کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): نن د مې میاشتې ۲۹مه د پښتو ژبې له ملي ورځې سره برابره ده او دا ورځ د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتنو له خوا نمانځل کېږي، خو یو شمېر پښتانه لیکوالان وايي، د پښتو ژبې د پرمختګ او ودې لپاره دې لا ډېر کار وشي.
د افغانستان او پښتونخوا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې نږدې سل میلیونه خلک په پښتو ژبه خبرې کوي.
دغه ورځ شاوخوا یوه لسیزه مخکې د ژبې د ودې او پرمختګ په موخه «د پښتو ژبې نړۍواله ورځ» په نوم ونومول شوه.
د همدې ورځې په مناسبت ګڼو فرهنګپالو او پښتنو لیکوالانو پر ټولنیزو رسنیو د «پښتو ژبې ملي ورځ» مبارکي لیکلې او د دې ژبې د ودې او پرمختګ غوښتنه یې کړې ده.
پښتون شاعر، لیکوال او د لغمان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد عمرانالله خنجر پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په تېرو څو پېړیو کې د پښتنو په سیمو کې د بېلابېلو عواملو له مخې جګړو ځای نیولی و، خو زیاتوي چې د پخوا په پرتله په تېرو دوو لسیزو کې دې ژبې ته د پام وړ کار شوی دی.
هغه وویل: «لکه څنګه چې معلومه ده، جګړه په یوه سیمه کې د هر پرمختګ مخه نیسي، همدا ډول د یوې ژبې د پرمختګ مخه هم ډپ کوي، خو ویلی شو چې په تېرو شلو کلونو کې د پښتو ژبې د غوړېدا لپاره ډېر کار شوی خو دغه کار بسنه نه کوي.»
ورته مهال، شاعر، لیکوال او د بغلان پوهنتون استاد ګلالرحمن رحماني وايي: «پښتو ژبې ته شوي کارونه په دوو برخو وېشم، یو رسمي (دولتي) او بل هم نارسمي (شخصي/ خصوصي) کارونه دي.
له شک پرته چې د یوې ژبې د پرمختګ او غوړېدو لپاره سیاسي او اداري ملاتړ اړین دی، په افغانستان کې پښتو ژبه په تېرو دوو لسیزو کې له اداري ملاتړ څخه محرومه وه، ډېر کم مکتوبونه، قوانین او فرمانونه په پښتو ژبه لیکل کېدل، همداسې په نصاب او تحصیلاتو کې هم ګڼو پښتو ژبو ښوونځیو او ښوونکو له دري موادو څخه استفاده کوله چې دا چاره د پښتو ژبې د وروسته پاتې کېدو لامل شوې وه.
په نوي نظام کې یوه ښه خبره دا ده چې پښتو د مکتوب او ادارې ژبه شوې ده، فرمانونه، قوانین او مکتوبونه په پښتو ژبه لیکل کېږي او د امارت اړوندو ارګانونو په بیا بیا د رسمي ژبو لپاره متوازن انکشاف خبره کړې ده. د رسمي اړخ نورې څانګې د ادبیاتو پوهنځي، د علومو اکاډمي او د مطبوعاتو یا عامه اړیکو دفترونه دي چې دا یې مسوولیت هم دی، څو پښتو ژبې ته د ملي ژبې په توګه کار وکړي او ورباندې وپوهېږي. همدا اوس چې څوک ګومارل کېږي، باید په پښتو او دري ژبو حاکمیت ولري.
دویم نارسمي کارونه دي، په تېرو څو لسیزو کې د پښتو ژبې لپاره زیات کار په داوطلب ډول شوی دی، پښتانه لیکوال او ادیبان له کومې تمې او امتیازاتو پرته کتابونه لیکلي، خپروي یې او د لوستونکو کچه یې لوړه کړې ده، خو دا برخه تر ډېره په هنري او ذوق کتابونو پورې محدوده ده، د پښتو ژبې لپاره په علمي او اکاډمیکه برخه کې لا هم هومره کار نه دی شوی چې اړتیا یې لیدل کېږي.»
دغه راز یو شمېر نور پښتانه لیکوالان بیا غوښتنه کوي چې پښتو دې د نصاب او ټکنالوجۍ ژبه شي.
د یادونې ده، په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي دفتر (یوناما) تېره اپرېل میاشت کې «فضا ته د انسان د سفر نړۍواله ورځ» په مناسبت ویلي وو، «پښتو» څلورمه رسمي ژبه وه چې فضا کې ویل شوې ده.
باید وویل شي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راوروسته د پښتو ژبې نړۍواله ورځ په کور دننه په رسمي ډول د حکومت او فرهنګي ډلو له لوري نه ده نمانځل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن