادي دېوالونو او د سیند په څنډو کې د نیالګیو اېښودل دي.

Visits: 73

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.